شنبه, اپریل 27, 2024
Home+البرت کامو په دې ورځ په الجزیره کې وزېږېد

البرت کامو په دې ورځ په الجزیره کې وزېږېد

تاند- د نوبل د ادبي جايزې ګټونكى نامتو فرانسوي ليكوال البرت كامو د ۱۹۱۳ كال د نوومبرپه اوومه نېټه د الجزاير د مركز الجزيرې په يوه كارګره او بېوزله كورنۍ كې دنيا ته سترګې رڼې كړې. د هغه كورنۍ له فرانسې څخه د مځكو د ترلاسه كولو لپاره الجزايرته تللې وه. مور يې په اصل كې هسپانوۍ وه.

كاموپه ښوونځي كې هم په درسونو او هم په ورزش كې تكړه شاګرد ؤ. د ۱۹۲۸ او ۱۹۳۰ كلونو ترمنځ د الجزاير د ټيم ګولكيپر ؤ، له همدې امله سكالرشيپ وركړاى شو چې د الجزيرې په يوه معتبره فرانسوي لېسه كې شامل شي. په اوولس كلنۍ كې په نري رنځ اخته شو او په دې ډول يې له سپورتي سياليو بې برخې شو. د الجزيرې د پوهنتون تر پاى ته رسولو وروسته يې اراده وكړه چې د فلسفې استاد شي خو دا ارمان يې نيمه خوا شو ځكه چې د نري رنځ بلې حملې له كاركولو راوګرځاوۀ. د استادۍ په ځاى يې په الجزيرې كې دتيا تر له يوې ډلې سره سرو كار پيدا شو او په داسې حال كې چې خبريالي يې كوله د تياتر لپاره يې ډرامې ليكلې او توليدولې. په۱۹۳۴ كې په كمونيست ګوند كې شامل شو خو په ۱۹۳۶ كې كمونيست ګوند كامو له ګونده وايست. په همدې كال (۱۹۳۴) كامو له سيمون هاى سره وادۀ وكړ ليكن يوكال وروسته سره جلا شول. كامو په ۱۹۳۸ كې د (جمهوريت غوښتونكي الجزاير) ورځپاڼې چې تازه راوتلې وه، خبريال شو. په ۱۹۳۹ كې يې (د قبيلې فقر) په نوم د خپلو مقالو ټولګه چاپ كړه. په۱۹۴۰ كې يې له فرانسيس فور سره وادۀ وكړ. د دوهمې نړيوالې جګړې په درشل كې د فرانسې په پوځ كې د شاملېدو لپاره رضاكار شو خو د نري رنځ د ناروغۍ له امله ونه منل شو. په همدې موده كې دى د نوې تاسيس شوې (جمهوريت غوښتونكى الجزاير) ورځپاڼې مدير شوى ؤ خو د الجزاير حكومتي ادارې هغه بنده كړه. په پنځه ويشت كلنۍ كې فرانسې ته ولېږدېدۀ او په پاريس كې يې د (پاريس مازيګرى) نومې ورځپاڼې كې كارپيل كړ. د دوهمې نړيوالې جګړې په ترڅ كې د فرانسې د مقاومت ملګرى شو او د يوې ليبرال ورځپاڼې لپاره يې ليكنې كولې. د دې په څنګ كې چې ډرامې، ناولونه او فلسفي مقالې يې ليكلې، تر ۱۹۴۷ پورې يې ژورناليستي كارونو ته دوام وركړ.

په ۱۹۴۲ كې د البرت كامو، دې ليكنې د سيزيف افسانه (The Myth of Sisyphus) يو لړ فلسفي پوښتنې راپورته كړې چې وروسته يې په خپل ناول كې هم مطرح كړې. پوچتوب او د دنيا پوچوالى د هغه د فلسفې مهم بحث دى. كامو استدلال كوي چې انسان بايد خپل كار او خپلو هلوځلو ته پخپله معنا پيدا كړي او خوند ورڅخه واخلي. دۀ دا نظر په خپل لومړي ناول (پردى) The  Stranger كې چې په ۱۹۴۲ كې چاپ شو سپړلى دى. خودكُشي هم د هغه په فلسفه كې ډېره څېړل شوې او يوځاى وايي په دنيا كې داسې هيڅ شى نشته چې حتى په تشه خندا وارزي.

كامو په ۱۹۵۷ كې د نوبل ادبي جايزه وګټله. په ۱۹۶۰ كې د ۴۶ كلنۍ په عمر د سانس ښار په يوه ترافيكي پېښه كې مړ شو. البرت کامو د ادبياتو او فلسفې په برخه كې د ګڼو اثارو ترڅنګ دوه غبرګوني اولادونه (كترين) اوجين) پرې ايښي دي.

د البرت كاميو آثار

         ناولونه

  • The Stranger (L’Étranger, sometimes translated as The Outsider) (1942)
  • The Plague (La Peste) (1947)
  • The Fall (La Chute) (1956)
  • A Happy Death (La Mort heureuse) (written 1936-1938, published posthumously 1971)
  • The First Man (Le Premier homme) (incomplete, published posthumously 1995)

          لڼدې كيسې

          غيرداستاني آثار

          ډرامې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب