تاند ( چهارشنبه د لیندۍ ـ قوس ۵مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر خوست کې د پاکستان د بمبار غندلو سره د دغه هېواد چارواکو ته ویلي، چې دا ځل به لوبه هغسې پای ونه مومي لکه اسلام اباد یې چې فکر کوي.
منظور پښتین زیاتوي: ” تاریخ په اوږدو کې زموږ ملت اکثر د لوبې په پیل کې تاواني ښکاري، خو انجام به یې بیا نړۍ یاد ولري. “
پښتین باور لري چې د چین د پراختیايي پروژو د مخنیوي لپاره پاکستان ته د جګړې پیدا کولو دنده سپارل شوې، چې قرباني یې لر و بر پښتانه او افغانان دي.
د هغه په خبره: ” پنجابي جرنیلان فکر کوي چې د لوبې په پای کې به دوی د ډالرو او نړیوالو تجارتونو څیښتن شي، لاهور، اسلام اباد او فیصلاباد به د مستیو، رڼاګانو او خندا مرکزونه وي، او پښتون ته به اوښکې، وینې، د ښځو او ماشومانو لوی لوی ادیرې، لادرکه ځوانان، سپینږیري، او له کوېټه تر پېښوره او له وزیرستانه تر سوات پورې ویجاړ بازارونه پاتې شي. “
پر منظور پښتین سربېره نور پښتانه ملتپال هم په دې باور دي چې په پاکستان کې د وسلوالو بریدونو زیاتېدل په سیمه کې د چین د پراختیايي پروژو د مخنیوي لپاره دي.
پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتونپالو د بریدونو له امله ډېرو سیمو کې د چین پروژې درېدلې دي.
پښتین داسې مهال دا غبرګون ښیي چې، وړمه شپه پاکستان د افغانستان پر درېیو ولایتونو هوایي بریدونه وکړل او کابو ۱۴ تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د طالبانو حکومت بیا وايي چې مناسب وخت کې به د دغو بریدونو ځواب ووايي.