دا کیسه له نن نه څلویښت کاله وړاندې ژباړل شوي.
لیکوال: الکساندر پوشکین
(بارائینسکي)
«ما لوړه کړې چې هغه به د دوئل قانون ته راکاږم لا تراوسه پورې دغه حق زما له پاره ساتلی دی چې هره شیبه وغواړم هغه دوئل ته راوبولم او په تمانچه سره په هغه ډزې وکړم»
موږ د ن … کلي ته څیرمه په یوه نقطه کې پوځ ځای پرځای کړی وو. ټول پوهیږي چې په پوځ کې د یوه منصبدار ژوند څنګه وي. هره ورځ په سهار کې پوځي او د سپرلۍ تمرینونه د غرمې ډوډۍ د بولندوی په کور کې، یا د یهودي عرق پلورونکي په پلورنځي کې او د شپې هم میخواري او جوارګري.(قمار)
زموږ د پوځ د سیمې په شاوخوا کې آن یوه کورنۍ هم نه وه. چې د کور ور يې د میلمنو په مخ پرانیستی وي. یا کومه بدمرغې لورکۍ ولري. ناچاره د یو او بل په ټاټوبیو کې سره غونډیدو او هالته زموږ د صورتونو او پوځي دریشویو نه پرته هیڅ نوي څه نه تر سترګو کیدل.
زموږ په ټولنه کې یوازې یو تن غیرپوځي سړی اوسیده، هغه پینځه دیرش کلن و او له همدې امله مو بوډا ګاڼه. د هغوو ازموینو او تجربو لامله چې درلودې يي زموږ په منځ کې د ډیرو لوړتیاوو لرونکی وو، له دې نه چې ورتیر شو د هغه همیشنۍ تریوی مخې؛ بدخُلق او خوۍ او د ژبې ټپ يي زموږ ځلمو په ساه او فکر باندې سخت اغیز درلود. هغه یو اسرار امیزه برخلیک کلابند کړی وو. هغه روس په نظر رسیده خو پردی نوم يي درلود.
یو مهال يي د پوځ د سپرلۍ په قطعه کې خدمت کاوه او بریالیتوبونه يي هم درلودل. هیڅوک نه پوهیدل چې د کومو توسنونو له مخې يي له پوځ څخه استعفاء کړي وه او په دغه لرې او محقره نطقه کې يې هستوګنه غوره کړي ده. هغه فقیرانه او په عین حال کې لګښت لرونکی ژوند درلود. تل به يي زړې جامې په ځان کې وي او په لاره به پلی ته، تل به يي د کور ور زموږ منصبدارانو په مخ پرانیستی او دسترخوان به يي ویړ وو. البته د هغه هرکلی د دوه، درۍ ډوله خوړو نه چې د هغه بیرته کیناستي(تقاعدي) سرتیري له خوا پخیدل نه اوښتل خو د میز په سر شامپاین لکه د سیب په څیر مصرفیدل، هیچا د هغه د شتمنۍ او عایداتو په هکله اطلاع نه درلوده او هیچا هم دا زړورتوب نه کاوه چې له هغه څخه له دې امله پوښتنه وکړی. کتابونه چې يي درلودل ډیری یې پوځي او رومانونه وو. په خپله خوښه يي خپل کتابونه هرچاته د لوستلو له پاره ورکول او هیڅکله يي نه ترې غوښتل او په همدې ډول امانت کتابونه یې هم په هیڅ ډول بیرته نه ورستنول. د هغه د ډیرو مهمو کارونو څخه یو يي په تمانچې سره د مرمۍ ویشتنې تمرین وو. د کوټي دیوالونه يي د تمانچې د ګولیو لګیدو له امله لکه د شاتو د مچیو د ځالی په څیر سوري، سوري او ګوک شوي وو. د هغه د زړې کوټې ښکلا او ښایست یوازې د هغه ارزښت لرونکې تمانچې مجموعه وه. هغه مهارت چې يي د تمانچې په مرمۍ ویشتنه کې تر لاسه کړی و. هیښند
( تعجب ور) او د انګیرنې وړ نه وو او که يي چیرته شرط تړلی وای چې ګلاب د یوه سړي په خولۍ باندې کیږدي او هغه به يي په مرمۍ وولي نو زموږ د پوځ له افرادو هیڅ یوه فرد ته په دې کې کوم شک نه پاتې کیده او سملاسي یې بې له ویرې خپل سر د ده په واک کې ایښود زموږ غونډې ډیر ځله د دوئل په هکله وي. سیلویو( د هغه نوم سیلویو ږدم) هغه به هیڅکله په دې غونډو کې ګډون نه کاوه، که به د هغه نه چا وپوښتل چې دوئل دي کړی دی؟ په سوړوالی سره به يې ورغبرګه کړه: هو داسې پیښه شوې ده. خو جزئیات یې نه راسپړل او څرګنده وه چې له دغسې پوښتنو څخه يي ښه نه راتله. موږ انګیرله چې یوه ورځ په ګولۍ ویشتنه کې د هغه ویروونکي مهارت له کبله د یوه بخت ګرځیدلي د قربانۍ سبب شوی او دغه امر د هغه په وجدان باندې لکه دورند پیټی هسې دروند والی کوي. په هر ډول هغه په هیڅ توګه زموږ په فکر کې نه راګرځیده چې په هغه کې د ویرې شتوالی وانګیرو یا تصورکړو بڼه يي دغسې انګیرنې(تصورات) له خلکو لیرې کوي خو یوې غیرې منتظره پېښې موږ ټول هلک پک کړو. یوه ورځ موږ لسو تنو منصبدارانو د هغه په کور کې د شپې ډوډۍ خوړه. د معمول سره سم په میخواري کې ډیری وشو. له ډوډۍ خوړلو وروسته مو په ډیر ټینګار له کوربه څخه وغوښتل چې موږ ته د بانک لوبې ( قماروهلو) امکانات چمتو کړي. هغه څو ځله زموږ غوښتنې په شا وتمبولې ځکه کابو هیڅکله يې قمار نه وو وهلی. په پای کې زموږ خپل ټنګار کار وکړ. دستور یې ورکړ چې پاڼې«قطعې» راوړې! د میز شاته کیناست؛ د پینځوسو مناتې په شاوخوا کې یې له کڅوړې«جیب» نه ویستل او په میز باندې يي واچول. موږ د هغه په شاوخوا کړۍ وتړله او لوبه پیل شوه. سیلویو لکه د پخوا په شان د لوبې په ترڅ کې په شونډو باندې د چوپیتا مهر وواهه. هیڅکله یې خبرې نه کولې او څه یې سپړل هم نه. که به سیال(حریف) په شمیر کې تیروتنه کوله یايي اضافه اچونه بیله ځنډه یې هغه ورتمبوله یا يي اضافه د هغه په ستنیدوکې یاداښت کوله؛ موږ د ده په دغه خصلت خبر وو او محاسبه مو ده ته پریښوده خو زموږ هماغه د بیګانۍ ټولنې یو منصبدار و. چې نوی زموږ پوځي ځای ته را منتقل شوی و. هغه هم په لوبه کې ګډون درلود او د حواسو د خرابې له امله یې په خپله برخه کې دوه ځلې وړ نه ولیکه. سیلویو په همدې شیبه کې ګچ را واخیست او لکه د پخوا په څیر یې رقم سم
( تصحیح) کړ. منصبدار چې سوچ وواهه سیلویو تیروتی نو یې خبرې پیل کړي.
خو سیلویو همداسې غلي خپله لوبه اوږدوله، منصبدار چې حوصله یې توره تنګه شوي وه د ماهوتو پاک کونکی يي را اوچت کړ او هغه څه يې چې تر پام ناسم ورتله سره وموښل. سیلویو بیرته ګچ راپورته کړ او هماغه پخوانی لیکلی عدد یا رقم یې ولیکه.
په هغې شیبه کې چې منصبدار د شرابو د نېشې د قمار دهیجان او د دوستانو د ملنډو له امله لکه اور داسې شوی و. دغه حالت يې د ځان له پاره سپکتیا وګڼله په لیونتوب سره يي یوموټی شمعمدان را اوچت کړ او د سیلویو لوري ته يي ور وویشت. سیلویو په کړاو سره وکولای شول خپل سر پټ کړي او د هغه د واري(ضربت) څخه ځان وساتي.
موږ ټول شرمنده او نا ارامه شوو. سیلویو چې له قهره یې بڼه الوتي وه او له سترګو يي د اور بڅرکې اوریدل له ځایه پاڅیده او ويي ویل: « ښاغلي آقا؛ لطفاَ تشریف یوسه او له څیښتن څخه مننه وکړه چې دا پیښه زما په کور کې وشوه.» هیچا د کار په وروستنیو( عواقبو) کې تردید نه درلود. او موږ ټولو زموږ نوی ملګری د وژل شویو په ډله کې راوست. منصبدار بهر ووت او ویې ویل: چې هر رنګه کوربه غواړې د دغې سپکتیا له عهدې نه به ووزي. لوبه څو شیبې نوره هم اوږده شوه؛ خو چې کتل مو د کورڅیښتن د لوبې حال نه درلود، یو په بل پسې د میز له شاوخوا پاڅیدو خپلو کوټنیو ته لاړو او په لاره کې مو د هغوو رخصتیو په هکله چې په مخکې مو وي خبرې اترې کولې. د هغې ورځي په ګهیځ مو په مانژ کې د یو او بل څخه د هغه بیوزلي منصبدار په هکله پوښتل چې آیا تر اوسه ژوندی دی. او که یه؟ چې په خپله را ښکاره شو.
همداغه پوښتنه مو د ده څخه وکړه. هغه وویل: چې تر اوسه د سیلویو څخه کومه خبره نشته، دغه پیښه زموږ د هیښتیا توسن شوه.
موږ د سیلویو کورته لاړو. کتل مو چې هغه د کور په انګړ کې د تمانچې د مرمۍ ویشتنې په تمرین بوخت دی. تش څیزونه يې د انګړ په وره میخ کړي او مرمۍ په مرمۍ پسي په هغوو ډزې کوي. هغه لکه د پخوا په څیر موږ ومنلو او یوه کلمه یې هم د شپې د پیښې څخه په ژبه رانه وړه.
دری نورې ورځې هم ووتي، خو منصبدار لا ژوندی وو. موږ په هیښتیا سره یو له بل نه پوښتنه کوله: آیا په رښتیا سره به سیلویو هغه دوئل ته راونه بولي؟
هوکې سیلویو هغه دوئل ته را ونه غوښت، هغه یوازې د منصبدار په هغه لنډه توضیح چې کابو د عذر غوښتنې جنبه یې درلوده بسنه کړې وه او د هغه سره پخلا شو. دې پیښې د هغه حیثیت ته لوی زیان ورساوه. سیلویو نور د ځلمیو منصبدارانو په منځ کې هغه پخوانی باور او اغیز نه درلود. د میړاني نشتون داسې څه نه دی چې ځوانان دې ورته په پټو سترګو وګوري. د هغوئ په اند چې میړانه د یوه انسان د وړتیا او لوړوالی ورستی حد او د ټولو عیبونو پټوونکی ده. له دې سره سره لږ لږ دا هرڅه هیر شول او سیلویو زموږ په منځ کې بیرته پخوانی اعتبار وموند. یوازې زه ومه چې نه مې شوای کولای نور هغه ته ځان ور نژدې کړم. زه طبیعتأ یو خیالی او احساساتي سړی وم. تر نورو ډیر مې سیلویو ته د یوه معمائي او لکه د رازلرونکی ناول د اتل په توګه کتل، له همدې کبله مې ورسره زړه تړلی و. د هغه هم را سره جوړه وه، کله به چې زه ورسره ومه نو لږ ترلږه به یې هغه تیزه او نیښ لرونکي ژبه څنډې ته کیښوده. په ساده او له پاک زړه به يي راسره د د بیلابیلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې کولې. خو له هغې شومې شپې وروسته یې زما په اند چې شرافت لکه دارغوندې شو. یا یی دا داغ او لکه تر اوسه پورې پاکه نه شوه. په خپله دی ګناه ګار دی. داسې سوچونو به تل ځورولم. او دې ته يي نه پریښودلم چې له هغه سره لکه د تیر په څیر د زړه خواله وکړم او یا ورسره هماغسې آزاد اووسم، خو سیلویو ډیرهوښیار او ازمویل شوی و. زما کړنو ته یې ښه پام و. داسې نه وو چې دی په دې نه پوهیده بلکې ښه ورباندې پوهیده. ښکاره خبره وه چې دغې پیښې دی هم خپه کړی او زړه یې تنګ و. دوه درې ځله مې پام شو چې زړه يي دی ماته په دې هکله یوڅه وضاحت راکړي. خو ما به ترې ډډه کوله، له همدې کبله دی هم له ګوښه شو. له هغې وروسته زما او د ده لیده کاته به د دوستانو سره یوځای کیدل. زما او د ده دوستانه لیده کاته، خبرې اترې