جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد بن ونيست د يوې ليکنې لنډيز

د بن ونيست د يوې ليکنې لنډيز

لیکوال: پوهندوی دوکتور اجمل ښکلى

دا ليکنه د ژبنۍ شننې کچې نومېږي. دا ليکنه د بن ونيست د مشهور اثر” د عمومي ژبپوهنې ستونزې” يوه مقاله ده. په دې ليکنه کې بن ونيست له فونولوژۍ نه تر جملې او بيا خبرو اترو په بېلابېلو کچو او برخو غږېدلى دى.

د بن ونيست په اند د هر پوړ واحد د لاندې کچې له واحدونو نه جوړ دى او داسې لاندينى هغه تر هغه د لاندې. په دې توګه د دغو  پرله پسې واحدونو د معلومولو لپاره دوه لارې دي: يو؛ تقطيع او بل ځايناستول. د تقطيع مانا دا ده، چې ژبني توکي تر هغې پورې تقطيع او ووېشل شي، چې د وېش شونتيا يې ختمه شي؛ لکه: يوه جمله په غونډونو، غونډونه په کلمو، کلمې په ګړونو(مورفيمونو) او ګړونه په غږونو. د ځايناستولو مانا دا ده، چې د همدې تقطيع او شننې يا وېش په بهير کې يو توک د بل ځايناستى شي. مثلا: د “خور” کلمه که په ]خ[ – ]و[ – ]ر[ وشنو، نو له يوه پاسني پوړ(مورفيم) نه ټيټ پوړ(غږونه) لاسته راځي، چې که د  ]خ[ پر ځاى ]پ[ ځايناستى کړو، په پاسني پوړ(مورفيم) کې ترې “پور” جوړېږي، چې په پښتو کې کارېدونکې کلمه ده؛ خو د ]خ[ پر ځاى ]ښ[ نشي راتللاى، ځکه چې د “ښور” کلمه د پښتو ژبې په نظام کې نشته. د بن ونيست په اند، مانا د ژبې بنستي شرط (او موخه دى)، چې يو يوون(واحد) يې بايد په هر پوړ کې ولري، هله به دا واحد له ژبني حيثيته برخمن وي. يعنې د ژبې د نظام برخه به وي. په پښتو ژبه کې چې “ښور” کومه مانا نه لري؛ د دې ژبې د نظام اړوند نه دى. بن ونيست دې ته د غږونو Discrimination وايي، چې د توپير او تبعيض ګډه مانا لري. يعنې د پښتو مورفولوژيکي نظام له ټاکليو مانيزو واحدونو هاخوا نورو سره توپيري چلن کوي او نه يې مني.

د بن ونيست په اند، پوړ له ژبني وېشه بهر توک نه دى، بلکې د شننې ټوک(جز) دى؛ پوړ يو عامل دى. له فونيم نه لوړ پوړ مورفيم او بيا کلمه ده. کلمه د دوو پوړونو ترمنځ د منځګړي دنده ترسروي. له يوې خوا نه په ټيټ پوړ کې په غږونو د وېش وړ ده او په پاسني پوړ کې له نورو کلمو سره يوځاى يو مانيز کل جوړوي، چې هغه جمله ده.

جمله په خپلو اجزاوو د دقيق وېش وړ نه ده. يعنې جمله د خپلو اجزاوو له وېش  سره مساوي نه ده. په دې توګه کلمه د جملې مهم ټوک دى او دا يې اهميت دى؛ خو دا اړينه نه ده، چې خپله خپلواکه مانا دې يې په جمله کې هم ساتلې وي. د بن ونيست موخه دا ده، چې کلمه د سينتاګم يا د خواناستۍ په محور کې له نورو ټوکونو سره يوځاى کېږي، چې هغوى يې په مانا اغېز کوي او مانا يې بدلولاى شي.

د بن ونيست په اند، د ژبنيو توکيو بدلون د دوه ډوله اړيکو زېږند دى. يو هغه اړيکې چې پخپله په يوه يوون(واحد) کې رامنځته کېږي، چې توزيعي  اړيکې ورته وايي او بل ډول يې بشپړاندې(تکاملي) اړيکې دي.

د يوه پاسني پوړ له وېشه موږ د لانديني پوړ ټوکونه نشو ترلاسولاى، بلکې له دې لارې شکلي تقطيع ترسره کوو. د بېلګې په توګه بن ونيست يوه فرانسوي کلمه وېشلې، چې پر ترلاسه شويو غږونو يې شک ښودلى، چې فونيمونه نه دي. د لانديني پوړ يو واحد هله د ټوک په توګه پېژنو، چې په پاسني پوړ کې يې د بشپړاند په دنده(نقش) کې ووينو. په دې توګه، /س/ ځکه فونيم دى، چې په “سپور” کې د “پور”، په “سيال” کې د “يال” او په “لاس” کې د “لا” د بشپړاند نقش لوبوي.

د بن ونيست په اند د جز او کل په دې تکاملي بهير کې په بر سر کې جمله ده او په کوز سر کې merism دى. merism د يوه فونيم بېلابېل ډولونه دي، چې په نورو ټوکونو د وېش وړ نه دى. جمله لويترين او merism کوچنى ترين واحد دى او د دې دواړو ترمنځ د ژبې د اړيکو نظام غزېدلى. د جملې او merism ترمنځ د نښې پوړ دى.

بن ونيست د ليکنې په دې برخه کې د بڼي او مانا پوښتنه راپورته کوي، چې په دې بېلابېلو پړاوونو کې مانا او بڼه چېرته ده؟ د نوموړي په اند، په اصل کې د پوړونو ترمنځ همدا اړيکې د مانا او بڼې لوبه ښيي. بڼه او مانا بايد له يو بل سره په تړاو کې وپېژندل شي. له لانديني پوړ نه پاسني پوړ ته له سفر نه مانا زېږي او سرچپه له پاسني پوړ نه لانديني پوړ ته سفر بڼه جوړوي. يا په بله وينا، د ټوکونو وېش شکلي واحدونه رامنځته کوي او تکامل مانيز واحدونه. مثلا: فونيمونه سره يو ځاى کېږي او کلمه جوړوي، چې مانيز واحدو دى او د کلمو له پيوستونه د جملې مانيز واحد ترلاسه کېږي. که له کل نه اجزاوو ته لاړ شو؛ نو له شکلي واحدونو سره او که له لاندې پوړ نه پاس پوړ ته لاړ شو، له مانا سره مخېږو.

د بن ونيست د مانا او بڼې له دې سيالۍ نه يوه مانا دا اخلو، چې مانا په اصل کې په يوه پاسني پوړ کې د لانديني پوړ د يوه ټوک نقش دى. مثلا: “کتاب” يوه داسې کلمه ده، چې خپلواکه مانا لري؛ خو کله چې دا په پاسني پوړ(جمله) کې له نورو ټوکونو سره راشي؛ نو مانا يې روښانېداى شي؛ لکه:

يو کتاب خبرې مې ورته وکړې.

په دې جمله کې “کتاب” د “ډېرو خبرو” په داسې مانا کارېدلى، چې پخپله د “کتاب” د کلمې له خپلواکې مانا مختلفه ده. که د معاصرې ماناپوهنې له زاويې نه وګورو؛ نو سره له دې چې د کتاب په موتيف کې بدلون راغلى؛ خو د کتاب ګډه مانا يې ساتلې او هغه د کتاب د حجم لويوالى او جامعيت دى. دې ډول ګډې مانا ته پروفايل(profile) وايي.

د بن ونيست په اند، کله چې پوښتنه کوو، چې مانا څه ده؟ نو موږ مانا ته له يوې بلې زاويې نه ګورو. موږ مانا د يوه ژبني واحد ملکيت ګڼو؛ مثلا: وايو، جمله مانا لري؛ خو که د مانا په اړه د همدې تصور بېخ راوکنو، پوه به شو، چې د جملې همدا مانا د يوې ژبې په ټول نظام کې له نورو جملو سره د دې جملې له شکلي توپير نه راپيدا شوې ده.

تر دې وروسته ليکنه د جملې او وينا په تړاو څرخي. د ليکوال په وينا، جمله د وينا برخه ده او وينا شيانو ته مستقيمه اشاره يا ارجاع ده يا د بهر نړۍ په اړه د ويناوال پوهه ده.

بن ونيست جمله د ژبې وروستى پوړ بولي، چې يوه ادعا پکې کېږي او بل تکاملي پړاو نه لري. جمله د نښو ټولګه ده؛ خو پخپله نښه نه ده. په جمله کې ويناوال يو خبر راکوي، پوښتنه کوي يا امر کوي.

د ليکوال په اند، د جملې پوړ ته په رارسېدو، موږ د ژبې د نښو له نظامه وځو او يوې بلې نړۍ ته ورننوځو، چې په هغې کې ژبه د پوهاوي راپوهاوي په وسيله اوړي او د خبرو اترو ژوندۍ چاره ترسروي.  

جمله د خبرو اترو د يوه واحد په توګه چې کله خبري، پوښتني او امري وجهه کې واقع کېږي؛ ويناوال يې په اصل کې له ځانه د وينا په مټ او د مخاطب په مرسته درې ډوله چلن ښيي. غواړي، چې مخاطب پوه کړي يا ترې معلومات ترلاسه کړي يا پرې امر وکړي. د بن ونيست په اند، د وينا دا درې نقشه دي، چې د جملې په درو وجهو کې وړاندې کېږي او د ويناوال دريځ ښيي.

د بن ونيست پر دې کتاب او دې ليکنې لسيزې اوښتې؛ خو اوس د ژبنيو پوړونو او ويناوال په اړه ګټورې دي او له موږ سره، چې د شلمې پېړۍ له دويمې نيمايي نه په لويديځ کې له رامنځته شوي ژبپوهنيز فرهنګ نه تر ډېره بې برخې پاتې شوي يو، د خپلې ژبې په شننه کې مرسته کولاى شي.

1 COMMENT

  1. گرانه دوکتور ښکلې
    له خدایه دي تل ښکلی غواړم
    زه دي لیکني په مینه لولم . یو خو دي د لیکني ژبه ښکلې ده. بل دي د افادې طرز پیاوړی دئ او دریم دي د استدلال ځواک غښتلی دئ. پر قلم دي برکتونه وه. په دې اوسنۍ لیکنه کي دي په دا یوه مطلب پوه نه سوم چي وایي ” ښور د پښتو په ژبني نظام کي نسته” یا دا چي ” په پښتو ژبه کي ښور کومه مانا نه لري”. زما یقین دئ چي ستاسي تر نظر پښتو قاموسونو ټول تېر سوي دي او د (ښور)، (ښورېدل)، (ښورول) کلمات مو هرومرو له معناوو سره لیدلي او کتلي دي. که لطفاً ددغو پورتنیو حکمونو پر مطلب یو څه روڼا واچوئ، ما او نورو لوستونکو ته به گټه ورسوي. غم دي مه وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب