شنبه, مې 4, 2024
Homeادبلنډه کیسهخپګان / اجمل پسرلی

خپګان / اجمل پسرلی

 پیتر به څو دیرش کلن وي. دی پیانو غږوي. وایي په کال کې یو دوه ځلي جاپان ته ځم هلته کنسرت ورکوم بیا دومره پیدا کوم چې په پراګ کې  په بل عادي کار ژوند روان شي.

پیټر خپلې ګردۍ شنې سترګې سره وروستې « غمجنه موسیقي نه غږوم خو…»

ما یې خبره په خوله کې وروچه کړه:

–  فکر نه کوې چې انسان په یوه حالت کې نه وي کله یې ښایي غمجنه موسیقي خوښه شي

–  انسان چې څرنګه ځان وروزي هغسې روږدی کیږي

–  زه چې کله د شپې په مخه کار وکړم او سهار کور ته روان یم، نو په موټر کې راډیو یا ټیپ لګوم، که مسته موسیقي وي داسې بده راباندې لګیږي چې څه درته ووایم

پیټر سروخوځاوه:

–  دا سمه ده چې کله ناکله داسې حالت وي خو په دې وخت کې بیا زه بیخي موسیقي نه اورم

پیټر سړه ساه وایسته. ما ورته وویل، څرنګه نن ستړی ښکارې په داسې وخت کې کومه موسیقي اورې

ده یو لیک له جیبه راوایست:

–  ته پوهیږي چې مور او پلار مې دغه خپل کور او دغه کور چې ته پکې اوسې زما په نوم کړې دي

–  څومره ښه چې په ژوند کې یې دا کار کړی

–  خپه په دې یم چې د سند په اخره کې یې لیکلي دي چې پیټر موږ تر هغه وخته چې ژوندي یوو له دې کوره نه شي ایستلی

–  خیر دی قانوني خبره ده نو

–  نه دغه جمله مې ځوروي چې مور او پلار پر ما باور نه کوي د همدې لپاره مې پروګرام جوړ کړی چې د یکشنبې په ورځ دوی ته په پیانو کې غمجنې نغمې وغږوم دغه فکر لا سر له اوسه غمجن کړی یم

–  نو مه یې غږوه

پیټر ته ایس ایم ایس راغی، هغه ته یې وکتل لاس یې رااوږد کړ او په تلو تلو کې یې وویل:

–  زه باید دوی پوه کړم چې خپه شوی یم .

1 COMMENT

  1. دا ډول لیکنې د یوې ټولنې د خلکو باطني احساسات ، کلتور او ذهنیت تر یوې ډېرې ښې تحقیقي مقالې ښه بیانوي. زه ستاسو دا لړۍ په منظم ډول لولم لو فکر کوم که مې په پراګ کې کلونه تیر کړي وای دومره به د دوی په عواطفو او دروني احساساتو نه وای پوی شوی لکه په دې لیکنو کې چې ورباندې پوهېږم.
    مننه خوښ اوسئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب