تاند (چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د ګیله من وزیر مشر ورور، عرفات وزیر او د ده د تره زوی، حاضر وزیر پرون سه شنبه د پاکستاني پولیسو له زندانه آزاد شول.
د مالوماتو له مخې دوی دواړه شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې په بنو کې د ګیله من وزیر په وژلو کې د تورن کس د ادعاوو له مخې نیول شوي وو.
دواړه محکمې داسې مهال په ضمانت خوشې کړي چې وړمه ورځ د بښنې نړیوال سازمان هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.
ګیله من وزیر د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د پاکستان په اسلام آباد کې ووژل شو، چې تر ننه یې په تړاو د پاکستان حکومتي او مسوولو ادارو څوک نه دي نیولي.
موضوع ګونګه ده، د تورن کس د ادعاوو… یعني څنګه …