پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د پښتو په اوسني شعر کې د نوې ژبې هنري سند زاویه

د پښتو په اوسني شعر کې د نوې ژبې هنري سند زاویه

طالب منګل

مخکې له دې چې د پښتو معاصرې شاعرۍ په هنري سند او بېلګو وغږیږو، لومړی به د نوې ژبې هنري سند اصطلاح یو څه تشریح کړو. نړیوالو ادبیاتو دا منلي چې ادب د خپل وخت د ژبې، فکر او شعور یو ژوندی سند ګڼلی شو، په روسي نظریاتو کې ادبي ژبه له عادي ژبې بېله ده، ځکه نوې تجربه او نوې لید وړاندې کوي.که دې ته وګورو نو دلته شعر د ژبې د نوښت سند ګرځي، ځکه دا سند روښانه کوي چې څنګه ژبه بدلېږي؟ یا څنګه هویت، درد، سیاست او فردیت په ژبه کې راڅرګندېږي؟.

ددې کار لپاره به موږ د پشتو ژبې پیاوړي شاعر سید جیلاني جلان د شعر متني شواهد راواخلو، خو له دې مخکې زه باید واضح ووایم، چې د نوې ژبې هنري سند هغه شعري متن ته ویل کېږي چې ژبه په کې د خپل وخت له دودیزو چوکاټونو راووځي، نوې مانیزې اړیکې جوړې کړي، او د ننني انسان فکري، رواني او ټولنیزې تجربې په هنري بڼه ثبت کړي. دا اصطلاح د نن پښتو نقد لپاره یوه نوې، معتبره او کارېدونکې اصطلاح هم کېدای شي، ځکه پښتو اوسنۍ شعر د دودیزو لفظي چوکاټونو، مستقیمو عاطفي اظهارونو او کلاسیکو تشبیهاتو له مرحلې څخه راوتلی او د نوې ژبې، نوې زاویې او نوې تجربې پر لور تللی دی.

په داسې یو بهیر کې ژبه یوازې د احساس د انتقال وسیله نه ده پاتې، بلکې خپله د مانا، فکر او رواني وضعیت تولیدوونکې ګرځېدلې ده او دا د نوې ژببوهنې نظر هم دی.

څه هم دا لیکنه د ښاغلي سید جیلاني جلان پر شاعرۍ متمرکزه ده، خو د نوې ژبې هنري سند یوازې د هغه په شعر پورې محدود نه دی. په پښتو اوسنۍ شاعرۍ کې ګڼ نور شاعران هم شته چې ژبه یې له دودیزو چوکاټونو راایستلې او د معاصر ژوند پېچلتیاوې یې په نوې ژبنۍ بڼه ثبت کړې دي. خو د جیلاني ځانګړنه دا ده چې د هغه ژبه په یو وخت کې هم ولسي ده، هم فلسفي ده ؛ هم عاطفي ده، هم انتقادي. له همدې امله د هغه شاعري د نوې ژبې د هنري سند د روښانه نمونې په توګه د تحلیلي مطالعې وړ ګرځي.

زه ځکه دا خبره کوم چې د هغه په شعر کې دا برخه یو څه زیاته ده او تر څنګ یې د هغه درې شعري ټولګو کې دا نمونې په داده زړه راخیستلی شو.

په هر صورت  د جلان شاعري د همدې نوې ژبې یو روښانه مثال دی لکه مخکې مې چې دا یوه داسې ژبه. ده چې هم ساده ښکاري، هم ژوره ده، هم ولسي رنګ لري او هم فلسفي وزن پرې پروت دی.

که وګورو د نوموړي په شعرونو کې ژبه له خپل دودیز سنګار  څخه خلاصه شوې ده. هغه په شعر کې ورځني، عادي او کله ناکله سخت او تریخ الفاظ هم کاروي، خو همدا الفاظ د شعري فضا په دننه کې نوې مانا اخلي.

د بېلګې په توګه:

ډک ومه په خټو، په خړ سین کې مې ځان ومونده

ورک وم، ورک وم، ورک وم، په ناورین کې مې ځان ومونده

یا:

کاشکې زړه مې کرکه کرکه کرکه شي

داسې چې د تورو تیږو ځمکه شي

په دې بیت کې(ورک وم، ورک وم، ورک وم) یا (کرکه کرکه کرکه) تکرار یوازې لفظي صنعت نه دی، بلکې د اوسني انسان د ذهني ګډوډۍ، بې‌ځایه ‌والي او هویت ‌بايلنې ژبنی انځور هم دی. دا ډول ژبه د لوستونکي پر ذهن مستقیم اغېز کوي، ځکه د تجربې له حقیقت سره تړاو لري. بله دا چې په معاصر شعر کې نوې ژبه تر ډېره د سمبول، تصویر او غیر مستقیم بیان له لارې راڅرګندېږي.

د هغه په شعرونو کې غرونه، کشتۍ، سمندر، باران، قبر، هدیره، زغرې، ډبرې او وینې یوازې طبیعي یا فزیکي توکي نه دي، بلکې ټولنیز، سیاسي او رواني مفاهیم هم لري.

بیت:

غرق نشي کشتۍ سمندر دواړه لوی

 خدایه نابلده مو مڼوکی دی

دا ډول بیان د معاصرې ژبې مهمه نښه ده، ځکه لوستونکی د مانا په جوړولو کې فعاله برخه اخلي.د جلان نوې ژبه له عاطفې تشه نه ده، خو دا عاطفه رومانتيکه مبالغه نه لري. مینه، درد، وطن، ظلم او انسانیت ټول د ژبې په یو واقعي او ځورېدلي شکل کې وړاندې کېږي.

بیت:

که خدای ، وجدان ته مخ کړمه صفا خبره وکړم

نه زه، زه شوم وطنه ! نه مې ته وطن، وطن کړې

دا بیت د نوې ژبې یو پیاوړی مثال دی، ځکه ژبه دلته د فرد او وطن ترمنځ د شکېدلي تړاو فلسفي بحران بیانوي، نه دا چې یو احساساتي شکایت وکړي.  بله دا چې د جيلاني په شاعرۍ کې نوې ژبه له داخلي تضاد سره هم وصل شوې ده، که د جلان شعرونه وګورئ نو ځان هم قرباني بولي، هم ګناهکار؛ هم سیال ، هم زوال؛ هم شاعر دی، هم غلام.

دا متضاد ترکیبونه د کلاسیکو مطلقو تعریفونو پر خلاف، د اوسني انسان واقعي رواني وضعیت څرګندوي، خو یو شي ته باید پام وکړو چې ژبه دلته قضاوت نه کوي، بلکې وضعیت انځوروي.  دا ډول ژبه یوه بله دا ښیګنه لري چې معاصر شعر ژبه له تبلیغاتي او شعاري ادبیاتو لرې ساتي.

اوس به دې موضوع ته یو څه د ننه ورکوز شو او له دې مخکې به د نوې ژبې هنري برخه په ادبي توکو کې وڅیړو.

په شعر کې د نوې ژبې پیدا کول او یا د نمونې په توګه وړاندې کول، یو شمېر ادبي صنعتونو او کوډونو ته هم اړتیا لري، نو دلته به د جلان په شعرونو کې نوې یو شمېر ادبي توکو له لارې راوسپیړو.

بیت:

دنیا بټـۍ ده انسـانان خښـتې

څوک چې ډیر سوزي، پاخه شي، ښه شي

له دې بیت څرګندیږي، چې جلان په شعر کې تشبیه او فلسفي مانا لرونکې ژبه هم لري  او په دې بیت کې تشبیه یوازې د لفظي ښکلا وسیله نه ده، بلکې د ژوند د فلسفي تعبیر بنسټ جوړوي. شاعر نړۍ له بټۍ سره تشبیه کوي او انسانان خښتې ګڼي. دا تشبیه دا پیغام لري چې انساني کمال د کړاو، فشار او ازموینې له لارې رامنځته کېږي. که وګوو په بیت کې د ژوند سختۍ دلته د تخریب پر ځای د جوړښت وسیله ګرځي.

بیت:

د زمزمو په اوبو مينځم مينه ناکې کيسې

لکه ياسين داسې خوږې دي د عشق پاکې کيسې

په دې بیت کې د عشق کیسې د (یاسین) له سورت سره تشبیه شوي دي، یاسین د قرآن عظیم شان له خوږو، اغېزمنو او روح‌ ته نږدې سورتونو څخه ګڼل کېږي، شاعر د (لکه) د ادات په کارولو سره ښکاره تشبیه جوړوي او دا تشبیه د عشق مذهبي او روحاني  اړخ پیاوړی کوي.

بیت:

د ژوند ګمنامو وهم وهم مزلونو کې اوس

د زړونو تورې وینې خورو لکه ګورګورې چې خورو

په دې بیت کې استعاره او د درد ژبه په واضحه توګه شته، (تورې وینې) د ژور روحي درد، مظلومیت او ناچارۍ استعاره ده. شاعر د ژوند درد د خوراک له عمل سره تړي، چې دا د جبري منلو او دوامداره زجر څرګندونه کوي. که نوې هنري ژبې ته وګورو نو دلته استعاره د ټولنیز ظلم ژبه ده.

یا:

د ستا پر شوند و سره ګلونه کیسې سرې سکروټې

زمونږ پر شوند و وینې وينې او تڼاکې کيسې

په دې بیت کې (سره ګلونه) د خوښۍ، سوکالۍ او ارام ژوند لپاره استعاره ده، او (وینې، تڼاکې) د درد، جګړې او محرومیت استعاره بللی شو.

یا:

ګرځمه جلان د ترنم پر غرو

 مړې سترګې دیار چې څلوريزې کړم

په دې بیت کې ترنم غرونه حقیقي غرونه نه دي، بلکې د موسیقۍ، الهام او عشق استعاري صحنه ده، شاعر خپل هنري سفر په همدې ژبه بیانوي، چې دا خوږه او نوې ژبه ده.

د دې غزل نور بیتونه هم ښکلي دي:

کېنه چې شیبې دې اختریزې کړم

پاڼې د ګلاب در ته نکریزې کړم

تا و مې کړه له غاړې نه رڼې لېچې

پرېږده چې هیندارې ماښا ميزې کړم

دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه

نجونې د ښاريو به غرييزې کړم

خدای که مې همداسې شرنګ کې وساتي

ډېرې زمانې به سندريزې کړم

ددې ترڅنګ نوموړی شاعر کنایه او اخلاقي انتقاد هم کوي او وايي:

بیت:

سر یې تک سپین شو مګر زړه یې لا هم تور پاتې دی

چي دا د عطرو په ویاله کې څنګه اور پاتې دی؟

دا بیت د هغه په شاعرۍ کې د کنایې ښکاره بېلګه ده. سپین سر د عمر او تجربې نښه ده، خو تور زړه د اخلاقي زوال استازیتوب کوي. شاعر پر هغو مشرانو نیوکه کوي چې عمر یې ډېر دی خو وجدان یې وده نه ده کړې. په دې بیت کې جلان تضاد او فکري ژورتیا هم شته او هغه دا چې شاعر سپین او تور د ظاهري او باطني نړۍ تر منځ تضاد ښيي. دا تضاد د شاعر فکري انتقاد ته ځواک ورکوي.

شاعر ډېر وخت په مبالغه او رواني شدت کې اوسي، د جلان شاعري په دې برخه کې هم غښتلې دې او دا مبالغه ډېره په خوږه ژبه بیان کوي.

بیت:

خپل ځان مې قبرکن کړو خپلې اوښکې مې کفن کړې

یو ښـارچیغې مې ټولې د زړه قـبر کې دفـن کړې

په دې بیت کې مبالغه  د روحي مرګ لوړوالی څرګندوي، شاعر ځان ژوندی ښخوي، چې دا د ناامېدۍ او داخلي ماتې تر ټولو لوړه کچه انځوروي، خو کمال یې دا دی چې دا مبالغه لوستونکی د شاعر په احساساتو کې ورګډوي. په یو بل بیت کې تشخیص او د وخت بې ‌ثباتي ډېره په ښکلې انداز راوړي او وايي:

بیت:

ساعت سرچپه شو که حالات په معجزو واوښتل؟

پلی را ورسید ، عجبه داده ، سپور پاتې دی

که بام وکړي په دې بیت کې وخت ته انساني ځانګړنې ورکول شوې ده. ساعت د ټولنیزو او سیاسي ګډوډیو استازیتوب کوي او د شاعر د حیرانتیا او بې ‌باورۍ احساس په کې له ورایه څرګندیږي.

د ښاغلي جلان  ژبه سمبول او ملي درد هم لري او په یو بیت کې وايي:

د اغزن تار تر څنګه خور چیغې وهي او وايي

خلکو را وایې ړوئ هاغه خوا مې ورور پاتې دی

په دې بیت کې اغزن تار د سرحد، جلاوالي سمبول دی، په بیت کې (خور) لفظ د ویشل شوي وطن انساني څېره وړاندې کوي، دا سمبول د فردي درد نه جمعي فاجعه ته هم لاره هواروي.

 بیت:

په لوپټې کې دې جانانه څڼې ښې پټوه

د زمانې بادونه هم کوي بيباکې کيسې

په دې بیت کې لوپټه یوازې جامه او رخت نه دی؛ بلکې د حیا، دود، عزت او ټولنیز محدودیت سمبول هم دی. د شاعر اندېښنه د معشوق د ښکلا نه، بلکې د زمانې له قضاوت څخه ده، چې معشوقه یې په کې درنښت ونه بایلي.

یو بل څه چې د جلان په شعر کې مهم دي هغه حسي تصویر او جګړه یو ځای راوستل دي، که څه هم جيلاني په ټوله کې یو حسي شاعر دی، خو هغه دا ژبه ډېره خوږه کارولې ده.

بیت:

بیا به پښتنه وي قرباني د زور

پروت په وینو خاورو کې زړوکی دی

زړوکی د لویې پکتیا په لهجو کې ټیکري (څادر) ته وايي او دا بیت د جګړې حقیقت وړاندې کوي، وینه او خاوره د مرګ او بربادۍ یو تصویر جوړوي چې لوستونکی یې په ذهني توګه تجربه کوي.خو جلان په تصویرګرۍ کې ډېر مخکې تللی او یو نیم بیت یې بیخې داسې دی له لوستونکی چې هم هغه صحنه ویني لکه:

بیت:

پورې هدیره کې یو تازه قبر جوړ شویدی

راشه چې داوښکو ماسپښین کې مې ځان ومونده

په بیت کې تازه قبر د مرګ نږدېوالی څرګندوي، تصویر دومره ژور دی چې لوستونکی ځان په هدیره کې احساسوي، هغه په خپله هم وايي:

بیت:

دې ته مې مه ګوره چې شعر کې منظرې لرمه

د ژوند مـزل کې د زخمونو ننـدارې لرمه

یا:

منې ! اوبو هم ترې تصویر ستا د ځوانۍ وغوښته

ما چې چينې ته ستا په نوم هینداره سپينه ورکړه

دا بیت هم یو پیاوړی انځور وړاندې کوي، لکه لوستونکی یې چې ویني، په بیت کې که وګور نو چینه، اوبه، هینداره او تصویر ټول د ښکلا انعکاس جوړوي، په دې بیت کې شاعر د معشوق ځواني دومره ښکلي بولي چې طبیعت یې هم د لیدو تږي دی، او غواړي چې هغه وویني.

په ځینو بیتونو جلان داخلي تضاد او رواني بحران سره هم مخامخ دی او دا بحران یې په ډېره واضحه نوې ژبه څرګند کړی دی.

بیت:

يو شاعر غلام بل تخیل غلام

دوه تنه کمزوري مې ليدلي دي

په دې بیت کې شاعر خپل داخلي حالت ښيي، یو انسان چې هم د شاعرۍ غلام دی او هم د تخیل، دا داخلي تضاد د هنرمند رواني کمزوري او حساسیت څرګندوي، له هنرمند څخه هدف په خپله شاعر نه دی، بل کې یو بل چاته اشاره کوي.

بیت:

د سرعقل مې پښو کې او دپښو قوت په سر

په داسې سرچپه حال کې په حال هم یمه زه

په دې بیت کې که وګورو عقل او احساس خپل ځایونه بدل کړي دي، دا د ذهني ګډوډۍ او رواني بحران استعاري انځور دی، خو د هغه شعرونه عاطفه، فراق او استعاري مسایل هم زیات لري.

بیت:

چې لږ راشي یو څوک ووایئ جانان ته

تـشه غیږه ګـرځوم مـیده بـاران ته

د جیلاني په شاعرۍي کې تشه غیږه د فراق نښه ده او باران د اوښکو استعاره ده، دا بیت د عاشقانه درد او انتظار بشپړ عاطفي تصویر وړاندې کوي.

له دې پورته ټولو بیتونو څرګندیږي، چې جيلاني د معاصرې پښتو شاعرۍ له هغو شاعرانو څخه دی چې شاعري یې یوازې د احساساتو د څرګندولو وسیله نه ده، بلکې د فکر، وجدان او شعوري تجربې یې هم هنر ته ورګډې کړي دي.

د جلان د شاعرۍ بله مهمه ځانګړنه د سمبول او انځور پراخه کارونه ده، هغه مستقیمې ویناوې او شعاري ژبه نه کاروي، بلکې د غرونو، اوبو، بادونو، لوپټې، هیندارې او رڼا په څېر سمبولونو له لارې خپل فکري پیغام وړاندې کوي.

که وګورو له فني پلوه د جيلاني ژبه معاصره، نرمه او له کلیشو توکو پاکه ده، هغه په خپلو شعرونو کې دودیز وزن او موسیقیت ساتي، خو دا د مانا په قربانولو سره نه کاروي او هغه هڅه کوي، چې احساس د طبیعي بهیر برخه ګرځوي. یوه بله خبره دا چې د هغه تشبیهات تازه دي او ترکیبونه یې د ورځني استعمال له زړېدو خلاص کړي دي.

که پورته بېلګو ته وګورئ نو د سید جیلاني جلان د نوې ژبې مهمه ځانګړنه  دا وه چې  د هغه په شعرونو کې د ښکلا او وحشت یوځای راښکاره شوی دی. لکه د معشوق سرې شونډې د وینو له تڼاکو سره پرتله کېږي، ګلاب د سکروټې څنګ ته درېږي او باران د قبرستان په سر وریږي، همدا نوې ژبه ده.

خو دا متضاد تصویرونه موږ ته دا هم څرګندوي  چې معاصر شعر نور د ښکلا د واحد تصور منونکی نه دی، بلکې د واقعیت ټول اړخونه د سند په توګه ثبتوي، نو همدا ثبت د هنري سند مانا بشپړه کوي.

ښاغلی جلان درې شعري ټولګه (د ګلپاڼو اتڼ، د هندارو دره، غمي، غمي سندونه) لري، چې په کې په سلګونو بیتونه شته، خو کوم بیتونه چې ما تشریح کړل، دا بیتونه په پښتو اوسنۍ شاعرۍ کې د نوې ژبې هنري سند بللی شو، ځکه ژبه په کې د خپل وخت د درد، ویرې، مینې، ماتې او فکري پوښتنو ریښتینی او هنري ریکارډ وړاندې کوي.

دا شعرونه نه یوازې لوستل کېږي، بلکې د نن انسان حالت په کې هم  ساتل شوی دی، جيلاني  یوازې شاعر نه، بلکې د خپلې زمانې ژبنی شاهد  هم ښکاري، او همدا ځانګړنه د هغه شاعرۍ ته د اوسني ادب په غیږ کې ځانګړی ارزښت ورکوي.

له دې موضوع سره یو ځای یوه بله خبره د یادولو ده٬ هغه دا چې زموږ دا شاعر یو شمېر زیات مشهور شعرونه هم لري چې ددې لیکنې برخه نه ګرځي ځکه له یوې خوا هغه استاتزیتوبي شعرونه دي له بلې خوا د جلان په شعرونو کې په لسګونو زاویې شته چې هره یوه یې ځانګړو لیکنو ته  اړتیا لري٬ چې دا لیکنه یې په یوه ځانګړې زاویه لیکل شوې.

په پای کې د ویلو ده چې د نوې ژبې هنري سند ارزښت یوازې په ژبني نوښت کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې شعر د خپل وخت د انسان حالت ثبتوي. د جیلاني په شاعرۍ کې ژبه قضاوت نه کوي، شعار نه ورکوي او نسخه نه وړاندې کوي؛ بلکې حالت انځوروي. همدا بې‌طرفه، خو دردناکه انځورګري اوسنۍ شعر له تبلیغاتي ادب څخه بېلوي او هغه د تاریخ او شعور په ژبه بدلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...