تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۳ مه) د افغانستان د دولتي بسونو شرکت، ملي بس د کابل د عامه ترانسپورټ د نوي کولو لپاره له چینايي شرکتونو سره د مېترو، عصري بسونو او چټک بس سیستم د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي بس شرکت عمومي ادارې د خبرپاڼې له مخې، د دولتي بسونو شرکت اجرايي رئیس حافظ عبدالباقي مقیم د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته د سفر په ترڅ کې د دونګ ولایت د «ایایپيیو» شرکت له مسوولانو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د عصري بسونو د تولید او پېرلو، د مېترو د پراختیا او د چټک بس او ښاري ترانسپورت د پروژو د پلي کولو په اړه خبرې شوې دي.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم په کابل کې د مېترو او ټراموا د جوړولو او د چټک بس سیستم د رامنځته کولو د پلان خبر ورکړی و.