نورې نوې نه شوې. د پایتخت، بوختو او ویرجنو وګړو نه شوای کولای. د کلیو او یا هم د کوچنیو ښارونو د وګړو په ژوندانه کې ورځنۍ ستونزې درک کړي او آن له هغوو سره يي بلدتیا هم نه لرله. یوه ستونزه هم د پُستي لیکونو ترلاسه کولو ته انتظار و. د سې شنبې او جمعې ورځي به زموږ قطعه له منصبدارانو ډکه وه. یو به د پیسو د حوالې په انتظار و، بل به لیک ته سترګې په لاره و. بل به بیا د ورځپاڼې په تمه و. دوئ به لیکونه همالته پرانیستل، یوه او بل ته به نوي خبرونه او زیري اورول، لنډه دا چې د د قطعې دفتر به له شور او ځوږه ډک و. د سیلویو لیکونه به هم ده ته د قطعې په پته را رسیدل او هغه به هم د سې شنبې او جمعې په ورځو باندې په منظمه توګه دلته راته. یوه ورځ يي ورته لیک په لاس ورکړ. هغه د لیک پاکټ په بیړه پرانیست. هغه په داسې حال کې چې لیک يي په بیړه بیړه تر نظر تیراوه سترګې يي ځلیدې. د پوځې قطعې منصبداران ټول د خپلو لیکونو په لوستلو بوخت وو. د سیلویو حال ته د دوئ پام نه شو. سیلویو هماغسې چې خپل لیک ولوستلو ويي ویل: ( ښاغلو!) حال او پیښې داسې په ګوته کوي چې ژر به دا ځای پریږدم. زه نن شپه روانیږم. هیله من یم زما بلنه رد نه کړئ او د وروستي ځل له پاره راشئ چې غرمنۍ سره وخورو. بیا يي ماته مخ را واړاوه او راته يي وویل:« تاسو ته هم انتظار یمه، خامخا به راځي، زه انتظار یمه» دا خبرې يي وکړې او له ودانۍ ووت. موږ هم وروسته د را ټولیدو او یو ځای کیدو ځای د سیلویو کور وټاکه او له دې سره خپلو کورونو په لوري ستانه شوو.
زه په خپل وخت د سیلویو کورته ورسیدم. د پوځي قطعې ټول منصبداران مې د هغه په کور کې وموندل. ده د کور ټول لوښي، کالي او… ټول کړي وو. یوازې لوڅ او په مرمیو سوري شوي دیوالونه په خپل ځای پاته و. زه د میز په لوري لاړم. کوربه په ښه حال او خوشحاله و. ډیر ژر د هغه خوشحالې نورو ته هم ولیږیده. د شربتونوله بوتلونو مالوچې پوښونه اوسرونه له ځانګړو غږونو سره له یوه او بله الوتل. له ګازې او ځګ لرونکو شامپانونو نه ګیلاسونه ډکیدل او تشیدل، موږ هم د زړه له تله مسافر ته د ښه او بختور سفر هیله کوله. کله چې له میزه را پورته کیدو ډیر ناوخته شوی و. هغه مهال چې ټول تګ ته تیار وو. سیلویو له هر میلمه سره په لاس خدای پاماني کوله، کله چې ما غوښتل د باندې ووزم او ورسره خدای پاماني وکړم. نو ترمړوند يي ونیولم. په ټیټ غږ يي راته وویل: «غواړم له تاسره څه خبرې وکړم» زه هم پاته شوم.
میلمانه لاړل، زه یوازې پاته شوم، یو او بل ته مخامخ کیناستو، په پټه خولو مو پیت( چلم) کشولو ته زور ورکړ. سیلویو زړه ماتی او اندیښمن ښکاریده. نور يي په څیره کې هماغه شیطانې خوښي نه لیدله کیده. بلکې په بدل کې يي ویرجن او الوتی رنګ، ځلیدونکي شر اچوونکي سترګي او له خولې يي غوړسکه غوړسکه را وتونکو لوګيو د هغه له څیرې په رښتني توګه یو ابلیس جوړ کړی و. څو شیبې تیرې شوې او سیلویو چوپیتا ماته کړه. داسې يي وویل:
ـ ښايي موږ به نور یو او بل سره ونه وینو. تر بیلتون او جلاکیدو وړاندې مې غوښتل یوه خبره درته روښانه کړم. ته به دې ته ځیر شوی يي چې زه د نورو باورونو ته ډیر اهمیت نه ورکوم. خو ته را باندې ګران يي. زه داسې انګیرم چې زما له پاره به سخته وي چې تاسو ته یوه بې انصافه او نا خوښمنه خاطره په ذهین کې در پریږدم. د دې له پاره چې خپل پیت یې چې اوس یې اور غلی او ګل شوی و بیرته تازه کړي. خبرې يي پرې کړې. ما هم خپله چوپیتا را سره وساتله. سترګې مې کښته اچولې وی. هغه بیا خپلې خبرې پسې اوږدې کړي.
– زه داسې ګومان کوم چې تاسو به حیران شوي یاست چې ما ولي د هغې شپې له پيښې وروسته له هغه مست او بې شعوره څخه ونه غوښتل چې زما د خوښي او رضایت له پاره څه وکړي. تاسو پوهیږئ د وسلې د حق په غوره کولو سره د هغه ژوند زما په لاس کې و او په دغه دوئل کې زه کوم خطر هم نه ګواښلم: زه کولای شم په دې پیښه کې خپل نرموالی په ځوانمردي پورې وتړم. خو نه غواړم چې درواغ ووایمه، که ډاډمن وای چې پرته له دې ځان په خطر کې واچوم. له هغه سره حساب پاک کړم، هیڅکله به مې هغه نه و بښلی.
ما په حیرانتیا سره سیلویو ته کتل. دغه اعتراف زه سخت شرمنده کړم. سیلویو خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
ـ که کره خبره وکړمه زه حق نه لرمه چې ځان په خطر کې واچوم. شپږ کاله وړاندې یوه سړي زه په څپیړه ووهلم. هغه ژوندی دی. ما لا تراوسه له هغه څخه خپل غچ نه دی اخیستی. زما تلوسه لا ډیره شوه. له ده مې وپوښتل:
ـ له هغه سره مو دوئل نه دی کړی؟ یا دا چې وضعیت او حالات داسې شول چې تاسو له یو او بله لیرې شئ.
سیلویو راته وویل:
ـ نه، ما له هغه سره دوئل کړی دی او دا هم زما او د هغه ترمنځ د تن په تن جګړې نښه ده.
سیلویو له ځایه پورته شو. د بې پښو المارۍ له روک څخه يي یوه پیک لرونکي سره وزمه خولۍ چې ریتاړې او طلایې بندونه يي لرل را واخیسته او په سر يي کیښوده چې داسې خولۍ ته فرانسویان «bonnet de police» د پولیس خولۍ وايي: دا خولۍ د تندي له ځایه لږ لوړه په ګولۍ سورۍ شوې وه.
سیلویو خپلو خبرو ته دوام ورکړ:
ـ ته پوهیږي چې زه د پوځي لښکر د سپرو په کنډک کې وم. زما له خوۍ سره ټول بلد یاست. په لوړتیا غوښتنه باندې عادت شوی یم. د ځوانۍ له وختونو په ما کې د یاغيتوب خوۍ پیاوړی شوی دی. زموږ په وختونو کې شر او لانجې جوړونه یو موډ و. زه د پوځ یو شرجوړونکی منصبدار وم. په مستي او جنجالونو به مو ویاړکاوه: په می څیښلو کې مو د بورتسوف چې د مشهورشاعر دنیس داودیدوف له خوايي ستاینه شوې وه، لاسونه تر شا ورتړلي وو. په پرله پسي ډول به زموږ په پوځي لښکر کې دوئل کیده. ما به په دې ټولو جنګونو کې ګډون درلود یا به هم د یوه شاهد په توګه هالته ومه. زه خپلوملګرو ستایلم، خو زموږ د پوځي لښکر قوماندانان به دم په دم تبدیلیدل، زه به یې په غاړه کې د وبال طوق بللم.
ما په ډاډمن خاطر( یا له شراو جنجاله) چې زما د بي ساری شهرت لامل و، خوند اخیست. ترڅو چې یوه ورځ یو ځوان منصبدار چې له شتمنې او مشهوره کورنۍ څخه و. را ولیږل شو.
( زه نه غواړم نوم يي ووایمه) ما هیڅکله هم لکه د هغه په څیردومره بختور او د ښه چانس لرونکی سړی نه دی لیدلی. خیال او تصور يې هم نه شم کولای. ځواني، هوښیارتیا، ښکلا، خوښي او لیونۍ خوشحالي، میړانه، او بي پایه زړورتیا را کلا بند کړی و. له بی بندوبارې سره مل، شهرت، بې حسابه او بې پایه پیسې، دا ټول څه او خویونه په کې را ټول شوي وو. اوس نو تاسو فکر وکړئ چې داسې یوه سړي به زموږ په منځ کې څومره اغیز درلود. زما لوړتیا او لومړیتوب په لړزیدو شو. په لومړنیو کې چې هغه زما د شهرت او محبوبیت لیوال او ورته په زړه پوري و. له ما سره د دوستي په لټه کې شو. خو ما ورسره سوړ چلند وکړ. هغه هم له هیڅ ډول خواشینۍ پرته له ما څخه لیرې والی غوره کړ. ما له هغه کرکه کوله. په پوځي لښکر او د ښځو په منځ کې د هغه بریالیتوب زه د نهیلۍ تر بریده پورې رسولی وم. د یوې پلمې په لټه کې وم چې له هغه سره جنجال وکړم. زما نیښ لرونکو کنایو ته به هم په کنایو او ټوکو ځواب وایه : په خوښۍ، خندا او شور سره، چې هم به تیزې وي او هم توندې. ما به هیڅکله هم داسې انتظار نه درلود. هغه به دا هرڅه په شوخي ترسره کول، په داسې حال کې چې ما ورسره کینه کوله. بالاخره یوه شپه مې هغه د یوه لهستاني په کور کې د نڅاه په مجلس کې ولید. چې د ښځو په تیره بیا د کوربه میرمنې چې له ما سره يي اړیکې وي. د پام وړ و. په غوږ کې مې ورته ترخه خبره وکړه. هغه سره سکروټه شو او په غوږ يي یوه څپیړه راکړه. لاس مې تورې ته یووړ، څو میرمنې بې هوښه شوې، موږ يي له یوه بله جلا کړو. په هماغه شپه موږ د وئل ځای ته لاړو.
د لمر راختو وخت و. زه له دریو شاهدانو سره په هماغه ځای کې ورته انتظار ولاړ وم. په دومره بې صبرۍ سره چې صفت يي نه شم کولای ما د سیال انتظاریوست. د پسرلي لمر په ځلیدو شو. سیال مې له لیرې را ښکاره شو. هغه خپل پوځي کالي په توره اچولي و. او کرار کرار را روان و. له هغه سره یوازې یو شاهد و. موږ يي هرکلي ته ورغلو. چې ورته نژدې شوو و مو لیدل چې په لاس کې يي موټرسیکلي خولۍ ده او له ونو را شکولې ګیلاسونه یې په کې اچولي. شاهدانو زموږ تر منځ دولس ګامه واټن وټاکه. لومړی باید ما په هغه باندې ګولۍ ویشتلې وای. خو په وجود کې مې د غچ څپې په ټوپونو وي ویریدم چې ګولۍ به مې خطا لاړه شي. د دې له پاره چې یوڅه ارام شمه نو لومړی مې هغه ته د ګولۍ ویشتني وار ورکړ. سیال مې حاضر نه شو چې زما وړاندیز ومني. بیا مو پچه واچوله، لومړۍ شمیره د هغه په نصیب شوه. د بخت عنقا تل د هغه په سر کیني. هغه زه په نښه کړم او خولۍ يي را سورۍ کړه. زما وار شو. بالاخره مې ولیدل چې د هغه ژوند زما په لاس کې دی. ما هغه ته په حرص او لیوالتیا کتل ترڅو يي په څیره کې لږ ویره او ناارامي ووینم… هغه زما د تومانچې په وړاندې په ډیر ارام خیال ولاړ و. او د خولۍ له منځه يي پاخه پاخه ګیلاسونه راټولول او خوړل. مندکې به یې په کراره په شونډو داسې پوکولې. چې زما پښو ته به را لویدې. د هغه بې اعتنايي زه د لیونتوب تر بریده رسولی وم. له ځانه سره مې وویل: نو ګټه يې څه، چې د هغه ژوند ورنه واخلم، کوم چې دی ورته هیڅ ارزښت هم نه ورکوي.؟ په داسې حال کې چې هغه مې په تومانچه په نښه کړی و. یوه شیطانې اندیښنه مې په مغزو کې را وګرځیده. تومانچه مې را کښته کړه. هغه ته مې وویل: « تاسو لکه چې د مرګ په اړه فکر نه کوئ؟ اوس مهال د ناشتا په خوړلو بوخت یاست. نو زه ستاسو نه مزاحم کیږم په ارام خاطر ګیلاسونه نوش جان کړئ.» ځواب يي راکړ: « تاسو هیڅکله هم زما له پاره خنډ نه یاست، هیله کوم ډزې وکړئ… خو په هرحال هرڅرنګه چې مو زړه غواړي، د ګولۍ ویشتلو حق تاسو ته ساتلی دی. هرکله چې مو اراده وکړه زه مو په خدمت کې یم» ما شاهدانو ته مخ ور واړاوه او هغوئ ته مې وویل: زه نن ورځ قصد نه لرم چې ګولۍ وولمه او زموږ تن په تن جګړه هم پای ته ورسیده.
ما له پوځي لښکر څخه تقاعد واخیست. او په دې لیرې سیمه کې مې هستوګنه غوره کړه.
له هغې ورځي تر اوسه یوه شیبه به هم داسې نه وي تیره شوې چې زه به د غچ اخیستنې په فکر کې نه ومه. اوس د غچ اخیستلو وخت را رسیدلی دی… سیلویو هماغه لیک چې سهار یې تر لاسه کړی و له جیبه را ویوست او ماته یې راکړ چې ويي لولم. لیک یوه چا چې د ده مرستندوی و له مسکوه لیکلی و. په لیک کې يي کښلي و، مشهور سړی غواړې ډیر ژر له یوې ښکلي پیغلي سره واده وکړي.
سیلویو وویل:
ـ تاسو به اوس په یقین سره انګیرۍ چې دا مشهور سړی څوک دی. زه اوس مسکو ته ځمه څو ووینمه چې دی اوس هم لکه د واده له کلونو وړاندې هما غسي بې باکه دی . چې د دوئل په وخت یې ګیلاسونه خوړل او له مرګه يي هرکلی کاوه؟
سیلویو د خبرو خبرو په ترڅ کې له ځایه پورته شو. خپله خولۍ یې د کوټې په غولي وغورځوله او لکه په قفس کې غوسه ناک پړانګ د کوټې سور او اوږدوالي يي په ګام کړ. زه چوپ ومه او له حرکت پرته مې د ده خبرو ته مې غوږ نیولی و. زه حیرانونکواو متضادو احساساتو را پارولی وم.
نوکر یې راغی، ده ته یې خبر ورکړ چې اسونه تګ ته چمتو دی. سیلویو زما لاس ټینګ کیکیښ، موږ یو او بل ښکل کړ. هغه په یوه وړه سفري بګې کې سپور شو. چې په کې دوه واړه بکسونه ایښي وو. په یوه بکس کې د ده تمانچې او په بل کې یې کالي ایښي وو. موږ بیا هم له یوه او بل سره خدای پاماني وکړه. اسانو حرکت وکړ.
۲
څوکاله تیر شول زه اړ شوم چې د کورنیو ستونزو او حالاتو له کبله … د ولایت په یوه لیري بیوزله کلي هستوګنه غوره کړم. که څه هم هالته هم زه په خپله دنده کې بوخت وم. خو تل به مې د تیر ژوند د شوراو بې بندوباریو له کبله له خولې اهونه ایستل. د مني او ژمې په اوږدو شپو کې یوازیتوب راته ډیردردناک او ستړی کوونکی و. تر غرمې به مې چې هر ډول و وخت تیراوه: د کلي له ملک سره به مې خبرې کولې. او په خپلو کارونو پسي به سپور ووتم یا به هم د کار نویو ځایونو ته ورتلمه خو همدا چې هوا به تیاره شوه نور به نه پوهیدمه چې څه وکړمه. څو کتابونه مې چې له هغه او دغه ځایه را پیدا کړي وو دومره ډیر ولوستل چې اوس مې په یاد وو. ټولې کیسې او افسانې چې زما د کور د خادم کریلوونا په یاد وي په ځلونو ځلونو یې راته تکرار کړې وي. د کلیوالو ښځو سندرو زه خپه کولم. د کورنیو شربتونو څیښلو ته مې مخه کړه. خو زه به يي سر درد کولم. په دي سربیره زه ویریدم چې می څیښونکی به شم، ډاریدم چې د غم له زوره به په یوه روږدې بدل شم. زموږه په ناحیه کې د داسې روږدو ډیري بیلګې موجودې وي. زموږ په ګاونډیانو کې له دوو دریو تنو پرته نور له هغووغوسه ناکوعرق څیښونکو څخه څوک نه ول. چې هغوئ به هم تل د خبرو په وخت کې یا قی کاوه یا به يي ارږمۍ ایستي. یوازیتوب د زغملو وړ و خو له دوئ سره خبرې اترې کول نه. زموږ د کلي په څه باندې یوه کیلو مترۍ کې ملک آباد له جوشه ډک و. چې دا هم د کنتس ب… اړوند و. خو هالته یوازې د هغه خدمتګار اوسیده، کنتس یوځلې هغه هم د واده په لومړي کال هالته راغلی و. یوه میاشت يي په ملک آباد کې ژوند کړی و. زما د ګوښه توب ژوندانه په دوهم پسرلي کې اوازه شوه چې کنتس به له خپلې میرمنې سره د دوبي د ورځو تیرولو په مقصد خپل هستوګنځي ته راشي. همداسې وشول هغوئ د جون میاشتې په پیل کې را ورسیدل. د شتمنو ګاونډیانو را رسیدل د کلي د خلکو له پاره یوه مهمه پیښه ده. د دوئ په اړه ملکانو او نورو خدمتګارانو یې لږ تر لږه له دوومیاشتو مخکې خبرې کولې او تر دریو کلونو وروسته به هم دا خبرې کوي. خو هغه څه چې په ما پورې اړه لري دا دي چې د ځوان او ښایسته ګاونډي راتګ په ما هم سخت اغیزښیندلی دی. زه يي د لیدلو د انتظار په اور کې سوځمه. له همدې کبله د دوئ له راتګه وروسته د لومړنۍ یکشنبې ورځي په مازدیګر… کلی ته لاړم. څو ورته د نژدې ګاونډي او اخلاصمند خدمتګار په توګه ورته د درناوې مراتب وړاندې کړم. د کور خدمتګار زه د کنت دفتر یوې کوټې ته بوتلم او په خپله لاړ چې زما له راتګه ښاغلی او میرمنه يي خبرکړي. د دفتر دا کوټه لویه او له مجللو کالیو اولوښو ډکه وه. د دیوال خواته د کتابونه څو المارۍ ایښودل شوې وي. په هره المارۍ باندې یوه نیم تنه برنجې مجسمه هم لیدله کیده. د مرمري دیوالي بخارۍ په مخکې یوه لویه آیینه ولاړه وه. د کوټې په لرګین غولی باندې شین فرش غوړول شوی و، چې ورباندې غالۍ هواره وه. زه اوږده موده کیږي چې په خپله فقیرانه جونګړه کې له تجملاتو لیری وم او کلونه کیږي چې د نورو شتمنۍ مې هم نه وه لیدلی داسې مې انګیرله چې ډاریږم او لکه یو ښاري وګړی چې د خپلې غوښتنې له پاره د دربار وزیر ته حاضریږي له یو ډول ویرې اولړزې سره کنت ته انتظار شومه. ور خلاص شو د ښکلو اندامونو او ښکلا لرونکی دوه دیرش کلن سړی را ورسیده. کنت په خوښۍ او دوستۍ ماته را نژدې شو. ما هڅه کوله چې عادي حال ته را وګرځیږم. ځان ور وپیژنم اودرناوی ورته وکړم، خو هغه ماته وخت رانکړ ترما مخکی شو. موږ کیناستو هغه له تکلف پرته په مینه خبرې کولې له همدې امله وه چې زه عادي حال ته را وګرځیدمه، شرم او خجالت مې یوې خواته شول. ناڅاپه کنتس راغله په ما تر پخوا ډیر شرمناک حال واکمن شو. هغه رښتیا هم ډیره ښکلې وه. کنت زه ورته ور وپیژندلم. هرڅوره مې چې کوښښ کاوه عادي حالت غوره کړم نه کیده. هرڅومره چې مې کوښښ کاوه حال مې خرابیده. کوربانه د دې له پاره چې ماته وخت راکړي ترڅو ځان راټول کړم په خان واکمن او له نویو اشنایانو سره بلد شمه په خپلو منځو کې په خبرو بوخت شول له ما سره يي لکه د یوه پخوانی او ښه ګاونډي په توګه چلن خپل کړ. ما هم له همدې موقع ګټه واخیسته او په کوټه کې په ګرځیدو شوم. د کتابونو او انځورونو په ننداره بوخت شوم. زه د رسم او نقاشي په هنر کې مهارت نه لرم خو یوې تابلو مې پام ځانته ور واړاوه چې دا تصویر د سوئیس تصویر و. هغه څه چې زما د پام وړ وګرځیدل د انځورګري سبک نه و، بلکې په پرده کې د یوې ګولۍ سوری و چې له ورایه ښکاریده. داسې ښکاریده چې دوه ګولۍ په یوه ځای لګیدلې وی. کنت ته مې مخ ور واړاوه او بیا مې ورته ویل:
– «څومره حیرانونکې ګولۍ ویشتنه ده» ويي ویل: «هوکي ډیره حیرانونکې مرمۍ ویشتنه ده» او له ما يي وپوښتل: «تاسوڅنګه ماهر مرمۍ ویشتونکی یاست؟» ورته ومې ویل: « زه هم ښه نښه ولم » زه خوشحاله شوم چې بالاخره زموږ خبرې یوې پایلې ته ورسیدې. او زه په دې خبرو یوڅه خبرومه. ما خپلو خبرو ته دوام ورکړ.« په دیرش ګامه کې مرمۍ خطا نه ځي او د لوبو یوه پاڼه هم ویشتلای شم خو چې تومانچه مې خپله وي» کنتس په ډیر غور زما خبرو ته غوږ نیولی و. راته يي وویل: « رښتیا؟ بیا يې مخ خپل میړه ته ور واړاوه ورنه يي وپوښتل: ګرانه! ته څنګه، ایا کولای شي په دیرش ګامه کې د لوبو یوه پره وولي؟» کنت ورته وویل: « یوه ورځ به يي وازمویم. یو وخت زه هم ښه نښه ویشتونکی وم، خو څلور کاله وشول چې په لاس کې مې تومانچه نه ده نیولې» زه يي د خبرو په منځ کې ورولویدمه ورته مې وویل: « نو چې داسې ده زه له تاسو سره شرط تړمه چې په شل ګامه کې به هم د لوبوپره ونه ویشتلای شي. په نښې ویشتلو کې اړینه ده چې هره ورځ تمرین وشي. زه په دې کار کې تجربه لرمه. په خپل پوځي لښکر کې زه یو ښه نښه ویشتونکی ګڼل کیدم. یو وخت داسې شول چې په یوه میاشت کې مې هم تومانچه لاس ته را ونه رسیده، ځکه چې تومانچې مې د ترمیم او جوړیدو له پاره ورکړې وي. جناب اشرفه؛ له هغه وروسته مې یوځل وغوښتل چې نښه وولم خوپه پینځه ویشت قدمه کې هم ونشوای کولای چې یو بوتل وولمه. په پرله پسې رانه توګه څلور مرمۍ خطا لاړې. زموږ د پوځي کمپنۍ قوماندان ټوکي او مسخره کوونکی او شوخ سړی و. هغه چې د دې پیښې شاهد و. ما ته يي مخ را واړاوه او ویې ویل:« داسې ښکارې چې د تا په بوتلونو لاس نه پورته کیږي.» خیر، حضرت اشرفه؛ دا کال لټۍ نه شي زغملای. باید هره ورځ تمرین وکړي او کنه نښه مو هیږیږي. «ښه نښه ویشتونکی چې پیژنم هره ورځ به يي لږ ترلږه درۍ ځلې تر ډوډۍ خوړلو مخکې نښه ویشته. هماغسې چې به يي تر ناشتې مخکې یو ګیلاس شربت څښل اړین بلل. دا کار هم ورته له لومړیتوبونو څخه و» کنت او کنتس دواړه خوشحاله ول چې زه په خپل حال شومه او په خبرو راغلم. کنت وپوښتل :«هغه څنګه مرمۍ ویشتونکی و؟» ورته ومې ویل: « یو ناپیژاندی او بې کسه مرمۍ ویشتونکی، کله به یې چې ولیدل مچ په دیوال ناست دی… اغلې کنتس، تاسو ته خندا درځي؟.. خو هغه څه چې زه وایم په خدای سوګند چې رښتیا دي. کله داسې هم پیښه شوې ده چې و به یې لیدل مچ دی نو ژر به يي خپل خدمت ګار کوزکا ته ورنارې کړې. کوزکا! تومانچه مې راوړه! کوزکا به ورته ډکه تومانچه راوړه. ده په هماغه لومړنۍ مرمۍ مچ په دیوال ننوست!» کنت وویل: « دا خو ډیرماهر و نوم يي څه و؟» – «ښاغلي اشرفه؛ نوم يي سیلویو و» کنت په خپل ځای کې پورته غورځار شو چیغه يي کړه: « سیلویو؟.. تاسو سیلویو پیژاند؟» – « هوکي، حضرتا، هغه مې پیژاند. سیلویو زما ملګری او دوست و. هغه زموږ په لښکر کې د یوه دوست او ملګري په توګه منل شوی و. خو پینځه کاله کیږي چې له هغه نه معلومات نه لرم. لکه چې تاسو جناب هم له هغه پیژاند؟» – هوکی هغه مې پیژاند، ښه مې هم پیژانده ایا هغه تاسو ته د یوې پیښې په اړه څه خبره نه وه کړې؟..» نه، عالی جنابه؛ څه يي نه وو ویلي، تصور هم نه کوم… د یوې حیرانونکې پیښې په اړه يي تاسو ته کیسه نه وه کړي؟… – عالیجنابه! ښايي تاسو به هاغه څپیړه یادوئ چې یوه شپه د مستۍ په محفل کې یوه جګ او ډانګيي سړي سیلویو په مخ وهلی و؟» – هوکي آیا د هغه عیاش، بې باکه او بي مغزه سړي نوم يي تاسو ته نه وو یاد کړی؟
ـ نه نه عالیجنابه؟ نه دی ویلی…»
په دغه وخت کې زه لږ لږ د پیښې په حقیقت وپوهیدمه. په ناارامي سره مې خبرو ته دوام ورکړ ورته ومې ویل: « اه، عالیجناب اشرفه؛ وبښه… زه نه پوهیدم… هغه خو تاسو نه واست؟… کنت په ډیرې نا ارامۍ سره ځواب راکړ:
ـ بلي زه ومه. دا تابلو چې ګوري. دا هم په یوه ګولۍ سورۍ شوې ده. دا زموږه د وروستۍ لیدنې یادګار دی… کنتس وویل: – ګرانه! ته او خدای که به نور نو هغه پیښه یادوې، اوریدل يي هم ماته ویره ونکې دي» کنت د خپلې میرمنې غوښتنه ونه منله ويي ویل: «نه زه ټوله کیسه ورته کومه. دی خبر دی چې ما څنګه د ده د ملګري سپکاوی کړی دی او اوس باید دی وپوهیږي چې سیلویو له ما څنګه خپل غچ واخیست. کنت ماته وویل: – ته کینه! او ما هم په ډیر دقت او ژور ځیر سره د هغه کیسه واوریدله:
« پینځه کاله وړاندې مې واده وکړ. د واده لومړۍ د شاتومیاشت the honey moon مو په همدې کلي کې تیروله. په همدې ماڼۍ کې زما د ژوند خوږې او ښې شپې تیرې شوې دي. او زما د ژوند یوه ترخه خاطره هم په همدې ځای پورې تړلې ده. یو مازدیګر زه او میرمنه مې په اسونو سپاره چکر ته تللي وو. د ښځې آس مې سرکښې پیل کړه. هغه وویریده، له آسه پلې شوه. د آس قیضه یې ماته راکړه. دا په پښو د ماڼۍ په لور را روانه شوه. زه له تیزو او ګړندیو آسانو سره ماڼۍ ته تر دې مخکې را ورسیدم. د ماڼۍ په بڼ کې مې یوه سفري بګۍ ولیده. ماته وویل شول چې په شخصي کوټه مو یوڅوک درته انتظار دی، خپل نوم یې نه وایه یوازې يي وویل: چې زما سره کار لري. همدې کوټې ته را ننوتم، په تیاره کې مې یو سړی ولید چې بخارۍ ته نژدې ولاړ و. د سفر دوړو يي لا هم سر او مخ ور پټ کړی و. ږیره يي هم رسیدلي وه. ورته ورنژدې شومه هڅه مې وکړه چې هغه را په زړه کړمه. هغه په لړزیدلي غږ وویل: «کنت، لکه چې زه مو ونه پيژندلم؟» ما چیغه کړه ورته مې وویل: « سیلویو!» او په ډاګه وایمه چې حس مې کړه چې په بدن مې ویښتان ځځغ شول. هغه زیاته کړه هوکي په خپله یمه د نښې ویشتلو وار مې دی، راغلی یمه چې خپله تومانچه تشه کړمه، ته څنګه یې چمتو یې؟» د سیلویو تومانچه چې سر یې د بغل له جیبه راوتلی و لیدله کیده. ما دولس ګامه واخیستل او د کوټې په دې ګوښه کې ورته ودریدم او له هغه مې وغوښتل چې هرڅومره ژر ترڅو چې مې میرمنه کورته نه وی راستنه شوې ډزې وکړه. خو هغه بیړه نه لرله او څراغ يي وغوښت. څو شمعې راوړلې شوې. ما ور وتاړه او لار ښوونه مې وکړه چې څوک کوټې ته دننه نه شي. له ده مې دوهم ځله هیله وکړه چې ژر ډزې وکړ. هغه يې له جیبه تومانچه را ویاستله ماته مخامخ ودریده… ما شیبې شمیرلې… د خپلې ښځې په فکر کې ومه. یوه دقیقه تیره شوه، ویره ونکې دقیقه… سیلویو خپله تومانچه کښته کړه. بیا يي وویل: « په خواشینۍ سره چې تومانچه مې د ګیلاسو له مندکو نه ده ډکه … مرمۍ يي اوسپنیزې او درنې دي… زما په اند زموږ دا کار دوئل نه دی. بلکې ډیر انسان وژنې ته ورته دی. زه داسې خوۍ نه لرمه چې په بې وسلې سړي باندې ډزې وکړم. دوئل به له سره پیل کړو. بیا به پچه واچوو چې روښانه شي څوک باید لومړی ډزې وکړې» سر مې راباندې وګرځیدو… ټیک مې په یاد نه دي… خو داسې راته معلومیده چې ما ورسره موافقه نه کوله… بالاخره موږ یوه بله تومانچه هم ډکه کړه. دوه کاغذونه مو وپیچل. سیلویو د پچې( قرعې) کاغذونه په همهغې سورۍ خولۍ کې چې یو وخت زما مرمۍ سورۍ کړې وه واچول، یو کاغذ مې را واخیست او بیا هم لومړۍ شماره زما وخته. په داسې موسکا سره چې زه یې هیڅکله نشم هیرولای وویل: « کنت، ته له تصور او خیال پورته ډیر بختور او چانس لرونکی يي.» نه پوهیږمه چې په څه حال ومه او څنګه هغه وکولای شول چې ما ډز کولو ته اړ کړي… ما ډز وکړ مرمۍ خطا لاړه او همدا تابلو يي سورۍ کړه.( کنت په ګوټه باندې د تابلو سوری ځای را وښود، له ډیرې ویرې يي مخ سور شوی و. او لکه اور سوځیده. د کنتس رنګ هم الوتی و. مخ يې په لاس کې نیولي دستمال نه هم تک سپین و. ما ونه شوای کولای ځان را کابو کړم اوله هیښتیا مې چیغه کړه.)
کنت خپلې خبرې پسې اوږدې کړي: « هوکي ماشه مې کیښله او ډز مې وکړ خو د خدای شکر چې مرمۍ مې خطا لاړه. په هغې شیبه کې سیلویو… په رښتیا هم ډیر قهریدلی و. سیلویو خپله تومانچه پورته کړه. او زه د نښې ځای ته لاړم، دی په نښه نیولو بوخت و. چې ناڅاپه ور خلاص شو. او ماشا* وارخطا په کوټه را ننوته، چیغه يي کړه او زما په غاړه کې را ولویده. د هغې شتون زما زړه را غښتلی کړ. ورته مې وویل: ګرانې ته نه ویني چې موږه لوبه کوو؟ له څه وډاره شوې. دا به ښه وي چې یوه پیاله اوبه وڅیښي او بیا موږ ته راشي. چې بیا خپل پخوانی ملګری درته در وپیژنمه.» ماشا نه منله زما په خبرو یې باور نه کاوه، سیلویو ته یې چې په څیره کې قهراو غوسه له ورایه ښکاریدل مخ ور واړاوه له هغه یې وپوښتل: « میړه مې رښتیا وايي؟ تاسې دواړه رښتیا شوخي کوئ؟» سلیویو په ځواب کې وویل:« کنتس، ستاسو میړه تل له ما سره شوخي کوي، یوځل يي په شوخي سره په غوږ څپیړه راکړه. بل وار يي په شوخي زما خولۍ را سورۍ کړه، همدا اوس يي هم په شوخي په ما ډز وکړ خو مرمۍ يي خطا لاړه، اوس مې هوډ داسې دی چې یوځل له هغه سره شوخي وکړم…» دا يي وویل او تمانچه يي پورته کړه. څو ما په نښه کړي… هغه هم د ښځي په مخکې مې! ماشا د هغه پښو ته ورولویده، ما په زوره چیغه کړه: « ماشا پورته شه، شرم دی. ښاغلیه، تاسو د یوې بې ګناه ښځي له سپکاوي لاس نه اخلۍ. ایا ډز کوي کنه؟» سیلویو ځواب راکړ: « نه ډز نه کوم، زه خپل مقصد ته ورسیدم، اوس زه خوښ یمه، ما ستا په څیره کې ډار او خپګان ولید، ماته مجبور کړي چې دوهم ځل په ما ډز وکړي. همدا زما له پاره بسنه کوي. په همدې قانع یمه. هیڅکله به ما هیر نه کړي، تا خپل وجدان ته پریږدمه» په دغه وخت کې د وره په لوري لاړ. د وره خواته چې ورسیده مخ يي را واړاوه. سورۍ شوې تابلو ته يي وکتل، پرته له دې چې نښه ونیسي. ډز يي وکړ او ټیک هماغه ځای يي وویشت چې زما په ګولۍ سوری شوی و او له دې سره د باندې ووت. ښځه مې بې هوښه شوې وه. زما ساتونکو دا جرئت ونکړ چې د هغه مخه ونیسي. په ډار ډار يي هغه ته کتل، د زینو په مخکې ودریده خپل بګۍ وان ته يي ورنارې کړې. مخکې له دي چې زه په خپل حال شمه دی وړاندې تللی و.
کنت غلی شو. په دې توګه زه د هغې کېسې له پایه هم خبر شوم چې پیل يي ما د سیلویو له خولې اوریدلی و. زما له پاره د ډیرې حیرانتیا سبب و. د دغې کیسې اتل مې بیا ونه لیده. داسې ویل کیږي چې سیلویو د الکساندر ایپسیلانتی[1] د پاڅون په وخت کې د هتیریستانو[2] د یوې ډلې مشرشو او د سلکولیاني [3]په جګړه کې ووژل شو.
[1] آلکساندر ایپسیلانتی (۱۷۸۳-۱۸۲۸) قوماندان و چې له عثمانی امپراتوري سره په جګړو بوخت و.-
[2] هتیره – یوه پټه یوناني ډله وه چې په ۱۸۲۸ کال کې یې د عثماني امپراتوری په وړاندې جګړه کوله –
[3] سکولیاني د بروت سین په غاړه کلی دی چې هالته یوناني هتیریستانیانو د عثماني امپراتوري په وړاندې جګړه وکړه او د دوۍ په ماتې تمامه شوه