پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeداسې هم شتهساینسفيض پکتیاوال/ د نیټ ورک اړتیا وړ توکی دوهمه برخه

فيض پکتیاوال/ د نیټ ورک اړتیا وړ توکی دوهمه برخه

 Hub هب
هب په نيټ ورک کې د مرکزي وسيلې رول لوبوي، په نيټ ورک کې موجود ټول کمپيوټرونه د لين له لارې له هب سره تړل کېږي، په هب کې د کمپوټرونو د تړلو لپاره سوري موجود دي، له هر سوري سره د کېبل په واسطه يو کمپيوټر يو ځاى کېږي، په بازار کې بېلابېل هبونه شته چې لږ يا ډېر سوري لري، تاسو به د خپلو کمپيوټرونو د شمېر له مخې يو مناسب هب کاروئ. د هب له لارې په نيټ ورک کې د سره تړل شوو کمپيوټرونو پيغامونه هب تر لاسه کوي او د خپلو پورټونو له لارې يې ټولو کمپيوټرونو ته استوي.
 د هب ډولونه:
Passive هب يو ډېر ساده هب دى د ډاټا د سيګنال په پوره رسولو کې ستونزي لري او تر ټاکلي ځايه يې د رسولو توان نه لري. د نوموړي د دې خاصيت له امله د نيټ ورک د جوړښت له مخې که د دوو کمپيوټرونو تر منځ واټن ١٠٠ متره وي، په Passive هب کې د سره تړل شوو دوو کمپيوټرونو تر ټولو لوى غځېدلى واټن به ٥٠ متره وي، Passive هب د کارولو له مخې اسانه دى، خو توان يې ډېر محدود دى.
 Active هب دا صلاحيت لري چې د سيګنالونو جريان ځواکمن کړي او موجودي غلطۍ يې له منځه يوسي، دې کړنې ته د نيټ ورک د جوړښت له مخې Signal Regeneration وايي، له همدې لارې د ډاټا په لېږدونه کې ډېري کمي خرابۍ پيدا کېږي، پر دې برسېره د کمپيوټرونو تر منځ په ډېر اوږده واټن کې کار کوي.
په نيټ ورک کې يوه بله وسيله Repeater  هم د سيـــــګنالونو د جريان د ځواکمنولو او  Signal Regeneration لپاره کارېږي، Active  هب هم دا کار کوي، له دې امله Multipart Repeater  هم ورته ويلاى شو، Active هب د Passive هب په پرتله يو څه ګران دى.
 Intelligent هب امرونه يا کمانډونــــه د Simple Network Management Protocol له لارې څاري. د بېلګې په توګه: که چېري په نيټ ورک کې يو کمپيوټر يا وسيله کار پرېږدي، نوموړى يې په اړه ځينې حکمونه جاري کوي، که هغه د کمپيوټر يا وسيلې له لوري رد شي له نيټ ورکه يې بېلوي.
 Repeater رپيټر
رپيټر په نيټ ورک کې د کېبل په واسطه سيګنالونه تر يوه ځانګړي واټنه روغ او پوره رسوي، تر دې وړاندې سيګنال کمزورى کېږي، د سيګنال د دې خاصيت له امله په نيټ ورک کې د دوو کمپيوټرونو د واټن لپاره يو ځانګړى حد ټاکل شوى دى، د کمپيوټرونو تر منځ تر ټاکلي حد په اوږده واټن کې سيګنال کمزورى کېږي يا هېڅ کار نه کوي.
د اوږده واټن لپاره Repeater کارېږي، نوموړى په OSI کې پر فزيکل لاير کار کوي، عام ريپيټرونه په سيګنال کې کوم بدلون نه راولي، بلکې د سيګنال جريان ځواکمنوي او د هغه کمزورۍ ليري او په کې موجود Noise هم ليري کوي.
Noise د ډاټا په لېږدونه کې پر سيګنال د احتمالي ورانيو پېښېدو ته وايي، دا خرابۍ د بېلابېلو لاسوهنو له امله چې ډېر احتمال له Electromagnetic  لاسوهنې څخه لري پېښېږي، دې لاسوهنې ته EMI هم ويل کېږي، که سيګنال ته نژدې د برېښنا مرکز، عمومي لين، يا هم بل کوم برقناطيسي جريان واقع وي EMI  ورڅخه را منځ ته کېږي. داسې رپېټرونه هم پيدا کېږي چې له سيګناله EMIليري او جريان يې ځواکمن کړي.
Switch سويچ
سويچ هم هب غوندې کار کوي، ټول کمپيوټرونه او وسيلې د يوه کېبل په واسطه ور سره تړل کېږي، نوموړى د OSI پر ډاټا لينک لاير کار کوي، د هب په پرتله ګران لوېږي او کارول يې هم يو څه ستونزمن دي.
هب له يوه کمپيوټره ډاټا اخلي او خپلو ټولو پورټونو ته يې ورکوي، د ډاټا استولو پر وخت د هب ټول پورټونه مصروف او پر نيټ ورک ټرافيکي شور ډېر وي، سويچ داسې نه دى، دى چې ډاټا له کوم پورټه تر لاسه کوي د يوې ټاکلي پتې په مرسته يې د استولو لورى ټاکي، د هدف تر ټاکلو وروسته ډاټا د يوه پورټ له لارې ټاکلي کمپيوټر ته استوي، په دغه وخت کې د سويچ دوه پورټه يو د ډاټا د ترلاسه کولو او بل يې د استولو هغه مصروف وي، پر دغه نيټ ورک ټرافيکي شور ډېر کم وي. سويچ د ډاټا د هدف د ټاکلو او د هغې وراستولو لپاره د ټولو کمپيوټرونو او وسيلو پتې او معلومات له ځان سره ساتي، ٤،٢ شکل ته ځير شئ:
٤،٢ شکل
د سويچ ډولونه
Store and Forward سويچ د يوه بشپړ فريم د تر لاسه کولو انتظار باسي، دې کړنې ته Buffer ويل کېږي، له بفر څخه موخه دا ده چې ډاټا د لږ وخت لپاره په يوه موقتي ځاى کې ايښودل کېږي، کله چې د يوه فريم Buffer بشپړ شي نو د فريم د څرنګوالي له مخې د هغې پته لوستل کېږي او د هدف لورى يې ټاکل کېږي.
د فريم د سموالي او بشپړوالې لپاره CRC څخه چې د Cyclic Redundancy Check لنډيز دى کار اخيستل کېږي که فريم سم او بشپړ وي د هدف لوري ته يې استوي او که سم نه وي له منځه يې وړي، د دې ګټه دا ده چې يو وران او غلط فريم مخې ته نه شي راتلاى او زيان يې دا دى چې د فريم پر بفر کولو وخت لګېږي او په لېږدونه کې يې ځنډ راځي.
 Cut Trough سويچ د پوره فريم د استولو انتظار نه باسي، د فريم له لومړنيو ٦٤ بيټو څخه يې د هدف لورى معلوموي او سملاسي يې د يوه مناسب پورټ په واسطه يې د هدف لوري ته لېږي، د فريم د سموالي او بشپړوالي لپاره CRC نه استعمالوي، که فريم Buffer نه شي د ډاټا لېږدونه په ډېر تېز سرعت تر سره کېږي، خو زيان يې دا دى چې وران او غلط فريم هم استول کېږي.
 Bridge بريج
بريج د دوو نيټ ورکونو يو ځاى کولو يا د يوه نيټ ورک پر څو کوچنيو برخو وېشلو لپاره کارېږي، نوموړى د OSI پر ډاټا لينک لاير کار کوي. له روټر سره يې توپير دا دى چې هغه ټول سيګنالونه مخ پر وړاندې لېږي او بريج يوازې منتخب سيګنالونه مخ پر وړاندې استوي، هغه سيګنالونه چې ضروري يا اجازه و نه لري له منځه وړي. داسې فرض کړئ: د يوې کمپنۍ د نيټ ورک پر دوو څانګو Sales  اوAdmin  ټرافيکي شور ډېر دى، د ټرافيکي شور کمولو او نيټ ورک د ښه ترا کار کولو په هيله نيټ ورک پر دوو برخو ووېشئ!
A د سيلز او B د اډمين لپاره وټاکئ، د دوى دوو تر منځ بريج کښېږدئ، له دغو دوو برخو څخه ډاټا بريج تر لاسه کوي، که د A  ډاټا داسې برخې ته چې په کې د A  ډلې کمپيوټرونه تړلي وي واستول شي بريج به يې له منځه يوسي، ځکه ډاټا د بريج له اجازې پرته تېرېدل غواړي، که A د B په لين کې يو کمپيوټر ته ډاټا واستوي، بريج به يې د B  په لين کې تر ټاکلي کمپيوټره ورسوي، په دې ډول به پر نيټ ورک ټرافيکي شور تر ډېره بريده کم وي.
په بريج نيټ ورک کې شامل ټول کمپيوټرونه، وسيلې او پتې په يوه جدول (Table) کې ساتل کېږي او په مرسته يې ډاټا د هدف لوري ته ځان رسوي.
 Router روټر
 د نيټ ورک د پتې په مرسته ډاټا تر ټاکلي ځايه رسوي، دې کړنې ته Routing ويل کېږي، په بريج کې ځينې کمزورۍ شته يوه دا چې هغه تر يوه کمپيوټره پورې تلونکې له يوې څخه د زياتو لارو د ياد ساتلو توان نه لري.
له يوې څخه د زياتو لارو ګټه دا ده: د ډاټا استولو لپاره که پر يوه لار کومه ستونزه موجوده وي، بايد دويمه لار و کارول شي، همدا ډول که له يوې څخه زياتې لارې موجودي وي، نو بريج په کې د کم واټن او تېز سرعت لار نه شي ټاکلاى، د هغه په پرتله روټر ډېر د پوهې څښتن دى، روټر په نيټ ورک کې د ټولو کمپيوټرونو او وسيلو د معلوماتو پر ساتنې برسېره د ډېر Algorithm استعمالوونکى او د ډاټا لپاره د يوې مناسبې لارې موندونکى هم دى. روټر په نيټ ورک کې د کمپيوټرونو، وسيلو، پتو او لارو د معلوماتو د ساتنې لپاره Routing Table کاروي، ٤،٣ شکل ته ځير شئ: 
٤،٣ شکل
د بريج په ډول روټر هم نيټ ورک پر څو کوچنيو برخو وېشي، د بريج پر ځاى د روټر استعمالول دا ګټه لري چې تاسو څو بېلابېل نيټ ورکونه سره تړلاى شئ، د بېلګې په توګه Token Ring او Ethernet  نيټ ورک.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب