Home+استادپژواک؛ له عرفاني نظره| همت عمرزی

استادپژواک؛ له عرفاني نظره| همت عمرزی

د لغړ فقیر شړۍ د اخلاص را کړه…
په عرفان اوتصوف کې د انسان د نفساني غوښتنو په لړ کې څلور مورده دي چې د یو لېونۍ غریزي په محرِک سره دده معنوي دنیا محوه کوي او د یو داسي اورني حِرص په لومه کې يي ایساروي چې په ناخوداګاه توګه د ماديت په سمندرکې بشپړ ډوب اومرغوب شي.
داڅلور اورني تمایلات عبارت دي له: شهوت، شهرت، قدرت او ثروت څخه.
زموږ د پښتني دنیا ډېرو لویو پوهانو، عارفانو، سالکانو او صوفیانو دغه ویجاړونکي کشش ته په مختلفو لارو د خنډ، رد او مهار هڅي او کوښښونه ترسره کړي دي.
له پیر روښانه تر رحمان بابا نیولې بیا تر خوشحال خان، میرزاخان انصاري، بیټ نیکه…. او ترمعاصرو متبحرو پوهانو اوعالمانو پوري…
په دغه ټوله شعوري_عرفاني محرکه کې د مانا او مادې ترمنځ د یو ناپایه اونه پخلاکېدونکي جګړې اوربل دی، دلته د معرفت په آډانه کې د انسان د ويښولو او ژغورلو هڅه جاري ده، دلته اخطار دی، ډار دی او د نفساني غوښتنو پر دنیا ګزار او ناتار دی.
دغه دروني جګړه په شعوري او غیر شعوري توګه د انسان په دننه نړۍ کې لاهم روانه او نه تم کېدونکې ده، کله چې انسان د معرفت او اګاهۍ دغه درشل ته رسېږي چې ددې طلسم له منګولو د خلاصون هڅه کوي دلته نو دده په درون کې یو تزکیه کونکی انقلاب رامنځ ته کېږي او ترډېره حده له مادي دنیاڅخه د پریکون تجربه ترسره کوي.
چې په خوف اوپه رجاع کې کا استوګنه
په تحقیق يي بندګۍ کې معرفت و
د میرزا عقل ترکومه ځایه رسي
دا کلام مې له استاده اشارت و
میرزاخان انصاري
د لوی عالم اوعارف مولانابلخي په خبره چې: (انسان به بېرته خپل اصل ته ورګرځي).
نوپه دې اساس ویلای شو چې د وخت ټول عارفان او عالمان په دي فکر، ګروهه او هڅه کې دي چې څنګه وکولای سي چې د نفساني اسارت له بنده ځان او ټولنه وژغوري، او دوی ټولو هر یوه يي په خپل وخت او سهم دا هاند اومبارزه هم په فکري لحاظ او هم په عملي توګه تر سره کړې ده.
چې مې مینه خدای(ج) په تاباندي پیدا کړه
ترکه ما په هغه ورځ خپله رضا کړه
رحمان بابا
زه غواړم چې په دې لنډه شننه کې زموږ د زمانې د یو ډېر پیاوړي او مستغني ادیب ارواښاد استاد عبدالرحمان پژواک پر عرفاني نړۍ لید لږ تم شم.
خدای من!
…بگذار درلحظه های ابدی خویش باتو تنهابمانم
بگذار در این تنهایی مقدس
به ارواح بی هراس درود فرستم
وجدان های دلیر را بستایم
وضمیرهای پاک را نیایش کنم
سرودهای مرا آسمانی کن
نغمه های مرا ایزدی بساز
تاشاعروجدان انسان شوم
استاد پژواک د خپل عرفاني نړۍ لید په اساس خپل فکري تمرکز پردې محور راټول کړی دی چې د انسان د ځان پېژندي او دروني سمون لپاره خپلو مخاطبانوته فکر اوپېغام ور کړي، له دنیايي دامونو څخه د نجات لار ورته په ډاګه کړي او د معنوي نړۍ په لور يي ور وبلي.
د انسان د ژوند سیر ته که ځير شو دا له ورایه څرګندوي چې بلآخره به د معرفت او اشراق کومه برغکه دده دروني دنیا ور لړزوي او دی به ځانخبری ته متوجه کوي، د عارف انسان مزل د دنیايي طلسم له فراره د معرفت تر قراره پورې…
د جهان خوارۍ که ټولې باندي راشي
د ایمان خاوند به هیڅکله خوار نه شي
هو، استاد د ټینګ ایمان پر بنسټ موږ ته دا پېغام راکوي چې پرالهي قدرت ایمان او عقیده موږ په ډېروسختو اومتشددو حالاتوکې هم له بې ثباتی او تزلزل څخه ساتي او دیو متین او باصلابته هوډ په درلودلو سره کولای شو چې ځانونه له ستونزو
او ناخوالو څخه وباسو.
په دغه مضبوط باور کې د ډېري لويي استغنا او ځان خپلواکۍ راز نغښتی دی چې انسان له ډېرو شدیدو سستیو او اسارتونو څخه ژغوري.
د امید ډېوه چې مړه شي هیله مه کړه
چې بَل بیا په سترکو اور د انتظار شي
استاد پژواک په لوی او قادر ذات د ټینګ ایمان او ډاډ سره داتلقینوي چې هیله او تمه له یوه خدای (ج) نه ښه ده او په همدي امید اوتوکل به زموږ د ژوند سفر رنګ اورونق مومي.
زه په خپله خبر نه یم خو خالق مې پرې خبر دی
چې که نن وي که سباوي د دنیا نه مي سفر دی
زه ددې سفر لپاره توښه نه لرم د لاري
خو تکیه مې د ایمان او توکل په ما حضر دی
په عرفاني نړۍ لید کې د ژوند فناه او د ابدیت بقا ته زیاته پاملرنه کېږي، دغه طرزدید خپله یو ډول مهارونکی محرِک دی چې انسان د مادي لذت په سیندکې له ډوبېدو څخه ژغوري، او د ابدي ژوند لپاره د چمتوکېدو فکر اوعمل ته يي هڅوي.
ددې دنیا مثال د سرای دی
یارانو څوک ورته راځي څوک ورنه ځینه
د ژوندون نه به کوم خوب پرېشانه نه وي
د دنیا نه ناراحته بستر نشته
ژوند ته لکه د خوب په نظر قایل کېدل او دا ډول تفسیر يي د عارفانه اشراق په مټ شونی دی، دلته د یو معنوي مړښت ثبوت ترسترګو کېږي او د هغه لیوني اورني کشش د زنځیرونو د ماتېدو زیری ورکوي چې انسان يي لاهم ډېر کلک پرې تړلی دی…
پایله اونچوړ:
موږ که د کلاسیکو شاعرانو او عارفانو نړۍ لید مطالعه کوو نو هلته د عرفاني مفاهیمو او معنوي نړۍ لید یو خوځنده اشتیاق ته ځير کېږو، ممکن دا فکر راته پیدا شي چې په هغه زمانه کې به د مادي ژوند خوږلتونه او لذتونه دومره نه وه، اویا به ووایو چې د ژوند اسباب او پرمختګ په دې کچه نه و چې هغه خوا دي دومره مغلوبه او حاشيې ته کړي داخو برداشتونه او نظرونه دي، اما؛ د عرفاني نړۍ په وره ور دننه کېدل او د خپلو نفساني غوښتنو اورنیو تلوسو ته نه! ویل هغه وخت هم شوني او ممکن و او اوس هم کېدونکي او ممکن دي، په هغه زمان کې هم د مادي اسارت دامونه غوړېدلي وه او اوس هم غوړېدلي دي، زموږ ددغي یادوني د تردید په ځواب کې باید ووایوچې د استاد پژواک ژوند او زمانه ډېره لېري نه ده او دغه ټول شته مادي اسباب او طلسمات موجود وه؛ مګر زموږ دې مستغني عارف دا ټول کاذب او جاذب طلسمات رسوا، تنقید او نفي کړل او د یو بشپړ شخصیتي تکامل په اډانه کې يي له دنیايي مسایلو سره په مړښت غوره موخیز چلند وکړ، د استاد پژواک د فکري جلوو ترڅنګ د هغه عملي چلندلاهم د سترکو لیدلي مصداق او شهادت ډېرکره ثبوتونه او سندونه لري.
لنډه داچي مرحوم استاد عبدالرحمان پژواک د یو دراک او پیاوړي شاعر او عارف په توګه له ژوند سره ماناداراو په لوړي استغنا چلند کړی دی او تل يي په خپل لوی رب(ج) توکل اوتکیه کړې ده.
لویه خدایه، لویه خدایه، لویه خدایه!
واوره زما د زړه زاري آه و ناله
زه پژواک یمه سوالګر داستا په ورکې
په بل چا باندي مې نه کړې حواله
په دعا اودرناوي
همت عمرزوی
٢٢\٣\١٤٠٥
د ګټي اخیستني سرچینې
١_ سیندونه او اندونه : استاد محمداکبر کرګر
٢_ بانوی بلخ: د استاد پژواک منظوم اثر
٣_ زوی د افغانستان: د استاد پژواک د خاطرو ټولګه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب