دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبشعرد محمدداود تپان درې غزلې

د محمدداود تپان درې غزلې

غزل

زه پکې نغاړم څو ټپې،لېونۍ واوره،واوره!

يه د شپېلۍ په ارمان مړې لېونۍ واوره، واوره !

د کلي کور کيسه رسوا شوه چې په تاپسې مې

پرون نارې کړلې چې اې، لېونۍ واوره، واوره!

چې زړه دې غواړي درته نه وايم چې مه ځه رانه

چېرته به ځې چې رانه ځې، لېونۍ واوره، واوره

زه شاعري تاته کوم، تاته مسرې تاته ټپې وايمه

نن مې شپېلۍ زده کړه وړې، لېونۍ واوره،واوره

تپان يې نه وايي د ژوند کيسه او پټه يې کړه

احتياط کوه چې ځې راځې لېونۍ واوره، واوره

غزل

څنګه دې لنډې كړې اوږدې فاصلې

زما او ستا ترمنځ خو وې فاصلې

د مينې دا هنر دې څنګه زده كړ؟

چې لنډوې او اوږدوې فاصلې

ممكن چې ومې وينې غېږه راكړې

په خوب كې وينم فاصلې،فاصلې

لحاظ د يار راباندې ګران دى ځكه

چې وي هم نه وينم په دې فاصلې

ته به رسېږې ترمنزله پورې

ته په مزلونو باندې خورې فاصلې

د سرسړي د قطار شاته نه وي

اخلي خو تل تر قافلې فاصلې

لا دې د عشق تجربه هېره نه ده

لا مې په مخ كې تاووې فاصلې

ريباره مه وايه قربان دې شمه

په دې كيسو له منځه وړې فاصلې

يار ويل وخته تپان مه خبروه

زه به ورځم ته به رېبې فاصلې

غزل

له مجبورۍ نه په سرو سترګو ځي بهر ته وځي

پښتانه اوس هم په تنکۍ ځوانۍ سفر ته وځي

سر به پرې څه خوږو پرېږده د زړه سره راځه

د ښکلو،ښکلو کيسې هسې هم ځي شر ته وځي

اوس مې په زړه باندې باور لرم که هرڅنګه شي

دی په تش لاس هم د بڼو د جنګ لښکر ته وځي

پښتانه جنګ سره خېښي لري، که بل څه کيسه؟

چې د پښتون له لر نه لاړ شي نو بيا بر ته وځي

د تپان زړه له وينو ډک دی مينه چوپه خوله ده

ښايي له دواړو نه به ساه نن مازديګر ته وځي

1 COMMENT

  1. تپان صاحب په ګوتو مو برکت ښکلی غزل مو لیکلی له رب مو قلم همداسی روان غواړمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب