-باړه : ګل رحمن رحماني
زه دلته د خپل ورور “غره” او خور “سیند” تر منځ ناست یم، موږ درې واړه په یوازېتوب کې سره یو، یو. یوې غوړېدلې، ځواکمنې او ژورې مینې موږ سره تړلي یو. داسې مینه، چې زما د خور سیند له ژورو نه ژوره او زما د ورور غره له ځواکمنۍ نه هم ځواکمنه او زما د لېونتوب له سرکشۍ نه هم عجیبه ده .!
له ډېرو اوږدو زمانو څخه سره ملګري یو، حتی هغه وخت، چې لومړنیو سپېدو تیارې له منځه یوړي؛ نو موږ یو بل سره ولیدل، له هغه وخته تر اوسه ډېر وختونه تېر شوي دي. موږ د ډېرو جهانونو زېږون، تکامل ته رسېدل او د هغوی مرګ لیدلی دی ، خو لاهم ځوانان او له شوره ډک یو.
هو! موږ له شوره ډک او ځوانان یو، خو هېر شوي او یوازې هم یو، سره د دې، چې ارام او اسوده ګي مو نه شته، خو تر قیامته یو بل په غېږ کې نیسو، بیا هم نه پوهېږو، چې ایا کولای شو، له دغه ناپایه شهوت، مینې او لېوالتیا څخه به سوکاله او ارام شو؟
چېرته دی، هغه اورېدونکی خدای، چې زما د خور “سیند” بستر ګرم وساتي؟ کوم دی هغه باران ورونکی خدای، چې زما د ورور “غره” اور غورځوونکی (آتشفشان) غلی او یخ کړي؟
زه بیا له دې دواړو نه اړ او بدبخته یم، کومه ښځه کولی شي، چې زما په زړه حکمراني وکړي؟
د شپې په خاموشۍ او ارام کې زما خور په خوب کې د اور د خدای نوم زمزمه کوي، څو هغه ګرمه کړي او ورور مې هم د بارانونو لرې خدای ته نارې وهي؛ تر څو سوزېدل یې په یخ بدل کړي.
خو زه اخر چا ته په خپلو خوبونو کې نارې ووهم؟
په خدای قسم خورم، چې نه پوهېږم. همدا اوس مې د خپل ورورغره او خور سیند په منځ کې ناست یم.
موږ درې واړه په یوازېتوب کې سره یو، یو. یوه عجیبه، ځواکمنه او ژوره مینه موږ له یو بل سره تړي.
سرچينه : لېونى سړى