Homeخبرونهد ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو

د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو

تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) افغان کرکټ بورډ لیکي چې، د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو مهالوېش اعلان شو.

کرکټ بورډ زیاته کړې چې، افغان اتلان به د یادو سیالیو په څلورم ګروپ کې له سویلي افریقا، نیوزیلنډ، متحده عربي امارات او کاناډا سره ځای لري.

افغان لوبډله به د مهالوېش له مخې په یادو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکي ۲۰۲۶م کال د فبروري میاشتې په اتمه نېټه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي.

بل لورته بیا کرکټ شنونکي تمه لري چې، کرکټ بورډ به د ۲۰۲۶م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو لپاره منظمه او وړ لوبغاړي انتخاب کړي.

دوی وایي هغه لوبغاړي چې وړ نه دي باید په لوبډله کې انتخاب نشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...