جمعه, مې 3, 2024
Home+قمر ګله، د افغانستان د بڼ بلبله / فاطمه اعظم 

قمر ګله، د افغانستان د بڼ بلبله / فاطمه اعظم 

د پښتو ادب نامتو او  تکړه لیکوال استاد لعل پاچا آزمون ته د ” بلبلې” د  کتاب مبارکي وایم.

د مېرمن قمرګلې اروا دې ښاده وي جنت الفردوس دې یې ځای شي. د استاد ازمون کتاب چې د “بلبلې” عنوان لاندې لیکل شوی دی، زما لپاره ډېر په زړه پوری کتاب دی. د کتاب نوم هم د قمرګلې لقب دی چې د پاچا لخوا پرې کېښودل شوی دی، چې استاد په خپل کتاب کې د دې لقب کېښودلو یادونه کړې ده.

راځم کتاب ته په دې کتاب کې ډېره کلیوالۍ لهجه کارول شوې ده. خوږ ساده او روان نثر لري. د نثر ژبه یې نه ستړې کېدونکې ده. 

د “ډم” کلمه،  زموږ بد دود 

زموږ په ټولنه کې له بده مرغه ځینې رواجونه، خبرې او بد ذهنیتونه شته چې له ډلې څخه یې سندرغاړو ته د (ډم)  لقب ورکول. په دې کتاب کې د سندرغاړو ژوند، پېښې د ژوند حالات او دوی ته په کومه سترګه کتل له دوی سره د ټولنې رویه او ترڅنګ یې د دوی فعالیتونه دا ټول په دې کتاب کې په ډېره خوږه اسانه ژبه انځور کړي دي. 

د  “بلبلې”  په داستان کې یو کریکټر ګلشیرین دی. د داستان په یوه برخه کې ګلشیرین  له خپل زوی سره موټر کې ناست دی. په موټر کې نور مسافر هم وي چې په خپل منځ  کې خبرې کوي  او ګلشیرین ته ګوري،  یو بل ته وایي “ډم” دی هغه سندرې چې وایي. ګلشیرین د دې لپاره  زوی یې د خلکو خبرې وانه وري، له زوی سره خبرې کوي چې بوخت شي. 

د داستان دغه صحنه زموږ د ټولنې د بدمرغۍ او بد رواج کیسه کوي. له یوې خوا دا راته وايي چې زموږ په ټولنه کې لا هم داسې خلک شته چې هنر او هنرمند ته په سپکه سترګه ګوري. له بلې خوا دا راته وايي چې زموږ خلک ‌ډېر کله  یو ماشوم او  د ماشوم احساساتو ته پام نه کوي. ماشومانو ته پلرونه اتلان وي. زموږ پلرونه زموږ هرڅه دي او تل هڅه کوي چې موږ ناهیلې نه کړي ترڅو موږ ته کم رانشي. د کتاب په دې صحنې کې هم ګلشیرین چې نه غواړي زوی یې پوه شي چې د ده پلار ته خلک کوم نوم اخلي، خپل زوی بوخت ساتي. 

تر ننه پورې شخصا ما له ډېرو څخه اورېدلې دي چې سندرغاړو ته د “ډم” لقب کاروي او په دې نامه یې یادوي، ولې!؟ حال دا چې همدغه خلک له سندرو خوند اخلي. کله چې له سندرو خوند اخلي بیا داسې نوم ورکول ناسم کار دی. 

طعبا په ټولنه کې دا بد رواج لا هم شته خو دا به هم غلطه خبره وي که څوک ووایي چې په افغانه ټولنه کې د هنر او هنرمند قدر نشته. تاریخ راته وايي چې افغانانو مخصوصا افغانو ښځو په ډېرو محدودو شرایطو کې هم هنر پاللی دی. 

د پاچا خان لخوا د قمرګلې ستایل، قمرګلې ته وایي چې افرین دغسې سندرې وایه، ته د پښتنو ښځو غږ یې، په پښتنو کې باید ښځې د مبارزې ډګر ته راووځي، ښځې وهڅوي چې زده کړې وکړي ښځه د مبارزې یوه برخه ده.

پاچا خان یو له هغو سرلارو څخه و چې د (ډم) له نوم سره یې مخالفت و او په دې باور و چې د موسیقي هنر ته باید په درنه سترګه وکتل شي.

د نجلۍ زېږېدل 

زموږ زیاتره پښتانه د نجونو په زېږدلو خواشینې کېږي، خو په هغه وخت کې دا خبرې ممکن ډېرې وې. قمرګله د داسې چا په کور کې وزېږیده چې د نجلۍ او د هلک ترمنځ توپیر نه کوي. کله چې قمرګله زېږي نو پیکۍ او ګلشیرین دومره خوشاله کېږي چې گاونډیانو ته شیریني ورکوي، خو هغوی ورپورې خاندي او ورته وایي چې زوی دې زېږدلی چې داسې ورته خوشاله یې، خو گلشیرین یې د خبرو په کیسه کې نه کېږي او د خپلې  لور د زېږیدلو خوښي لمانځي. 

ګلشیرین چې د مور او خور خواږه نه وي لیدلي خپل زوی ته وایي ته بختور یې چې شکریې(قمرگله) په څېر خور لرې.

کله چې قمرگله د ګلشیرین په کور کې لوېږي نو د مور او پلار لخوا هڅول کېږي او پیکۍ په هر مجلس کې دغه خبره کوي، زما لور هوښیاره او زړه وره ده.

د ارواپوهنې له مخې کله چې موږ خپل ماشومان وهڅوو او تل هغوی ته ووایو چې ته ډېره هوښیاره یې ته زړه وره یې نو هغوی هغسې کېږي په ځان یې باور ډېریږي. ګلشیرین شکریه دغسې اموخته کړې ده او تل یې ملاتړ کوي. ملاتړ، هڅونه د ټولو ستونزو په مقابل کې وسله ده، ځواک دی. 

زه فکر کوم که د قمرګلې داسې کورنۍ وی چې د دې ملاتړ یې نه وی کړی دا یې هڅولې نه وی یا داسې کورنۍ کې چې د دې په زېږیدو خپه شوي وی نو فکر نه کوم نن ورځ دې موږ داسې یو شخصیت درلودلی چې د دې تلین ورځ مو لمانځلی دا به ډېرو هغو کسانو په څېر وی چې چا یې استعداد ونه لیده چا یې ملاتړ ونه کړ. ممکن شکریه تر پایه عادي شکریه وی، او میرمن قمرګله شوې نه وای. 

سندرې او ژوند 

قمرګله په کلیو بانډو کې په ښکلي غږ خوږې سندرې وایي، زیاتره کلیوال یې په پلار پورې مسخرې کوي بدې ردې ورته وایي چې د لور ګټې ته ناست یې خو د دې ټولو خبرو باوجود ګلشیرین خپلې لور ته وایي موږ باید خپلو خلکو ته خوښي ورکړو د خلکو دا پر موږ حق دی، دا هغه وخت وي چې قمرگله ځواکمنه روزل کېږي او خپلو موخو ته نه ستړې کېدونکې مبارزه پیلوي.

په دې داستان کې موږ ته بار بار را زده کوي چې سندرې د ژوند یوه برخه ده، سندرې ټولنې ته خوښي راوړي، خپه زړونه خوشالوي او ویده زړونه ویښوي.

د سولې وختونه 

 د بلبلې د داستان یوه برخه دلته له تاسو سره شریکوم چې لیکوال قمرګله ډېره ښایسته انځور کړې ده. (( ښایسته لوی ګرد کمیس، ګڼ ګیبی پرتوګ یې واغوسته، پر تندي یې ټیک پر غاړه یې امېل او پر ټټر یې د سېتار او ‌پاولیو لړ را خپور کړ، ښایسته لوی چارگل یې په پوزه کړ، په لاسونو کې یې باهوګان او پر سر ماټوۍ واچولې.))

دې برخه چې لیکوال د پښتنو د ناوې ګانو دود موږ ته را په زړه کوي چې پخوا وختونو کې به ناوې ګانو خپلو واده مراسمو کې داسې ځان جوړوه. 

ماته مې مور د پخوا وختونو کیسې کوي کله چې مې کتاب کې ولوسته پوهه شوم چې دا شیان څه دي، ممکن موږ راتلوونکي نسلونه دا شیان ونه پیژني ځکه اوس یې استعمال نشته حتی کلیو کې.

کله چې مې دا داستان لوسته زما د مور خبرې را یادې شوې ویل به چې د محمدظاهر شاه او داود خان ډېره خوږه او خوندوره دوره وه، خلک که غریب و خو خوشاله و. زړونه ژوندي و. په کورونو بانډو کې خوښي وه او ارامي وه.

همداسې په دې داستان کې هم  راوي د سولې وختونه ښه یادوي او د افغانستان د ثبات د وخت په تجربه کې مو شریکوي. هغه وخت کې خلک په سندرو شور او شرنګ میئن و.د خلکو زړونه ذهنیتونه پاک و، بندیز نه و، هر چا خپله غریبي او ژوند کاوه. په کلي کې هم ځیني کسان و چې سندرې بدې گڼي او ځینې هم و چې د ژوند برخه یې گڼله.

له جګړې مخکې له ټولو ستونزو سره سره زموږ په ټولنه کې زغم ډېر و او افراطیت کم و. د مثال لپاره به د داستان یوه برخه یاده کړم. د داستان په یوې برخه کې نقیب صاحب زیارت کې قمرګلې ته ویل کېږي چې سندرې ووایي، هغه په ښکلي غږ ښایسته سندرې وایي وروسته ترې غوښتل کېږي چې پایزېب واچوي او له سندرې سره یو ځای یې وشرنګوي چې دا خبره په قمرگلې ښه نه لګيږي او رد ځواب ورکوي، زاخېل په غوسه ناکه انداز ورته وایي: موږ سندرې وایو خو گډا نه کوو.

دلته قمرگله او زاخېل دا ثابتوي چې پښتانه هېڅکله ځان چاته کم نه راولي څنګه چې پښتانه نارینه غیرتمند دي همداسې مېرمنې یې شریفې او درنې دي. 

له بلې خوا دا مثال موږ ته دا هم وايي چې په هغه وخت کې خلکو په زیارت کې سندرې بدې نه ګڼلې حال دا چې د جګړې په وخت کې چې تشدد ډېر شو داسې خلک هم پیدا شول چې زیارت ته تګ یې مناسب کار نه باله.

 له بلې خوا دا مثال موږ ته وايي چې قمر ګله په خپل مسلک کې څومره جدي وه. زموږ په ټولنه کې چې ښځې ډېر کله د کار له حقه محرومې شوې دي ممکن کله کله د ټولنې له مخالفت سره مخامې شي او خپل مسلک پرېږدي خو میرمن قمر ګله چې اصولي او جدي هنرمنده وه تر پایه یې په خپل مسلک کې کار، وطن او کلتور ته خدمت وکړ. 

د ولس غږ 

قمرګله د وخت د پاچاهانو او حاکمانو له خوا نازول کېږي او د سرو زرو په مډالونو ستایش کېږي چې د ظاهر شاه، داود خان او ډاکټر نجیب لخوا یې د سرو زرو مډالونه هم ترلاسه کړي وو.

قمرګله د ولس سندرغاړې وه او ده. د دې غږ د ولس غږ دی د پښتنو د ښځو غږ دی. قمرګلې ته د عصري سندرو څخه کلیوالي سندرو ډېر خوند ور کاوه او ځان یې پکې راحته احساسوه. موږ که غواړو چې واقعي افغاني موسیقي تعریف کړو نو پکار ده چې پر ولسي سندرو غور وکړو او ژوندۍ یې کړو.  میرمن قمرګله ښايي تر هر بل هنرمند/ې په دې کار کې کامیابه وه.  

داستاني ژبه 

په دې داستان کې د الفاظو لیکنۍ ژبه یې انځوریزه ده هغه ځکه چې لوستلو سره مې مخ ته انځور جوړېده چې دا د تکړه لیکوالانو ځانگړنه ده. تشبیهات یې نوي او زړه راښکونکي دي.  لکه د داستان یوه برخه راخلم تاسو ته:

(( د پنجشیر رود له دنګو دنګو غرونو هسکه غاړه راووت او لکه د وږي تناره لوګی له خیاله کوږ ووږ روان و.)) 

چې دلته نوي او نادره تشبیهات کارول شوي دي. 

د داستان نثر ساده، روان او ژوندی دی. ژوندی په دې معنا چې د ډېرو جملو له لوستو وروسته مې داسې احساس وکړ لکه زه چې په صحنه یې یم. 

مثلا، لیکوال د داستان په یوې برخه کې وایي چې (( په ننګرهار کې واده کې قمرګله، زرڅانګه، ګل زمان، زاخېل، خان تحصیل و سندرې وې او خندا ګانې..))

صحنه یې داسې ښکلې انځور کړې ده چې یوه شېبه مې داسې احساس وکړ لکه زه هم دغه محفل کې  یمه سندرو ته غوږ یم او لاسونه پړکوم.

د ژبې او وطن مینه 

په کتاب کې، قمرګله تل دا وایي چې له ولس نه پرته او د کلیوالي سندرو پرته ژوندۍ نشم پاتې کېدلی. دا له خپلې ژبې او ولس سره بې کچه مینه لري.

د قمرګلې مقاومت د خلکو د  خبرو پر وړاندې تر اخره و.  قمرگله یې مور او پلار داسې ځواکمنه وروزله چې اوس د هېچا خبرې پرې تاثیر نه کوي، حتی دې ته د مرګ کواښ کېږي خو دا یې کیسه کې نه کېږي او خپلې پښتو سندرې خپلو مینوالو ته بولي.

میرمن قمرګله د لوی هنرمندې ټول مسولیتونه مني او حتا په هغه وخت کې چې خپله خوشحاله نه ده غواړي خپل ولس او خلکو ته د خپل کار او هنر له لارې خوشحالي ورکړي. 

د داستان یوه برخه راخلم (( قمرګله د خپل سندریز شور په اور کې سوزي خو د نورو تیارې خونې رڼوي، خوشالي ورکوي له زړه یې یو الله خبر وي، د سندرو مایک ته ودرېږي سوې سوې ټیکۍ راخلي دا د خلکو له مستۍ نه خوند اخلي او وایي پریږده چې دا خلک خوشاله وي، که زما عمر په ضرور وي تېر به شینه، د زړه درد یې زیات شي نو سوې ټپې ووایي:

 څوک مې له حاله خبر نه دي

لکه غنم د زړه په سر چادولې یمه)) 

(252) 

مېرمن قمرګله دومره په خپل وطن میئنه وه چې پاکستان کې دا هر څه لري ښه په پوره امکاناتو کې د ژوند ورځې شپې تېروي خو دا د خپل وطن خړ دیوالونه تنګې کوڅې یادوي.

 د داستان یوه برخه راخلم چې قمرګله وایي: ” ماڼۍ دنګې دي، وریځو ته یې سر رسي، رنګونه رانه چاپېر دي، خو قربان له تنګو کوڅو او خټین کوره شم.”

(254)

کله چې قمرګله له اوږده مهاجرته وروسته بیرته  افغانستان ته راځي نو د کابل ښار ورته نوی ښکاري، دلته دا خپل د ځوانۍ یادونه تازه کوي. 

دلته ماته عجیبه احساس پیدا شو هغه دا چې ژوند روان دی ښې او بدې ورځې تیرېږي په وخت نه پوهېږو وروسته له ډېر وخت څخه چې هغه ځای ته راځي نو هغه احساس ډېر عجیبه او نایابه وي هم خوشالي او هم خپګان ورسره مل وي.

د مېرمن قمرگلې دا آرمان و چې په خپل وطن کې ژوند وکړي، خو وخت حالات داسې شو چې دې په مسافرۍ کې ساه ورکړه.

زه سپینه کوتره یم اوچته پروازونه کړم

ګرځم دنیاوالو ته د سولې اوازونه کړم

مېرمن قمر ګلې واقعا چې د افغانستان د هنر او موسیقي په اسمان کې اوچت پروازونه وکړل. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب