تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴یا ۴۸ساعتونو بېرته د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
یادې رسنۍ داهم ویلي، د دواړو هېوادونو چارواکي د دروازې د پرانیستلو په اړه یوې هوکړې ته رسېدلې.
د تورخم په ګډون افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې ۱۱ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ او نښتو له کبله وتړل شوې.
ويل کېږي، پاکستان لوري د بار وړونکو موټرو د پلټنې لپاره امنیتي سکنرونه فعال کړي او خپل د ګمرک او اړوندو ادارو کارکوونکي یې په بېړني ډول خپلو دندو ته ور بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوي، نن (سېشنبه) افغانستان ته راځي څو له افغان چارواکو سره د فرضي کرښې مدیریت او دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه مشورې وکړي.
دغه رسنۍ د سرچینو له قوله وايي، یاد سفر مخکې پلان شوی و او د تورخم د بندېدو او له وروستیو نښتو سره تړاو نه لري.
پاکستاني چارواکو ویلي، د تورخم د تړل کېدو له امله نه يوازې د توکو بيې لوړې شوې، بلکې د ګڼو صنعتي کارخونو چارې یې ټکنۍ شوي او هېواد ته يې ميلياردونه تاوان اوښتی دی.
د یادونې ده، چې د سپین بولدک دروازه پرون ورځ د سوداګرۍ پر مخ خلاصه شوه خو د غلام خان بندر د خلاصون په اړه لا څه نه دې ویل شوي.