سه شنبه, مې 7, 2024
Homeټولنیزپه افغانستان کې معلم ته ولې په ټيټه سترګه کتل کېږي؟

په افغانستان کې معلم ته ولې په ټيټه سترګه کتل کېږي؟

محمد انور ولید : ۱۳۹۷ لمریزکال ـ د کب ۲۱مه

اې افغانانو ! اې د بشري حقوقوکمېسیونونو ! اې د کفراواسلام منصفینو ! راشۍ په افغانستان کې د افغانستان د معلمینو اود نورې ټولې کفري اواسلامي نړۍ د معلمینو د ژوند سطحه ، معاش اونورې اړتیاوي او سهولتونه سره مقائسه اوپرتله کړۍ ، بیا خپله قضاوت اوانصاف ورباندې وکړۍ چې په افغانستان کې معلم د کومې کته ګورۍ سړی دئ اوڅه ډول استعمالېږي اوولې معلم اود معلم مسلک ته په دومره ټېټه اوسپکه سترګه کتل کېږي ؟ آیا دغه ډول کتل په ناپامۍ سره دي اوکه په قصدي اوعمدي توګه د واک د هِرم د څوکې له پورته خوا څخه بیا دهِرم اوؤلسونوترقاعدې پورې دغه دانسان اوانسانیت جوړونې د تعمیرلومړني معماراود هغه مقدس مسلک ته د افراط او فریط په عینکوکې کتل کېږي ؟

تعلیم اوتعلم خودواړه په افغانستان کې آن د امیر شېر علي خان له زمانې څخه ترنن ورځې پورې په دووکته ګوریوسره وېشل شوی ، چې یوه یې خصویي اوبله یې رسمي بڼه لري ، په خصوصي زده کړوکې جومات اوشخصي مدرسې شاملې دي چې پرټوک ، شړومبواوچندو باندې یې د قرون اولی د وخت په کرایي کتابونو سره خپل تعلیم پرمخ بېولی چې هغوی په لوی لاس د وخت د حکومتونود دغه ناسم توپیري چلند اود شاګردانواومدرسینود پرله پسې محرومیتونوله امله د افغانستان ددښمنانو په لاس کې ولوېدل اودادي اوس یې له هغوی څخه ترورېزم را وزیږاوه ، خوپه رسمي زده کړوکې حکومتي زده کړې شاملې ديچې ټول سهولتونه اوامکانات ورته موجود ووخوسره له دې د متضادوپردیوفکري مفکوروخوراک شول چې په دې ټولوکې همدغه اصلي محور( معلم ) برلاس درلود اولري یې .  

لنډه دا چې معلم یوه داسې قوه ده چې هم نظامونه اونړۍ جوړولی اوهم نظامونه اونړۍ ړنګولی شي ، د نظامونواونړۍ جوړول اوړنګول الله (ج) د معلم په لاس کې ورکړي ، که معلم په مادي اومعنوي لحاظ جوړؤ، نظامونه اونړۍ ورسره جوړدي ، اوکه ناروغ ؤ، نظامونه اونړۍ خپله ورسره ناروغ او ړنګ دي .

Education activities in classroom at school, happy children learning

ځکه معلم د اکتسابي زده کړې اصلي محورتشکیلوي ، که دا محورثابت وي ، د نظامونو اونړۍ ټولې اړیکې به په منظمه توګه پرته له تبعیضه ورسره فعالې اوروغې وي،اوکه دانسانیت دغه محورله مرکزي نقطې څخه بېځایه اووجداناً ورسره نا آرامه شو، نونظامونه اونړۍ به خپله ورسره ګډه وډه شي .

��ه محب الله قادري ورورڅخه په مننې سره چې د معلم په اړه یې دغه مالومات را ټول کړي اوزه یې هم کټ مټ تاسو لوستونکو ته په لاندې توګه وړاندې کوم :

 (( د نړئ دنورو هيوادونو ښوونکي( معلمان ) :

۱ ـ په سوماليا کي: لوړترين معاش د ښوونکي دي، له اجازي اوټاکلي وخت بغير له ريس جمهور سره ليدنه کولاي سي.

۲ ـ په هند کي: دښوونکي د ژوند ټول لګښت د دولت پرغاړه دي ، کله چي ښوونکي مقررسي د دولت لخوا يو مجهز کور او يو موټر ورکول کيږي.

۳ ـ په چين کي : ښوونکي ته د اوسيدولپاره يوداسي اپارتمان ورکول کيږي، چي دبريښنا او اوبولګښت يي معاف دي ، لوړ معاش اويوخدمتګارهم ورکول کيږي.

۴ ـ په شمالي کوريا کي : ښوونکي ته مجهز کور موټر او (۱۶۰۰$) ډالره مياشتنۍ معاش ورکول کيږي.

۵ ـ په امريکا کي :دڅلوروښوونکومعاش دکانګرس(سنامجلس) ديوه غړئ دمعاش سره معادل دي؛ البته دکانګرس ديوه غړي معاش يولک اوڅلور اويازره (۱۷۴۰۰۰$) امريکايي ډالره دي. خو د ښوونکي میاشتنی معاش ( ۴۳۵۰۰) امریکایي ډالره دی .

۶ ـ په عربي متحده اماراتوکي : لوړمعاش ديو ښوونکي دي ، تروزير يي هم معاش لوړدي ، اوهمدارنګه يوښايسته کور دښوونکي وي، کله چي ولسي خلګ وغواړي له وليعهد سره وګوري، نواړينه ده چي له کوم ښوونکي سره به ملګريتوب (شناخت)ولري؛ځکه له ښوونکي پرته له وليعهدسره دعاموخلګو ليدل ګران وي.

۷ ـ په اردن کي : له وزير وروسته دوهم مقام دښوونکي دي اولوړ معاش لري.

۸ ـ په ترکيه کي : له وزير څخه وروسته دوهم معاش د ښوونکي دي.

۹ ـ په ناروې کي : ترټولو لوړ معاش دښوونکي دي، تقريبآديو ښوونکي معاش د وزير ترمعاش شپږ برابره ډير دي.

۱۰ ـ په برازيل کي : شتمن کس ښوونکي دي، دبرازيل په قانون کي وايي! دښوونکي پرمخ بانک پرانيزئ، پريږدي چي څومره پيسوته اړتيالري وادي خلي.

۱۱ ـ په روسيئه کي : دبرازيل په شان قانون دي.

برعکس تاسوته بهتره معلومه ده، چي په افغانستان کي ترټولو کم معاش دښوونکي دي ؛ معاش خوڅه کوي په ټولنه کي يي قدراوعزت هم نسته.

پايله : کوم هيوادونه چي دښوونکي مادي (دژونداړتياوې) اومعنوي ( مسلکي اوعلمي ) برخو برابرولوته لومړيتوب ورکوي ، هغه هېوادونه به خامخادعلم، اقتصاد اوسياست په ډګرکي بريالي اوبرلاسي وي. ))

نورې نړۍ همدا حقیقت درک کړی چې محب الله قادري ورور یې په اړه پورته مالومات را ټول کړي او دایې پتیلې ده چې زموږد نظامونود دوام اوبقاء اصلي لامل اوعامل معلم دی ، هغوی پردې باندې پوه دي چې که موږدا محورثابت وساتو، زموږټولنې ، ؤلسونه اونظامونه به خپله د دوامداره تمدن پرخوا کوټلي اوثابت ګامونه واخلي ، اوکه د نظامونواوټولنودغه انسان سازمحورموږله پامه وغورځاوه ، ښکاره خبره ده چې زموږنظانونه اوټولنې به خپله د بدمرغۍ اونابودۍ پرخواخپلسري ګامونه واخلي اوهرڅه به له منځه یوسي .

همدلته په افغانستان کې د زده کړې په محورکې فکري تضاد د معلم او متعلم له مجبوریتونوڅخه په سؤاستفادې سره را منځته شواو د هېواداونظامونوملي محورته یې سترې صدمې پرې ورسولې چې ګټې نوروپه کې وکړې خو په کې مرګ ، ژوبلې ، د نظامونواو هېواد ړنګېدل د افغانانو په برخه شول .  

که افغان چارواکي په ریښتیا افغانستان په بنسټیزه توګه رغول غواړي دوی اړدي چې ترهرڅه مخکې د جومات ، مدرسې اوپوهنتون فاصلې صفرنفطې ته سره ورسوي اودپردیواستخباراتومفکوروي لاسونه د زده کړوله مرکزونوڅخه چاڼ کړي اوتعلیم اوتعلم په بشپړه توګه په افغاني اواسلامي روحیه جوړکړي، معلم ته دریښتیني انسان جوړوونکي اونظام جوړوونکي تعمیرداصلي ماهرمعمارپه سترګه وګوري اودمعلم امتیازات کما حقه د نوروهېوادوپه څېرورکړي ترڅوهمدغه مسلکي معلم دافغاني ټولنې په انساني تعمیرکې د راتلونکې د بقا له پاره رغنده پخې انساني ،افغاني او اسلامي خښتې کېږي . وماعلینا الاالبلاغ .

1 COMMENT

  1. Thanks brother for collection of information and you are really the hero of our Afghan Society……….and I agree 100% with your Splendid information.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب