څو وخته دمخه یوه دوست حیرانوونکې خبره راته وکړه. ویل یې چې یوه شاعر ملګري یې د ځان په تعریف کې څه لیکلي او بیا یې ده ته ویلي وو چې ستا په نوم یې خپروم، غږ به نه لرې.
دغسې پیښې کمې نه دي. خلک یا د پیسو او یا د شهرت لپاره منډې وهي. د شهرت ګټل یو منطقي مقصد دی. د نوم ګټل څه بده خبره نه ده او بلکې عیب دا دی چې سړی د ښه نوم له ګټلو سره دلچسپي ونه لري، خو کاذب شهرت عیب او د غاړې غم دی. په ځینو کسانو پسې شهرت منډې وهي او ځینې کسان په شهرت پسې منډې وهي. په دغو دوو حالتونو کې ډېر توپیر دی.
دغه کس چې زما دوست یې راته کیسه کوله، د شهرت لپاره ډېره ساده طریقه غوره کړې وه. ځینې کسان پېچلې لارې غوره کوي. یو چا د خپل کتاب لپاره له مختلفو دوستانو تبصرې وغوښتې او کومې خبرې چې مثبتې وې هغه یې خپرې کړې. دا طریقه د کاذب شهرت لپاره نسبتا پېچلې او تر لومړۍ هغې کامیابه وه. یو شمېر کسان د خپلو پیسو، قدرت، اجتماعي موقف یا شغل په مټ دا چانس لري چې نور کسان د ځان په ګټه په اسانه استعمال کړي. پخوا چې په افغانستان کې ګوندي فعالیتونه زیات وو، د ګوند شاعر او لیکوال د دوستانو او دښمنانو فعالې ډلې لرلې. د کاذب نوم د ګټلو لپاره له عرفاني او اخلاقي مضامینو یا په اوسنۍ زمانه کې د وطني او ملي احساساتو له څرګندولو هم استفاده شوې ده.
په پیښور کې د شلمې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې یو شاعر ډېر مشهور شو. دی چې د پولیسو منصبدار و، سندرغاړو یې ګڼ غزلونه په سندرو کې وویل او انګازې یې خپرې شوې خو له تقاعد سره یې د شاعري شهرت ته دومره ژر صدمه ورسېده چې اوسني ځوانان یې شاید ونه پیژني.
ژورنالیزم او د پوهنتون استادي هم هغه شغلونه دي چې لیکوالو یا شاعرانو ورڅخه د غیرعادلانه شهرت لپاره استفاده کړې ده. یو نیم وخت وینو چې لیکوال یا شاعر ژورنالیست له خپلې رسنۍ څخه د خپلو آثارو د تبلیغ لپاره بې درېغه استفاده کوي. دغه راز د پوهنتونونو ځینو استادانو له خپل مقام څخه د خپلو کتابونو د بیا بیا چاپولو لپاره استفاده کړې ده. محصلان چې د استادانو خوشحالولو ته ځانونه اړ ویني، دا بهتره ګڼي چې د استاد چاپ شوی کتاب په بیه واخلي او خامخا یې ولولي.
کاذب شهرت د لیکوال او شاعر لوی دښمن دی. کاذب شهرت لیکوال او شاعر ته دښمنان زېږوي او ډېر ځله د ښه نوم په ځای بد نوم ورپه برخه کوي.
دا د بنیادم فطرت دی چې په اسانو لارو پسې ګرځي. که د مصنوعي کامیابۍ اسانه لاره ووینو، بیا به مشکله وي چې د واقعي کامیابي په سخته لاره مزل ته زړه ښه کړو. په کاذب شهرت روږدی لیکوال د ځان تېرایستلو په ناروغي مبتلا کېږي او هغه انرژي چې په واقعي پرمختګ یې باید ولګوي، په مصنوعي کامیابیو لګوي. دی چې په زړه کې پوهېږی چې تر سیالانو شاته پاتې دی، ځان لنډو لارو ته لا زیات محتاج ویني او لا زیات په لومه کې نښلي.
متل دی وایي د درواغو مزل لنډ دی. مصنوعي شهرت معمولا تر خپل څښتن لږ عمر لري او له خپل څښتن سره هاغسې کانه کوي لکه مخدر مواد چې یې له معتاد سره کوي. مخدر مواد د کاذبې خوشحالي په بدل کې څو برابره واقعي غم زېږوي.
په دنیا کې په میلیاردونو کسان اوسي چې نه لیکوال دي او نه شاعران خو کامیاب ژوند لري. ضرور نه ده چې یو څوک دې خامخا لیکوال او شاعر شي او که دا شوق ورباندې ډېر غالب وي، حتمي نه ده چې ښه شاعر او ښه لیکوال دې وي. بنده په خپل وس پړ دی خو کاذبې هڅې د واقعي ناکامۍ او بدنامۍ سبب کېږي.
ګران استاده ! الله پاک دې د پښتو او پښتنو له سره مه کموه،ستا استعداد او نبوغ ته مې دې په دوه لاسي سلام وي، په ریښتیا هم چې زموږ په ځینو لیکوالو کې دا ناروغي شته ، زموږ د عامو په اصطلاح چې زه به تاته خان صاحب وایم ، ته ماته خان صاحب وایه، ځینې ملګري شته، چې په ویبپاڼه کې یو څه خپاره کړي؛ نو په وچ زور ملګري اړباسي، چې تبصره پرې وکړي بار بار دې خبروي چې زما شعر یا لیکنه خپره شویده ، یو څه پرې ولیکه . زما په نظر دا کار د لیکوال لپاره هغه ستا په خبره تدریجي مرګ زیږوي، یعنې که څوک یې د لیکنو صفت کوي، دی به لیکوالي کوي او که چا وویل ، چې دلته لږ کمزوري لري، نو دی به هیڅ قلم ته ګوتې نه وروړي، لیکوالي او شاعري باید د شهرت لپاره نه وي، لیکوالي او شاعري باید په شوق وشي، ځینې ملګري دي ، چې پدې ډېر خوشاله وي، چې پنځه کتابونه مې چاپ کړيدي یا مې لس چاپ کړي ، خو دې ته نه ګوري ، چې پدې لسو کتابونو کې، د یوې وړې مقالې زور شته او که نه .
ډیره ښکلی لیکنه وه محترم استاده الله دی عمر در کړی
ښاېسته لیکنه وه استاده !
شته داسې ډېر خلک چې د شهرت لیوني دي او پدې لیونتوب کې ډېر لوۍ لوۍ ارزښتونه له لاسه ورکوي
درنښت سره؛ ډیره ماناداره لیکنه ده.
ددرواغجن اوکاذب شهرت غوښتوونکولپاره داخبره بسنه کوي چې ددروغومزل لنډوي.