Homeادبپه اوسنۍ شاعرۍ کې د اواز٬ احساس او مانا ترمنځ د ترتیب تخنیکونه

په اوسنۍ شاعرۍ کې د اواز٬ احساس او مانا ترمنځ د ترتیب تخنیکونه

لیکنه: طالب منګل
ما په دې څو ورځو کې داسې غزلونه هم ولوستل چې په بیتونو کې یې مانا٬ احساس او اوازونو ترتیب ګډ وډ و٬ همدې ګډوډۍ له مخې شعر له ورایه پېژندل کیږي چې شاعر یې له ترتیب سره بلد نه دی او همدا وجه ده چې شعر یې خام لګیږي خو داسې شاعران شته چې دا ترتیب ډېر منظم ساتي.
ددې هدف دا دی چې شاعر ته د شعر لیکلو پر وخت د اوازونو٬ احساس او مانا ترتیب ډېر مهم دی که په شعر کې دا ترتیب ګډوډ شي یعنې په دې دریو واړو توکو کې یو توکی ونه کارول شي نو ښکلا یې کمیږي او یوازې د شعر یو سکلېټ پاتې کیږي چې اصلي شکل او ښکلا یې نه ښکاري. دا د شاعر لخوا د شعري تخنیکونو د نه کارولو کمزوري ده.
کله کله داسې نمونې د لوړو شاعرانو په شعرونو کې هم وي خو هغه شاعران چې د شعر لیکلو هنر یې ښکته وي له داسې، تېروتنو سره ډېر مخامخ کیږي٬ شاید د غزل یو څو بیتونه یې منظم او ځینې یې ګډوډ وي.
له دې دا څرګندیږي چې شعر یوازې د الفاظو ترتیب نه دی، په شعر کې د اواز، احساس او مانا ژور هنري تړاو ډېر مهم دی.
په شعر کې تر ټولو لومړی اواز اورېدل کیږي ځکه د وزن، قافیې، ردیف او د حروفو نرمي او سختي د شعر لومړنی تاثیر جوړوي.
مطلب کله چې اورېدونکی شعر واوري، لا یې مانا نه وي بشپړه درک کړې، خو د غږ له لارې یې په زړه کې یو احساس پیدا کېږي٬ له دې حالت سره ډېر وخت لوستونکی مخامخ کیږي یعنې په شعر پوه وي خوند او احساس یې راوپاریږي خو مانا یې ژر نه شي درک کولی٬ همدا وجه ده چې ځینې بیتونه تر پوهېدو مخکې اغېز کوي.
 له اواز وروسته احساس راځي مثال په توګه که په یو بیت کې  یو غمجن اواز بیا بیا تکرار شي، نو لوستونکی د دوامدار درد چاپېریال احساسوي.
کله چې لوستونکي ته احساس وشي نو بیا یې په مانا فکر کوي  ځکه ذهن تل د الفاظو تر شا مفهوم لټوي، نو د شعر اصلي پیغام روښانه کېږي.
خو یوه بله خبره هم مهمه ده او هغه دا چې ځینې شاعران قصدا دا ګډوډي رامنځته کوي٬ خو کوم توکی نه غورځوي٬ دا ګډوډي کوم غیب نه وي بلکې شعر ته ښکلا ورکوي خو دا چاره ډېر کمه تر سترګو کیږي.
ددې لپاره  د اوسنیو شاعرانو بیتونه په همدې چوکاټ کې څیړو.
میوند فدا وایي:
دا لمبې د چا د سترګو، دا د چا د نظر تاب دی
دا چې سوځم سوځم سوځم، دغه څومره خوږ عذاب دی
په دې بیت کې د قافیې اواز چې اب دي تکرار یې بیت ته قوت ورکوي  ځکه له ب مخکې ا اوازیزه جوړه وي او دا یو معمول دی. خو په دې بیت کې سوځم لفظ چې درې ځله راغلی دا یوازې لفظ نه دی دا تکرار د سوځیدو احساس پیاوړی کوي.
که د بیت ترتیب ته وګورو نو لومړی د سوځم سوځم سوځم غږ اورېدل کېږي او بیا د لوستونکي احساس راپاروي ځکه دا درې ځله تکرار شوی دی٬ خو بیت سم دلاسه مانا نه ورکوي ترڅو احساس نه شي٬ کله چې بیت احساس شو نو وروسته لوستونکی په مانا فکر کوي چې د شاعر هدف څه دی.
اوس چې موضوع یو څه واضحه شوه بېلابېل ډولونه به یې په ګوته کړو.
لومړی دا چې ځینې وخت په صدر کې مانا او احساس دواړه بشپړیږي خو که د تسکین صیب لاندې بیت وګور نو په لومړي نیم بیت کې لومړی اواز راځي او وروسته نه احساس بشبړیږي او نه هم مانا لکه:
چې د ټپو په زمانه کې نه وه
زما کيسه خو په کيسه کې نه وه
اوس یوازې لومړی نیم بیت رااخلو:
چې د ټپو په زمانه کې نه وه
ددې نیم بیتي په لوستلـو سره  لوستونکی لومړی د یوې لرې زمانې چې یادونه دي احساس اخلي خو مانا لا نیمګړې ده، ځکه لوستونکی داسې احساس اخلي چې څه نه وو؟ د چا خبره؟ کومه کیسه او څنګه کیسه یعنې مانا د دویم نیم بیتي ته پریږدي.
نو ویلی شو چې په نیم بیتي کې ځینې وخت ترتیب داسې وي چې لومړی اواز بیا احساس او دریم مانا ته انتظار ویستل دي په بیت کې دا تخنیک بیت ته ښکلا ورکوي ځکه اصلي مطلب پاتې دی.
د دویم نیم بیت:
زما کيسه خو په کيسه کې نه وه
په دې نیم بیتي کې دوه ځله کیسه او کیسه اوازیزه ده او مانا داسې پشبړه شوه چې شاعر وایي نور خلک د کیسو برخه وو، خو دی خپله د خپلې کیسې نه هم محروم و یا په هغه زمانه کې دی د کیسو برخه نه وه.
ددې تخنیک پایلې ته وروسته راځم خو اوس یو بل بیت هم په همدې تخنیک کارول شوی دی چې کټ مټ همداسې دی لکه:
چې د تسکين په اراده کې نه وه
دا تماشه په تماشه کې نه وه
دروېش درانی وایي:
ستا په تندي کې به مې خپله څیره ولیدله
په کوم ورځ به چې له ما سره هنداره نه وه
د دروېش دراني صیب په دې نیم بیتي کې له اوله هم احساس او هم مانا بشپړه شوې ده ځکه محبوب د عاشق لپاره د هندارې مقام لري خو کله چې وایي:
په کوم ورځ به چې له ما سره هنداره نه وه
په دې دویم نیم بیتي کې یې یوازې سبب څرګند شوی دی چې د هندارې نه موجودیت دی نو مانا په لومړی بیت کې درک کیږي.
له دې مالومیږي چې په لومړي نیم بیتي کې مانا هم پشبړیدلی شي او په دویم نیم بیتي کې یې یوازې سبب ښودل کیږي.
دا بیت ته ښکلا ورکوي او دویم نیم بیت نوې مانا نه جوړوي، بلکې د لومړي نیم بیت مانا پخوي او دلیل ورکوي.
نو ددې بیت ترتیب نرم الفاظ٬ احساس او مانا شو خو دویم کې یې یوازې سبب ذکر شو او خپلې خبرې ته یې د مانا پر ځای دلیل وړاندې کړ.
خو پیر محمد کاروان په خپل شعر کې په لومړی نیم بیتی کې د سمبولونو له لارې هم احساس هم اوازیزه او هم مانا بشپړه وي.
کله د کوترې په څېر کله هم د مار غوندې
زوند کله دشمن شي کله کله بیا د. یار غوندې
ددې بیت په صدر کې د سمبولونو له لارې درې واړه اړخونه بشپړېږي لکه اوازیزه کوترې مار لفظونه نرمښت لري او احساس هم بشپړ شوی ځکه کوتره د نرمۍ امن او مینې احساس لري او مار د خطر زهرو او ویرې احساس لري او مانا دا بشپړیږي چې ژوند کله نرم او مهربان وي، کله خطرناک او دردناک وي.
خو دویم نیم بیت:
ژوند کله دشمن شي، کله کله بیا د یار غوندې
کاروان صیب په دویم نیم بیتي کې یوازې  هغه سمبلونه روښانوي چې مار دښمن او کوتره یار لپاره په صدر کې سمبول دی.
خو خوشال بابا بیا په یو بیت کې څو پوړیزه ماناوې ځای په ځای کوي لکه:
د جهان ډیرې خبرې لور په لور خورې لښکرې
زړه مې نه خوځي له ځایه غر خو هسې وي کنه
ددې بیت په لومړي نیم بیتي کې (ډېرې خبرې، خورې او لښکرې) د اوازیزې لفظونه دي، خو په همدې بیت کې په جلا ډول مانا هم بشپړه شوې ده ، یوه مانا یې د خلکو ډېرې خبرې له هر لوري خوارو لښکرو سره تشبیه شوې دي خو کله چې دویم نیم بیتی راځي نو بیا مانا څو پوړیزه کیږي.
یعنې د خلکو خبرې، شایعات او د دنیا شور د لښکرو سره تشبیه شوی خو که د خوشال بابا ژوند او سیاست ته وګورو نو خبرې یوازې خبرې نه دي، بلکې برید کوونکي ځواکونه دي او په دویم نیم بیتي کې ځواب ورکوي، چې له دې سره مانا څو پوړیزه کیږي، ځکه په بیت کې د غر سمبول کاریدلی دی بابا وایي: زه د خلکو په خبرو نه بدلېږم، دویم دا چې زما زړه له ډېر غمه ډبره شوی او نور درد پرې تاثیر نه لري او دریم دا چې زه په خپل عشق او دریځ ټینګ ولاړ یم.
نو ددې بیت په لومړي نیم بیت کې فضا جوړیږي بیا تشبیه راوړي او دویم نیم بیتی کې ځواب ورکوي او هم سمبول راوړي همدلته  مانا له یوې سطحې نه څو پوړونو ته وړي. همدا د پښتو د لوی شاعر هنر دی چې په لږو الفاظو کې ډېرې ماناوې ځای کوي.
رحمت شاه سایل د مانا ترتیب هم جالب دی ځکه هغه د بیت په نیم بیتي کې درې احساسه ځای په ځای کوي او هم مانا بشپړوي:
ديو نظر څـومره تاوان غواړې
زړه رانه غواړې که ګريوان غواړې
لومړی نیم بیتی:
ديو نظر څـومره تاوان غواړې
په دې نیم بیتي کې (نظر، څومره او تاوان) درې واړه احساس ورکوي او (غواړې) لفظ د نیم بیتي مانا بشپړه وي.
دویم نیم بیتي کې:
زړه رانه غواړې که ګريوان غواړې
په دې عجز کې بیا اندازه ټاکي چې یو زړه دی او بل ګرېوان چې دواړه بېلابېلې ماناوې لري.
یوسف شاه سبېلنی وایي:
نه به سيوري نه به ستوري د اسمان شوو
هسې نه د دغو ورځو په ارمان شوو
په دې بیت کې (سیوري او ستوري) د اواز له مخې ورته نرمه اوازیزه جوړه وي خو شاعر د بیت د ترتیب له مخې په لومړي نیم بیتي کې مانا بشپړه کړې ده خو دویم نیم بیتي کې بیا یوازې د سیوري او ستوري ارزښت ښودل شوی چې دا د مانا رسونې یو بل تخنیک دی.
په اوسنۍ شاعرۍ کې داسې بیتونه هم ډېر دي چې په یوازې ځان صدر یا عجز هم احساس جوړه وي هم مانا او هم اوازیزه وي لکه د صمیم باچا دا بیت:
ژوند لږ ښه شو، دا دی بیا دې خوا ته راغلم
که څه نوی داغ مې بیا په لمن راکې
که ددې بیت صدر بېل کړو :
ژوند لږ ښه شو، دا دی بیا دې خوا ته راغلم
د بیت مانا بشپړه ده او عجز هم بشبړه مانا لیږدوي چې دا تخنیک په سوالیه صدر او عجز کې هم راتللی شي.
همدې ته ورته د بیت د مانا د ترتیب، احساس او اوازیزې له مخې یو بل تخنیک په صدر او عجز کې دوې پوښتنې راوړل کیږي چې دواړه پوښتنې یوازې د صدر یا عجز په لوستو سره مانا بشيړه وي لکه د منان اورښت دا بیت:
د تمام جهان خوښي تللي اورښته؟
که زمونږ پۀ وچو شونډو خندا نشته
له صدر که سوالیه وغورځول شي بیا هم مانا بشپړه ده خو دویم نیم بیتی د فکر دوام هم لري.
د معاصرې پښتو شاعرۍ په بهیر کې یوازې د مانا او احساس ترتیب نه، بلکې د اوازیزې تجربې مسئله هم د پام وړ ده. ځینې شاعران د دودیز غزل په چوکاټ کې د مانا تر څنګ د غږ، تکرار او موسیقیت نوې بڼې هم کاروي چې شعر یوازې د لوستلو نه، بلکې د اورېدو او احساسولو هنر هم وګرځي. دا ډول تجربه که څه هم د کلاسیک غزل له عادي جوړښت څخه یو څه فاصله لري، خو د شاعر د هنري قصد له مخې د اواز، احساس او مانا تر منځ نوې اړیکه رامنځته کوي. په ځانګړې توګه  جلال خپلواک په خپلو ځینو غزلونو کې د اوازونو د تکرار  له لارې داسې فضا جوړوي چې لوستونکی لومړی اواز احساسوي، وروسته عاطفي فضا درک کوي، او بیا مانا ته رسېږي. له همدې امله د دې ډول تجربو څېړنه د معاصر غزل د هنري جوړښت د درک لپاره ضروري ښکاري نو ځکه باید پر دې موضوع هم وغږیږم او همدا نوې موضوع هم ده.  د جلال خپلواک د غزل یوه برخه داسې ده:
بخت به مې بایداره شي او لمر به غېږ کې ونیسم
خوب به د سپوږمۍ په سپین!
سپوږ
مۍ
په
سپین
سپوږمۍ په سپین
خوب به د سپوږمۍ په سپین!
مړوند کوم
سپوږمۍ په سپین!
تن
     تانن
          تنا، نا، نا، نا
                           تن، تانن، تانا، نا، نا
تن
     تانن
          تنا، نا، نا، نا
                           تن، تانن، تانا، نا، نا
سارې ګامه، دا، دا، ني، سا
نیني، داني،  سا،سا،سا
سارې ګامه، دا، دا، ني، سا
نیني، داني،  سا،سا،سا
خوب کومه، خوب کومه ، خوب کومه، خوب کوم
خوب به د سپوږمۍ په سپین مړوند کومه ښه به شم
بخت به مې بایداره شي او لمر به غېږ کې ونیسم
خوب به د سپوږمۍ په سپین مړوند کومه ښه به شم
دلته لومړی په بشپړه توګه یو صدر راځي او بیا په مسلسله توګه د ژبې بڼه او اوازونه تکراریږي ورپسې دوه نور بیتونه راځي چې صدر یې بدل خو عجز یې یو شان دی.
د غزل په دې جوړښت کې مانا متاثره کیږي ځکه په منځ کې یې داسې تکرار او اوازونه دي چې د موسیقۍ شکل اخلي، دا شکل په احساس بدلیږي او له مانا بلې خواته اوړي.
یعنې د غزل د مانا احساس او اواز له مخې ترتیب داسې دی چې اواز له ټولو مخکې دی او مانا وروسته پاتې کیږي.
په دې بیت کې تر تولو قوي اواز (تن تانن، تانا، نا ) دی چې یو خالص اواز دی خو:
سپوږ
مۍ
په
سپین
سپوږمۍ په سپین
خوب به د سپوږمۍ په سپین!
مړوند کوم
سپوږمۍ په سپین!
دا غږونه که څه هم نرم دي خو غږ یې ‌ډېر اوږد کړی دی. ددې مانا دا ده چې دا نیمه برخه یې ژبه ده او نیم بیا اوازیزه ده.
د شاعر غواړي چې شعر یوازې دا نه چې وویل شي بلکې غواړي چې واوریدل شي.
که ددې بیت پورته تحلیل ته سم متوجې شو نو لومړی اوازیزې یو ډول تېزه غورځونه ده بیا یې احساس داسې کړی چې باید واوریدل شي او کله چې په دو نورو بیتونو کې دوه صدرونه یو شان راځي په خپله مانا ټنګار دی خو د دې بیتونو په دې شکل راوړل د اوازیزې تجربه ده چې د مانا پر ځای اوازیزې ته لومړیتوب ورکوي، خو اوازیزه چې د ژبې او خالص اواز برخه ده باید له حد پورته نه شي، نو تجربه به هم پیاوړي شي او هم به له احساس سره یو څه مانا هم ګډه وي او یوه نرۍ پوله به موجوده وي له دې ټولو مهمه خبره داده چې اوسنۍ شاعرۍ په خاصه توګه غزل کې د اوازونو دا ډول نادرې تجربې هم شته خو په ازاد شعر کې به دا تجربه بیخي یو نوی رنګ راوړي.
بارکوال میاخېل هم په یو بیت کې خالص اوازونه کارولي دي لکه د هغه د غزل دا بیت:
زه یمه، ځنګل دی او باران د موسیقۍ ژبه
وخت سا، رې، ګا، ما، پا، دا، نې، سا ده لکه ته چې یې
ددې بیت په صدر کې لومړی یو تصویر جوړیږي او بیا د خالصو اوازونو (سا، رې، ګا، ما، پا، دا، نې، سا)له لارې مانا جوړه وي نو دا برخه د ژبې له عادي مانا نه وځي او شاعر هڅه کوي چې د غږ په بڼه احساس انتقال کړي.
پیر محمد کاروان بیا د تن تنا خالص اواز هم د احساس لپاره کارولی دی لکه :
یه زما لقمانه ستا د عشق بیمار یم
لرې دې له څانګو زړه چاودی انار یم
ته مې مینه مینه زه دې سندر مار یم
زه دې سندر مار یم تن تنا وطن
د کاروان صیب په دې بند کې تن تنا خالص اواز یوازې احساس نه دی بلکې له مانا سره تړلی دی ځکه له خالص اواز وروسته د وطن لنډ لفظ راځي یعنې خالص اواز د مانا په خدمت کې دی.
د ځینو شاعرانو د بیت ترتیب لومړی اواز بیا احساس او وروسته مانا وه، د ځینو بیا لومړی نرم الفاظ بیا احساس او وروسته مانا راځي خو د کاروان صیب په شعر کې لومړی احساس بیا اواز او وروسته مانا راغلې، له دې دا څرګندیږي چې د دې دریو توکو ترتیب مخکې او وروسته هم کیدلی شي، خو اوازیزه یا یې پر ځای نرم الفاظ، احساس او مانا د بیت ترتیب دی او له دې که کوم توک کم شي، نو شعر به شعر پاتې نه شي، اغیز به یې کم او ارزښت به یې بې خونده شي.
په هر صورت د ټاکلي موضوع له مخې ددې بحث پایله ډېره واضحه ده یو دا چې شعر یوازې د مانا وسیله نه ده،دا د اورېدو، احساسولو او تجربه کولو هنر هم دی، لکه په بحث کې چې څرګنده شوه اواز یا نرم لفظونه فضا جوړوي، احساس یې بدلوي، او مانا یې له نوې زاویې ښکاره کوي، خو که اواز له حد واوړي، شعر له مانا لرونکې ژبې نه د اوازیزې لوري ته ځي. یا دا چې که مانا بېخي مسلطه شي، د شعر هنري خوند کمېږي. ځینې وخت د اواز پر ځای نرم الفاظ هم کارول کیږي.
نو د اوسنۍ شاعرۍ تر ټولو مهم درس دا دی چې د ښه شعر ښکلا په دې کې ده چې اواز، نر الفاظ، احساس او مانا په یو توازن کې وساتل شي، نه دا چې یو پر بل بشپړ تسلط وکړي، همدا شان په دې څلورو توکو کې کوم توک ونه غورځول شي، ځکه د یو توک تسلط یا غورځول د بیت د ترتیب له مخې هنریت کموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...