دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د تخیل پارونکی لیکوال / فرشته صالحي

د تخیل پارونکی لیکوال / فرشته صالحي

د ښوونځي په یوولسم ټولګي کې وم چې نزدې ملګرې مې درې پرینټ شوې ورقې په میز ایښې وې، د لومړۍ ورقې په سر هینداره لیکل شوې وه ما ورقې راواخیستې او په لوستلو مې پیل وکړ، کیسه د یوې ښایسته پیغلې وه چې د سرطان په ناروغي اخته وه. په کیسه کې کارول شوي ډیالوګونه دومره روان، واقعي او ښځینه ول چې زه یې جذب کړم. د کیسې په جریان کې مې ځان سره وویل چې ضرور به یې لیکواله کومه میرمن وي ځکه د یو نارینه له خولې څخه داسې د ښځینه احساساتو دقیق او عمیق ابراز تر ډیره ناممکن دی. په کیسه کې پیغله هیندارې ته ولاړه وي او خپل ځان ته مینه ورکوي د خپلو ویښتانو، سترګو او اننګو ستاینه کوي، د کیسې هرې برخې به زما روح او خیال یوې عیني شیبې ته یوړ او د پیغلې د هر ډیالوګ وروسته به مې هغسې شیبه ځان سره انځور کړه. زه نه پوهیدم د کیسې لیکوال/لیکواله څوک ده، خو ما ورسره ډیر عمیق ارتباط حس کړ. د ورقو په پای کې هم د لیکوال نوم نه وو او نه مې ملګرې ته دقیق لیکوال مالوم وو خو حدس یې وواهه چې شاید د مصطفی سالک لیکنه به وي. لنډه کیسه په ټولګي کې ختمه شوه مګر زما خیال کې یې دوام درلود هره شیبه مې خپل خیال کې ورته بیله نتیجه ورکوله، دا لومړی ځل وو چې داسې یوه لنډه کیسه مې لوستې وه چې ډیره طبیعي وه او هر څه چې واقعي او طبیعي وي هغه د انسان پر روح اثر پریږدي. د نوموړې کیسې تاثیر زما په شخصیت دومره ډیر وو چې ما د نوموړې کیسې کرکټر راواخیست او د خپلې خوښې ډیالوګونه مې په وویل او د خپلې خوښې پای مې ورکړ دا زما لومړنۍ لیکنه وه. دا چې له کیسې متاثره شوې وم او ګومان مې کاوو چې د سالک صیب لیکنه وه نو د سالک صیب دوه ناوله مې ولوستل. څه موده وروسته مې د فیسبوک له لارې وموندل چې د نوموړي کیسې لیکوال احمدي صیب دی. ما د احمدي صیب کیسې تقریبا ټولې ولوستې او تر ټولو راته جالبه برخه یې دا وه چې احمدي صیب د خپلو کیسو ښځینه کرکټرونه دومره حساس او منظم تصویر کړي ول چې د یو نارینه لپاره دا ډیر شاید سخت وي چې دومره عمیق او دقیق او بیا داسې په ښځینه ژبه هغه تصویر ګویا کړای شي. ۲۰۱۸ کال کې مې احمدي صیب سره ولیدل، احمدي صیب ته مې خپله ارزونه هم وویله احمدي صیب په ورین تندي وویل چې زه هر څه لیکم له زړه یې لیکم او د زړه لیکل به زړونو لګیږي. زما لپاره د احمدي صیب کیسو زما خیال وروزو، او تل کوښښ کوم له زړه ولیکم شاید همدا تاثیر وي چې دفعتا په یوې سوژې کیسه نشم لیکلای تر څو چې مې زړه رضایت ونلري.

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب