Homeخبرونهد پاکستان لوړپوړی پلاوی نن سې شنبه کابل ته راځي

د پاکستان لوړپوړی پلاوی نن سې شنبه کابل ته راځي

تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) ‏پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوي، نن (سې‌شنبه) افغانستان ته راځي څو له افغان چارواکو سره د فرضي کرښې مدیریت او دوه‌ اړخیزې سوداګرۍ په اړه مشورې وکړي.

دغه رسنۍ د سرچینو له قوله وايي، یاد سفر مخکې پلان شوی و او د تورخم د بندېدو او له وروستیو نښتو سره تړاو نه لري.

د طالبانو حکومت بیا تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې ‏د پاکستان د بلوچستان پخوانی ایالتي وزیر، تارا چند وايي، پاکستاني پوځ پر افغانستان بریدونه او دغلته د بې ګناه خلکو وژلو سره خپله ډېره سخته بې شرمي څرګنده کړه.

تارا چند پاکستان یو خطرناک ترهګریز دولت بللی او ټینګار یې کړی، چې دا هېواد د ډالرو لپاره لرغوني کلتورونه، ملتونه او ارزښتونه ویجاړوي.

نوموړي پاکستانی پوځ هم ترهګریز ځواک بللی دی.

ډاکتر تارا چند چې د بلوڅ بېلتون پالو پلوی او د پاکستاني ریاست سخت مخالف بلل کېږي، ویلي چې پاکستان له لسیزو راهیسې د افغانستان او بلوچستان دښمن دی.

پاکستان څو ورځې وړاندې په بې سارې توګه د کرښې پرتو ولایتونو په ګډون، د هېواد پر پلازمېنه بریدونه وکړ، چې پایله کې یې طالبانو سره په دوحه کې هوکړه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...