جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+له بارت د پنځګرو ناسمه اخیستنه!؟ | نعمت‌الله صدیقي

له بارت د پنځګرو ناسمه اخیستنه!؟ | نعمت‌الله صدیقي

په تېره لیکنه کې، چې د نقاد مړینه د رولان بارات د «پنځګر له مړینې» په اخذ او مقایسې اعلان شوې وه، د ځینو معتبرو او نوموړو پښتنو پنځګرو او تخلیقکارانو عکس العمل یا غبرګون هم غېرمعمولي او تقریباً همغسې روایتي و، لکه څنګه چې زموږ په څېر د نړۍ په نورو ژبو او ادبي کره کتنو کې هم دی. دغسې روایتي اندیښنې او غبرګونونه معمولاً په هغو ژبو کې ډېر او تکراري وي، چې د مباحثو معاصریت او تیوري یې کمرنګه او کمزوري وي او د تدریجي او ارتقایي سیر لومړنی او ابتدایي مزل او منزل خو یې باید دغسې وي؛ ځکه خو که دغه مباحث کمزوري، کمرنګه او یا هم تکرار او روایتي راځي؛ نو دا طبیعي وي او اینده یې حتماً روښانه وي.

 

د پنځګر مړینه په څو مواردو کې خصوصاً پنځګرو او نقادانو نه ده منلې، چې زموږ هغه خو یې یو څه نور هم پر اضافه وایي؛ یعنې ځینې اعتراضونه او نه منل خو یې د تامل وړ دي او ځینې یې بیا د ناسم برداشت او اخیستنې هغه دي.

 

اول خبره خو دا ده، چې د بارت د پنځګر د مړینې چې کوم بنسټیز موډل یا اساس دی، دا همغه د وجودي او فلسفي نطشې یا نېچه (Friedrich Nietzsche) د «خدای مړ شو» او «کاینات او موږ بیا د خبرې وړ یو» د اعلان په تدریج او اساس سره شوی دی، په دومره توپیر چې بارت د خدای پر ځای پنځګر او د کاینات پر ځای متن یادوي؛ نور نو بغیر له طرز یا میتود بل کوم معنوي ربط او تړاو نه سره لري؛ بلکې بهتره به وي، چې له طرز بغیر بېخي د نېچه او بارت دغه مقایسه ونه کړو؛ ځکه خبرې او موضوعي برخې یې دواړه سره بېخي بېلې او جلا دي؛ یعنې که د نطشې په خبره د بارت خبره ردوو؛ نو دا د موضوع او مقایسې دواړو نوعیت ګډوډول او مغالطې رامنځته کول دي. موږ چې په شرقي عقایدو او علومو کې د نېچه یا نطشې له نظر او نقطې سره هم په دغه موافقه او نقطه همغږي یا همنظره نه یو او نه مو چندان کار ورسره جوړېږي؛ ځکه چې د نطشې خبره هم څه داسې نه ده، چې ګنې هغه په دې اعلان سره الحاد اعلانوي؛ که څه هم الفاظ یې جارح دي او موږ له دغسې جملې سره د «ناعوذبالله» قید لګوو؛ خو د هغه د خپل همدې اعلان د مانا سیاق او مفهوم دا و، چې اصلاً په هغه وخت کې د لویدیځ ټولنې هغه دودیز خدایي تصور چې دوی په خپله جوړ کړی و او ورسره تړلی مذهبي نظام چې د خلکو د ژوند، اخلاقو او فکر مرکز و، خپل پخوانی نفوذ له لاسه ورکړی و. ساینس، عقلانیت او نوې فکري څپې د کلیسا زاړه باورونه ننګولي وو او خلکو نور نه شوای کولای چې د منځنیو پېړیو په شان د دین له لارې د ژوند ټولې پوښتنې حل کړي؛ نو همدا وو، چې نېچه دا بدلون د زوړ مذهب په بنیاد د ړنګېدو په توګه اعلان کړ او دا یې هم وویل، چې انسان اوس د ارزښتونو په تشه کې ولاړ دی؛ نه هغه زوړ دیني معیار شته او نه یې بدیل؛ بلکې له همدې امله یې ټینګار کاوه، چې لودیځ انسان باید د زاړه مذهبي حاکمیت او مطلقیت له سیوري وتښتي او خپل ارزښتونه او د ژوند مانا په نوي بڼه بیا خپله رامنځته کړي او د خپل ځواک او خلاقیت پر بنسټ په کاینات کې نوې اخلاقي لارې، ګودرې جوړې او وټاکي.

 

مقصد د خبرې دا دی، چې د نېچه د خبرو زماني او مکاني دواړو برخو موقف نه موږ سره په فکري حواله کوم تړاو لري او نه یې په بل کوم نسبت د تړاو درک راسره ثابتېدای شي؛ ځکه خو د بارت د پنځګر د مړینې قضیه هم د نطشې یا نېچه په ټس کې نشي رد کېدای، چې ګنې دا خو ځکه هم د منلو نه ده، چې نېچه هغسې ویلي دي او له هغې ویلو سره زموږ نظریاتي بنیادونه خوځېدلی شي. د نېچه او بارت خبره بېخي موضوعي او فکري توپیر سره لري او ترمنځ یې بغیر د طرز میتود له مقایسوي او تشبېهي ارزښت بل هیڅ کوم مشترکات او یووالی نه سره لري.

 

دا شوله یوه خبره، چې د بارت د پنځګر له مړینې سره یې زموږ ذهن کې په همدې اساس فکري ګډوډي رامنځته کوله، چې بنسټیزه برخه یې نه وه، که یې څوک د شالید په اړه هم توجیه کوي ناسمه ځکه ده، چې همغه موضوعي یا فکري برخه یې بدله او بېله ده، د بارت د پنځګر د مړینې شالید یا تاریخچه یې له نېچه زیاته له ټي ایس ایلیټ سره منطقي تړاو لري، چې شخصیت یا فرد یې د ادب د ماناوو ترمنځ خنډ باله او وروسته یې بیا د ژاک درېدا د پرانیستي مانا یا د قطعي او حتمي مانا د نشتون نظریه او مفهوم و، چې تقریباً همدا د بارت غوندې ماتن یا پنځګر په کې ورک و د دې بحث اړوند کېدای شي؛ خو د نېچه هغه یې بغیر له میتوده تاریخي شالید هم د تامل وړ ده.

 

ځینې پنځګر او کره کتونکي، چې د پنځګر له نوم سره د مړینې کلمه واوري، دومره ورخطا او بې پامه شي، چې حتی د بارت د خبرې پر ځای یې فکر په مړینه کې ایسار شي؛ لکه رښتیا چې د یوه پنځګر په حیث د مړینې غږ ورباندې وشي او یا ځینې خو دومره په خپلو پنځونو او تخلیقي متونو میین وي، چې که څه هم د متن په اهمیت یې ورته هر ډول مانیز تعبیرونه او تشریح ډېر هم مهم کړې؛ خو دوی د خپل نوم یا په حیث د پنځګر هیڅکله دې ته نه وي تیار چې له متن سره یې حتی سېمبولیک بېلوالۍ ومني؛ یعنې دوی پنځګر که له یوې خوا له متن سره د مینې ادعا ثابتوي؛ نو بل خوا یې په خپل وجود د مانا په محدودیت ورسره لاشعوري دوښمني هم کوي؛ بلکې په بله مانا نه یې مینه شعوري او ګټندویه ده او نه یې دښمني کومه ګټه او ارزښت لري؛ لا پسې دا چې په خپله همدې نرګسي او ړنده مینه د بارت ښېګړه او توجیه هم نشي درک کولای. دوی چې مړینه واوري بغیر له کوم بل درک د بارت په فکري نظام هغسې پوښتنې او اعتراضونه شروع کړي، چې مثلاً بغیر له پنځګر متن په هوا کې څنګه جوړېږي؟ پنځګر چې مړ شو؛ بیا خو نو متن هم نشي جوړېدای او د مانا ترشا خو همدا پنځګر و، چې دا هر څه یې ممکن کړي وو او همداسې سل و زر نوره پوښتنې او انګیرنې!!

 

زه یوه ځل بیا د بارت خبره له یو ډول تامل سره ذکر کول غواړم؛ خو په لږ و ډېر یا د همدې معترضینو او پنځګرو سره په رعایت او ګوزارې سره!! یعنې چې سیخ او کباب دواړه یې سره ونه سیزو.

 

بارت چې د پنځګر مړینه اعلان کړه؛ نو دا یې د سو سور(Ferdinand de Saussure) د هغه ژبني موډل په اساس په لږ و ډېر توپیر اعلان کړه، چې هغه ژبه د لانګ«Langue» او پارول«Parole» په دوه وو ډولونو ویشلې وه، چې لانګ یې د ژبې دننه رغښت او پارول یې د خبرو اترو ظاهري جوړښت باله. بارت متن د همداسې لانګ یا دننني رغښت له مخې یو توکی وګاڼه او پنځګر یې د پارول په اساس ظاهري واخیست؛ خو د بارت کمال بیا دا و، چې دې لانګ یا دننني رغښت ته یې د سوسور د نظریې په اساس ژبنۍ فکر ونکړ، بلکې ځانګړی ادبییت «Poetics» یې ورسره هم اعلان کړل، چې ګنې دغه ادبییت د خپلو ځانګړیو اصولو لکه کلتوري او فرهنګي «کوډونو (Codes) او نښو (Conventions) یا قراردادنو» په اساس پرانیستل کېدای شي. د همدغه دننني اساس یا د ادبییت پر بنسټ بارت وویل، چې ظاهري جوړښت یا پارول هغومره مهم نه دی، مهم همدا د متن دننه رغښت او پکې پرتې فرهنګي ماناوې او کلتوري قراردادونه او نښي دي، چې متن یې متن کړی دی، بغیر له دې هیڅ متن نشي رغېدای.

 

بارت که څه هم په خپلو وضاحتونو کې وروسته بیا متون د تخلیق یا لیکبڼې له مخې هم په دوه وو ډولونو وویشلې او لوستونکي یې هم سره په دوه وو برخو وویشل؛ خو ولې بنسټیز دلیل یې همغه د رغښت او ادبییت په تفسیر کې د متن او مانا پراختیا وه، چې د ده په قول «یو متن هېڅ وخت یوه او یوازینۍ مانا نه لري او نه هم وروستۍ خبره او مانا د لیکوال یا پنځګر هغه وي؛ بلکې لیکنه یا متن لکه یوه پراخه فضا داسې ده، چې په هغې کې ډېر متنونه سره ځای کېږي د یوه بل خبرې اخلي، ماناوې سره تکرارېږي او له یو بله اغېزه هم قبلوي»

 

د بارت په دغه متني او معنوي نظام، چې وروسته بیا بحثونه پراخه شول یوه توجیه یې همغه د سوسور او رغښتوالو هم وه، چې ځینو کره کتونکیو پنځګر دال او متن یې مدلول ونوماوه، د رغښتوالو له نظره هره ژبنۍ نښه له دوو برخو جوړه ده، یعنې دال (Signifier) هغه بڼه ده چې موږ یې اورو یا وینو، یعنې د کلمې غږ یا لیک، همداسې په مقابل کې مدلول (Signified) هغه مفهوم دی، چې دغه بڼه یې په ذهن کې راژوندۍ کوي. د دې دواړو مفهومي اړیکه ذاتي نه ده؛ بلکې د ژبې د ټولنیز تړون پایله ده، په همدې وجه خو د یو لفظ مانا د هغه له فزیکي بڼې سره طبیعي تړاو هم نه لري او په ټوله کې دال (Signifier) د کلمې ظاهري بڼه ده او مدلول (Signified) یې ذهني مانا ده او دا دواړه په ګډه ژبنۍ نښه جوړوي.

 

دلته که وګورو د دال او مدلول اړیکه یو ډول مربوطه ده؛ خو په عامه اړیکه کې یې توپیر همغسې لکه د سو سور په لانګ او پارول کې چې ده، ښکاري، په همدې اساس د بارت د متن مانا همدغه مدلول یا لانګ ده؛ یعني معنوي ارزښت لري او پنځګر په کې د پارول او دال غوندې مادي نقش لري؛ نو ځکه د ماتن یا پنځګر مړینه که بارت اعلانوي؛ دا تعصب یا بدبیني نشي کېدای؛ بلکې د یوه معنوي ارزښت په توګه د پنځګر په قیمت دا کار کوي؛ پوښتنه دا ده، چې که یوه پنځګر ته خپل یو متن او تخلیق رښتیا هم دومره ګران وي؛ نو بیا د بارت دغه د متن په حق کې د ده مړینه ولې نشي درک کولای، دا خو یو ډول د پنځګر متن ته لا نور په درنه سترګه کتل او اهمیت ورکول دي؟

 

تاسې شاید ووایاست، چې که په یوه ژبه کې دال او مدلول په شریکه یوه نښه جوړوي؛ نو څه به شوي وای، چې بارت هم متن او پنځګر همداسې سره ګډ او شریک بللي وای؟ دا هغه پوښتنه ده، چې اصلاً زه یې لرم او دا د بارت د همدې فکري نظام یوه وړه غوندې یا سراسري کمزوري بولم، چې د دوی پنځګرو لپاره یې داسې لږ څه ځای پریښی وای؛ ترڅو یې درک ورته اسان شوی وای، دا عادي کمزوري ځکه هم مناسبه نه ده، چې د متن ارزښت ته معنوي کتنه یې د مړینې تر اعلان څو چنده جدي او باارزښته ده او زه نه ګڼم، چې د بارت د پنځګر مړینه هغسې مادي او یا له یوې مخې انکار دی، لکه څنګه چې یې اوسني پنځګر ګڼي؛ دا د پنځګرو د تخلیقي متونو او د ګڼو ماناوو لپاره له پنځګره توجه اړول وو او دا یوه سیمبولیکه مړینه وه، چې د دوی متنو ته یې د لاپرختیا او ارزښت لپاره د یوې وسیلې په توګه وکاروله؛ ځکه خو یو ځل بیا د خپلې ژبې معاصرو پنځګرو ته د بارت د پنځګر پر مړینه د پوهېدو لپاره متن او د متن ګڼې ماناوې مخته ږدو او وایو، چې که متن په معنوي توګه ژوندی او با ارزښته وي؛ ستاسې مادي وجود که رښتیا هم مړ وي یا نه؛ خو ستاسې ژوندی متن به یې د بارت په همدې سیمبولیکه مړینه تل ژوندی ساتي.

 

بارت، چې کوم ادبییت د متن د خلاصون لپاره جوړ او اعلان کړ، دا نهایتاً بحث انګیزه و؛ خو په هغه ژبو کې یې مثبت اغیز بیا بېخي ډېر وو، چې څوک یې په همدې معنوي قوت ژر وپوهېدل؛ مثلاً وروسته بیا بین المتنیت چې د همدې متونو د اړیکو بحث یې کاوه، د لوستوال اساس کره کتنې او نقد بحث چې اساس یې لوستونکي یا لکه پورته چې مو اشاره ورته وکړه د ژاک درېدا د مانا د ځنډ او نه قاطعیت تیوري او په ټوله کې د معاصر نقد او تیوری ټول تمایل د همداسې خلاص یا پرانیستو متونو او ماناوو په اړه په مختلفو ژبو کې راڅرګند شول. په پښتو ژبه کې هم اول اول همدا بحثونه له عربي ژبې په تقلید یو څه تېز راغلل، چې د متن یا شعر مانا او کونجي به یې له شاعر یا د شاعر په خیټه کې ګڼله؛ خو ښه وه موده یې اوږده نه وه.

 

اوس هم چې ځیني کره کتونکي او ادب پېژندونکي د بارت د پنځګر د مړینې په څېر اعلانونه درانه اخلي دا سمه نه ده؛ بلکې د متونو لپاره دې د پراخو مباحثو او ماناوو په هغه ارزښت ځان پوه کړي، چې د معاصرې ادبي تیوري او نقد په ملتیا او مباحثو همدا متون ورسره لویېږي او سترېږي. په تېر بحث کې هم زما د نقاد د مړینې اعلان همدغسې سیمبولیک و او په نقد کې د «زه» او «ما» پر ځای د یوه اجتماعي، نظري او علمي اساس ته په پراخو او پرانیستو ماناوو اهمیت او ارزښت ورکول وو. نه د نقاد په رښتینې او مادې مړینې نقد پای ته رسول او ګڼل مو هدف او موخه وه او نه دا لکه د پنځګر ممکن ده.

 نقاد هم مړ دی…!؟ | نعمت الله صدیقي

 

1 COMMENT

  1. ښه لیکنه ده، تیرې برخې مې یې هم پهخ مینه ولوستې. خو یوه کوچنۍ یادونه کوم. په پیل کې لکه چې له (نوموړو) نه د لیکوال مقصد نامتو وي. نوموړو خو نام برده یا یاد برده ، ذمر شوی ته وايي:
    د ځینو معتبرو او ((نوموړو)) پښتنو پنځګرو او تخلیقکارانو
    بیا هم له لیکواله د زحمت او خدمت په خاطر مننه کوم
    رحیم الله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب