پنجشنبه, نوومبر 7, 2024
Home+خواخوږي | زهير سپېڅلی

خواخوږي | زهير سپېڅلی

استاد ګل پاچا الفت  لسيزي مخکي ويلي وو، چي داسي بېغمي دي خدای په هيڅ کور کي پيدا نه کړي يو  کور کي چي وير وي او  بل خاندي  له ليلا سره اوسنيو حالاتو او واقعاتو ته چي ګورو، بې همدردي او بېغمي بېخي اوج ته رسېدلې ده.
په دا بيت کي ئې بيان کړې بدمرغي نن- سبا روانه ده.
نه ښايي انسان ته چي د بل په غم غمجن نشي
لويه بدبختي ده، چي څوک نه ژاړي له چا سره
نن انسانانو پخپله بېغمۍ دا ثـابـته کړې ده، چي دا ښايي کـه د بل په غم غمجن نشې.
د نورو له اوښکو سره اوښکي و نه څڅوې؛ بلکي تماشې ئې وکړې، چي څنګه ژاړي؟
د بل درد دي  و نه دردوي.
د بـل په خپګان خپه نشـې او د نـورو پرېـشـاني خپلـه پـرېشاني و نـه ګـڼې.
دا بدبختي موږ اورو او وينو، چي د يوه غم د بل خوشحالي ده او ډېر دي، چي خپله خوشحالي د بل په غم کي لټوي.
د بل په کور کي لګېدلي اور تـه پوکي ورکوي او خپـله ډوډۍ ورباندي پخوي.
د بل ژړا خپله خندا ګڼي او د بل  په ژړولو کي خپله خوښي ګوري او ځان خوشحاله کوي.
د بل په کور کي د وير، خپګان او مات جوړولو په بيه خپل کور ته خوښي راوړي.
د بل په مرګ خپل ژوند ژغوري او په هديرو کي بازارونه جوړوي، چي ګټي وکړي.
د بل د کور په سوځولو خپل کور ته رڼا راولي.
څومره جونګړو ته دي اور ورته کړ
چي خپل محل ته دي رڼا راوسته
سيف الرحمن سليم
خپل پرمختګ د نورو په شاتګ کي لټوي.
خپله کاميابي ئې هلته باوري کړې وي، چي  بل ناکامه شي.
د نورو ناروغي خپله روغتيا ګڼي.
د بل په بربادۍ کي د ځان ابادوني فکرونه کوي.
د نورو په راغورځولو او لاندي کولو  کي د ځان لوړوالی ويني او ځان لوړ رسوي.
په انساني ټولنه کي داسي وخت ته راغلو، چي له چا د غمشريکۍ او خواخوږۍ تمه او هيله نشي کېدای.
که څوک خواخوږي درسره کوي هغه هم په شرطونو پوري تړلې ده، د خدای لپاره نه وي.
ځيني په حقيقت کي نه زموږ همدره دي او نه رښتينې خواخوږي راسره کوي.
ځيني فقط د غمشريکۍ دروغجني خبري او د خواخوږۍ کاذب تمثيل کوي.
که دي اور اخيستی و، دا تمه به له هر چا نه کوې، چي اوبه دي پرې وپاشي؛ بلکي پر دې ووېرېږه، چي تېل ئې نه وي راوړي.
دعوې د اشرف المخلوقات کوو، خو کردار مو هغسي نه دی او اعمال مو له دې نامه سره نه ښايي.
د هر چا په خواخوږۍ بايد تېر هم نوزو.
د ځينو خواخوږيو تر شا بدمرغۍ پټي وي.
قصاب چي څاروي په غېږ کي اخلي له ګرانښته نه وي، حلالولو ته ئې څملوي.
ښکاري چي مرغيو ته دانې وراچوي، د لوږي غم ئې نه دی اخيستی د نيولو او ښکار کولو شوق ئې کوي.
ځيني چي د خواخوږۍ دعوې کوي، نيتونه ئې دغسي د ښکاری او قصاب دي.
ځيني وختونه د ځينو خواخوږۍ په زهرو لړلي ګوړي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب