تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۳۰ مه) دا کوم پټ راز نه دی چې باکیفیته خوب د ښې روغتیا لپاره ډېر مهم دی.
اوس یوې نوې څېړنې موندلې ده چې د ویده کېدو وخت هم د زړه د روغتیا د ښه کېدو لپاره مهم رول لري.
په دې څېړنه کې، چې په «یورپین هارټ جرنل ډیجیټل هېلت» کې خپره شوې، دا ارزول شوي چې د خوب وخت او د زړه د ناروغیو ترمنځ څه ډول اړیکه شته.
د همدې لپاره، په څېړنه کې د بریتانیا د ۸۸ زره بالغو کسانو د خوب اړوند معلومات وڅېړل شول.
د یوې اوونۍ لپاره د دغو کسانو د ویده کېدو او راویښېدو وختونه د ځانګړي ټریکر یا څرکلګوونکي له لارې ثبت شول.
څېړونکو همداراز د پوښتنلیکونو او نورو ازموینو له لارې د ګډونوالو د روغتیا او نور اړوند معلومات راټول کړل.
وروسته د نژدې شپږو کلونو لپاره د دغو کسانو روغتیا وڅارل شوه، او دا وکتل شول چې په څو کسانو کې د زړه ناروغۍ، لکه د زړه حمله، فلج، د زړه کمزوري (هارټ فېلېر) یا نورې ستونزې تشخیص شوې دي.
څېړنې وښودله چې د ویده کېدو ځانګړی وخت کولای شي د زړه د ناروغیو، په ځانګړي ډول د زړه د حملې خطر راکم کړي.
د څېړنې له مخې، هغه کسان چې د شپې له ۱۰ څخه تر ۱۱ بجو پورې ویده کېږي، د زړه د ناروغیو له لږ خطر سره مخامخ وي.
برعکس، هغه کسان چې د شپې له ۱۱ بجو وروسته ویده کېږي، د زړه د ناروغیو له زیات خطر سره مخامخ دي.
نیمه شپه یا تر هغې وروسته خوب کولای شي د زړه د ناروغیو خطر تر ۲۵ سلنې پورې زیات کړي.
څېړونکو منلې ده چې دا پایلې لا وروستۍ او قطعي نه دي او د کره کېدو لپاره یې لا ډېرو څېړنو ته اړتیا ده.
د هغوی په وینا، دوی تر اوسه د ویده کېدو وخت او د زړه د ناروغیو ترمنځ مستقیم علت او معلول ثابت نه شو کړای، خو پایلې دا ښيي چې ډېر ژر یا ډېر ناوخته ویده کېدل د بدن داخلي ساعت ګډوډوي او د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي.
څېړونکو زیاته کړې چې دا څېړنه دې ټکي ته اشاره کوي چې د خوب لپاره هم یو مناسب او مثالي وخت شته، چې د بدن له داخلي بیولوژیک ساعت سره سمون لري.