پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهروسیې یوازې ۲۰۰ افغانانو ته د کار وېزې ورکړي

روسیې یوازې ۲۰۰ افغانانو ته د کار وېزې ورکړي

تاند (پنجشنبه، د سلواغېږ دلوې ۱۶ مه) په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیبولین، وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغانان د مسلکي کاري ځواک په توګه روسیې ته تللي دي. د هغه په وینا، دا شمېر د روسیې د کار بازار پراخوالي ته په کتو «کابو صفر» بلل کېږي.

د روسیې د احصایو او ارقامو ویبپاڼې د راپور له مخې، حبیبولین ویلي چې دا ټول کسان د لوړ مهارت خاوندان او متخصصان وو او تر دقیقو ارزونو وروسته، د مشخصو او لنډمهاله پروژو لپاره روسیې ته داخل شوي دي. د هغه په خبره، تېر کال شاوخوا ۸۰ تنه او روان کال یوازې ۱۰ افغانانو ته د کار اجازه ورکړل شوې ده.

ده زیاته کړه چې دغو کارکوونکو نړیوال تصدیق‌لیکونه، په بهرنیو پروژو کې کاري تجربه او د روسي ژبې پوهه لرله، او ډېرو یې خپلې لوړې زده‌کړې د پخواني شوروي اتحاد یا د روسیې په پوهنتونونو کې بشپړې کړې وې.

د حبیبولین په وینا، د دغو متخصصانو د کار موده عموماً له درې تر شپږو میاشتو پورې وه او د کار له پای ته رسېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د روسیې د سوداګریز مرکز مشر ټینګار کړی چې دا مهال له افغانستان څخه د «پراخې کچې استخدام» موضوع نه ده مطرح، او په دې برخه کې هر ډول اقدام د بین‌الدولتي هوکړو، د ویزو د صادرولو مشخصو میکانیزمونو او د امنیتي پروسو دقیق نظام ته اړتیا لري.

تر دې وړاندېپه مسکو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت سفیر ګُل حسن تاس خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي و چې روسیه او طالبان د افغان کارګرو د جذب په اړه خبرې کوي. د هغه په وینا، طالبان چمتو دي ځوان، مسلکي او ماهر کاري ځواک روسیې ته د کار لپاره معرفي کړي، او په دې خبرو کې د مثبتو پایلو ترلاسه کولو زمینه شته.

د اوکراین د جګړې له کبله روسیه د کارګرو له شدید کمښت سره مخامخ ده. راپورونه وايي چې په وروستیو کې روسیې پر هندي کارګرو اتکا ډېره کړې ده. په ۲۰۲۵ کې روسیې ۵۶ زره هندیانو ته په خپل هیواد کې د کار لپاره وېزې ورکړي دي،

ګل حسن زیاته کړې چې په ورته وخت کې دواړه لوري د دوو هیوادونو ترمنځ د الوتنو د پراختیا پر موضوع هم کار کوي او ټاکل شوې ده چې د کام‌ایر هوايي شرکت مستقیم پروازونه د کابل او مسکو ترمنځ پیل شي.

سره له دې چې روسیه د اوکراین د جګړې له کبله کاري ځواک ته سخته اړتیا لري، افغانانو ته د کار وېزې نه دي ورکړي. دې هیواد سره له دې چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی خو له افغانستان سره یې مرستې په هیڅ حساب دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...