سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون؛ ملا برادر: د پانګونې ښه زمینه...

د امام ابو حنیفه نړیوال نندارتون؛ ملا برادر: د پانګونې ښه زمینه برابره شوې

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه)   په کابل کې د ايران، ترکيې، ترکمنستان، پاکستان او افغانستان په ګډون د سيمې د هېوادونو د تولیداتو اونيز نندارتون پيل شو.

د دغې پرانیستې پر مهال د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې د ” امنیت” له برابرولو سره یې د پانګونې او کان کیندنې ښه زمینه برابره کړې ده.

ملا برادر، د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د ټرانزیټ لپاره خوندي لاره ده او په دې برخه کې یې د نورو اسانتیاوو د راوستو ترڅنګ د لویو لارو د بیارغونې لکه د سالنګونو د بیارغونې چارې هم پیل کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې یاد شوی نندارتون دوی پيل کړی، چې د جولای له ۲۵ څخه تر ۳۱ مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د سرچینې په وینا، د دغه نندارتون په څه باندې ۶۰۰ غرفو کې صنعتي، کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع او طبي محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

2 COMMENTS

  1. ابوحنیفه یو ” دینی ” مُلا ؤ او تولیدی نندارتون یوه مطلقه ” دنیوی ” پروژه ده ( حاکم طالب دا حقیقت نه منی چی دین د دنیا د سمون په سیوری کی سمبالیږی او اکثره کړنی ئی د دین په خلاف دی خو په تبلیغاتی او حتی استخباراتی خیرنه انګیزه ئی خپل دنیوی نندارتون ته دینی ملا ابوحنیفه ور بللی دی ).
    هغه څوک چی انګریز سم نه پیژنی لکه خپل ځان او خدای چی سم نه پیژنی.

  2. موږ په تېر کې هم همدغسې بېلابېلې خبرې واورېدې، لکه د حزب ديموکراتيک خلق افغانستان کې زموږ يې له دې سره څه چې ځانونه مو د لينن په صفت او بيوګرافۍ کې تېر کړ او ان تر دې چې ځينې خو دومره مخته ولاړل چې درود به يې پر هغه ويلو او پر نورو يې هم په زور ورتپلو او ځينې له دې هم مخته ولاړل او ان د الله تعالی او د پېغمبر او د نورو اسلامي ارزښتونو په هکله يې زياتی کولو. که رښتيا ووايو زموږ يې له لينن سره څه؟
    بيا يې چې مخالفين واک ته ورسېدل او د جنت خوبونه يې ليدل، نو هغوی هغه کارونه وکړل چې انسانان ورته ګوته په غاښ حيران پاتې وو چې له دوی سره څه وکړي؟
    بيا همداسې جمهوريت راغی او په جمهوريت کې بيا د زياتي (افراط) ځای کمي (تفريط) ونيول او ديموکراسي پکې ښه بدنامه شوه.
    موږ داسې خلک يو چې له هېڅ شي سره جوړ رانغلو. کمونېزم هم را باندې بد راغی، اسلامي جهادېزم هم راباندې ښه رانغی او له جمهوريت سره ناغېړه شو او دا دی اوس بيا له اوسنيو سره مخ يو چې څه به کيږي؟
    نه مو کمونېزم کې ګټه وکړه، نه په جهادېزم او نه جمهوريت وسيکولرېزم او همداسې نه په اسلامي جهاد، اسلامي امارت کې وکړه او اسلامي خلافت (داعش) کې به څه وکړو؟
    امام ابوحنيفة خو پخپل وخت کې دومره ستره قرباني ورکړه چې دولس نيم لکه بېلابېلو مسايلو د حل لپاره يې د حل ليارې چارې پيدا کړې او ان د خليفة منصور د قضاء په وړانديز کې انکار او زندان ته ولويد.کاشکې چې موږ ټولو خو هم دغسې لږه بلهاري ورکړی وای، خو له بده مرغه چې ….
    په لنډه توګه زموږ سيستم شړېدلی دی او سيستم چې ونړيږي هغه بيا واګې سستوي او له پايښت (دوام) يې غورځوي. زموږ حکومت ونړيد او له حکومت پرځونې سره سيستم هم له مينځه ولاړ چې دا نړيدلی سيستم نه زموږ په دينپوهنه، سيکولرپوهنه، جهادپوهنه او داسې نور يو شي هم نه راټينګيږي.
    نيمګړتيا مو دا ده چې موږ له خپل عقل نه کار نه اخلو او رغونه خو عقل او پوهې سره تړاو لري او زموږ دښمني او ناباندېوالی ورځ تر بلې له زده کړې او پوهې سره اوج لوري ته ځي، نو….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب