Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان برېښناشرکت وايي چې د کاسا ۱۰۰۰ ۸۰٪ کار بشپړ شوی

د افغانستان برېښناشرکت وايي چې د کاسا ۱۰۰۰ ۸۰٪ کار بشپړ شوی

تاند (پنجشنبه، د غويي/ ثور ۱۷ مه) د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا لېږد پروژې چارې د افغانستان دننه په درېیو برخو کې ۸۰ سلنه بشپړې شوې دي.

د شرکت په وینا، افغانستان د کاسا-۱۰۰۰ پروژې عملي کېدو ته ژمن دی او د پاتې برخو د بشپړولو هڅې روانې دي.

د برېښنا شرکت ویاند، محمد صادق حقپرست، ویلي: «د پروژې د بشپړېدو اصلي مهال‌وېش د ۲۰۲۷ کال تر پایه ټاکل شوی و، خو د اوسني کاري پرمختګ له مخې، ان‌شاءالله پروژه به د ۲۰۲۷ کال په لومړۍ ربع کې بشپړه شي.»

تر دې مخکې د تاجکستان د انرژۍ وزارت اعلان کړی و چې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې اړوند چارې په قرغیزستان، تاجکستان او پاکستان کې بشپړې شوې دي، خو په افغانستان کې یې کار لا هم روان دی.

د دې پروژې د بشپړېدو په صورت کې به افغانستان نه یوازې خپل ترانزیټي رول پیاوړی کړي، بلکې د برېښنا د لېږد له درکه به اقتصادي ګټې هم ترلاسه کړي.

همداراز اټکل کېږي چې د دې پروژې له درکه به افغانستان هر کال له ۴۰ میلیونه تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې د ترانزیټ فیس په توګه عواید ترلاسه کړي. سربېره پر دې، افغانستان به ارزانه برېښنا ته هم لاسرسی پیدا کړي.»

د کاسا-۱۰۰۰ سیمه‌ییزه پروژه د انرژۍ په برخه کې د سیمې له مهمو زېربنايي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې هدف یې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د برېښنا لېږد دی.

د دې پروژې بشپړېدا د سیمې د انرژۍ په ترانزیټ کې د افغانستان رول پیاوړی کولی او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د پراخو اقتصادي همکاریو لپاره لاره هوارولی شي.

له یو بل سره د ګټو- وټو تړل کېدل سبب کېږي چې هیوادونه د یو بل د تخریبولو او بې ثباته کولو پر ځای د یو بل د ثبات او امنیت ملاتړ وکړي.

قرغیزستان وايي، د کاسا زر پروژې خپله برخه یې بشپړه کړې

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...