یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهم.م وايي، په افغانستان کې د طالبانو وسله وال مخالفان کمزوري شوي

م.م وايي، په افغانستان کې د طالبانو وسله وال مخالفان کمزوري شوي

تاند (شنبه، د قوس ۲۵مه) د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګروملتو د سرمنشي په راپور کې، چې سرلیک یې دی«د افغانستان حالات او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره یې پایلې» د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې کمزورې بلل شوي او راغلي چې دغو وسله والو ډلو د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې هیڅ راز ننګونه نه ده پېښه کړې.

د ملګروملتو په دې درې میاشتنې راپور کې، چې له اګست څخه د دسمبر تر لومړۍ پورې وخت پکې رانغاړل شوی، همداراز راغلي چې پر طالبانود هغوی د مخالفو وسله والو ډلو بریدونه د ۲۰۲۲ د ورته مودې پرتله له دې سره سره چې په ټولنیزو شبکو کې د وسله والو مخالفو ډلوادعاوې زیاتې شوي، عملاً د هغوی حملې خورا کمې شوي دي.

په وروستیو درو میاشتو کې د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې تر ټولو د ډېرو حملو ادعاوې کړي دي.

د ملګروملتو په راپور کې هم ویل شوي چې دې جبهې په نسبي ډول وړې حملې کړي خو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې حملې د ۲۰۲۲ په نسبت ډېرې کمې شوي دي او حتي په خپل دودیز مرکز پنجشېر کې یې یو برید هم نه دی کړی.

د ملګروملتو په درې میاشتني راپور کې د څلورو نورو وسله والو ډلو، چې د موجودیت اعلان یې کړی، نومونه راغلي او ویل شوي چې دوو یې د هیڅ برید مسوولیت منلی نه دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د تېر کال پرتله وسله والې نښتې په سلو کې ۴۱ او چاودنې ۷۲ سلنه کمې شوې دي.

د ملګروملتو په دې راپور کې د طالبانو مخالفان، چې له هیواده دباندې دي، تیت پرک ښودل شوي خو دا یادونه هم شوې چې هغوی تر پخوا له سیاسي نظره فعاله شوي دي.

ملګروملتو په دې لړ کې د مسکو، دوشنبې او ویانا غونډو ته اشاره کړې ده.

ملګروملتو په خپل راپور کې د داعش یادونه هم کړې او ویلي چې د داعش حملې هم د تېر کال په نسبت کمې شوي دي.

1 COMMENT

  1. کمزوري شوي ندي جارو شوي او هم بګیل شوي. ډیر کوشش کوي چې د چانه پیسې وشکوي خو په بګیل کله نو څوک اعتماد کوي. موژکان ګرځي او تصمیم یې نیولی چې پیشو ته غاړه کې ګینګړی واچوي خو یو نر موژک نشته چې دا کار وکړي. هههههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب