دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبد قيصر (په چوپه خوله) هنر/ نعمت صديقي

د قيصر (په چوپه خوله) هنر/ نعمت صديقي

چيرې چې ټولنيزبشرې اقدار او جمالياتي حسونه د عصر پر وړندې د ژوند په ارمان وي،هلته د تخلقکار پنځونې شايد د کره کتونکو لپاره د هنري ننګونې په توګه طرحه شي،د قيصر اپريدې يو ازاد نظم (په چوپه خوله ) د همداسې موضوع د پنځونې هنري پيرايه ده چې په ټول هنري ليد يې درد ته ژبه ورکړې او د شيلينګ دې وينا ته عملي جامه وراغوندي، (فن هم د فطرت په څير د لامتناهيت د صفت حامل حقيقت لري،شاعر نه يوازې په عالم تخيل کې شاعر وي، بلکې هغه په عالم تعقل کې هم شاعر وي ) د پورتنې حوالې په تناظرکې د قيصر دا نظم ډير د تخيل پرځاى د تعقل په اډانه کې راځي، خو شاعرانه طلسمونه هم له ځانه سره لري، ځکه يې د دروند فکرترڅنګ د عالي تخييل ځانګړنه هم بولو،د شعر ژبه چې د جذبې له بيان سره خاصه علاقه لري، پدې نظم کې شاعرپه اندروني توګه د هغو خارجې احساساتو چې د ناروا مشروعيت نعاربازې پرته نور هيڅ ندي په تخليقي جذبې نفي کوي، د نظم په پيل کې لولو.

 زما زويه ماته په ورانو اوحېرانو سترګو ګوري

 داسې ښکاري چې معصوم غوندې دماغ يې

 د خبرې په تفهيم کې

 د تضاده سره مخ دى

 د لوى سوال سره مخ دى

 په خوله چوپ دى

خو دسترګو خېراني يې ماته وايي

 چې هم تا به

 زه د لاس نه رانيولې تر دې ځايه راوستلم

 د امام په اقتدا دې ودرولم

 د مانځه په ټکي ټکي

 د ايمان په هر يو رمز دې پوهولم

 اوس چې زه ستا د ارزو په روحاني شرابو مست شوم

 د کوزې سره بلد شوم

د پاکۍ سره عادت شوم

 نو ته وايې

 ( زما زويه، جوماتونو ته په خيال ځه )

 په نظم کې مو له فني وحدته منظوردا وي چې د هر اړخيزو مګر اړينو اجزاو تناسب ته په دقت سره وګورو، دلته په همدې نظم کې د يوشمير نورو ځانګړتياوو ترڅنګ کاميابه انځورګري او مکالمه وينو، د پلار هغه ارزو چې د شاعر په اصطلاح روحاني شراب دي،سواليه نشانونه ورته ګرځيدلي او د روان ناورين تصوير په بيخي نرمو او لطيفو تورو افاده کوي، په نظم کې وړندې مکالمه تر دې هم جدي ښکاري مګر شاعر مو صحنې ته په خپل قضاوت نه بلکې زمونږ د (لوستونکيو) په قضاوت دروي چې د شاعر د هنر کاميابي يې ګڼو.

زما زويه ماته په ورانو اوحېرانو سترګو ګوري

زه د دې تاند او تنکي ګلاب په وړندې

 د سلګونو ځوابونو په هجوم کې

 د همدومره ثوابونو ازدهام کې

 د ازغي په شانې وچ ککړ!

 او لوڅ لغړ ولاړ يم

 په خوله چوپ يم

 خو د زړه په خپل وړکي شان جومات کې

 څه درانه او خونړي غږونه اورم

 د محشر علامتي غوندې فضا ده

 که څه اورم

 د پلارانو لوغړن غږونه اورم

 چې په ورکو اندامونو پسې ګرځي

 په الوتو ارواګانو پسې زغلي.

 زمونږ په ادبي بحثونو کې د غايې او وسلې هغه کليشي بحث ځکه نوې راته اېسي چې په عملي بڼه مو په ادبياتو کې يو ډول د ژوند په بهانه د نسل ذهني اورپکيتوب ته په افراط کې لمن وهلې .او د هنر په وړندې د هيڅ امتزاج په تفاوت کې نه يو اوسيدلي، د قيصر د همدې نظم هنري امتزاج دادې چې د جنګ او جدل هغه د تاودو دماغو خبرې يې په سړو دماغو کړي او دا هاغه حالات دي چې عمومي ارواپوهنه ساړه دماغ عادي د عقل او منطق پر بنسټ او تاوده په غېر عادي حالاتو کې تقسيمه وي چې دلته په نظم کې يې شاعر په همدې ليد يو ډول هنري نااشناتوب سره مخ کړي يو ، محب وزير چې د قيصر اپريدي په کتاب ( سل نومونه د عشق نور دي ) سريزه ليکلې نو يوځاى داسې وايي ( او غالبا په لومړي ځل د پښتو په جديد شعري ادب کې زه يو داسې شاعر لولم چې زما جذبات دومره نه رالړزوي،لکه څومره چې مې تفکر جړ کوي او دا ځکه چې دانشوارانه تفکر د شاعرانه تخيل سره غاړه غاړۍ کړى شوى دى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب