سریزه
نصیر احمد احمدي د پښتو ژبې ستر ناول لیکوال په (۱۳۵۳) کال د غزني په قره باغ سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې. احمدي د افغانستان له تعلیمی موسسې سره چې هغه وخت یی د بی بی سي تعلیمي موسسې بللې تر ډېرو کار کاوه.
ارواښاد احمدي د لنډې کیسې او ناولونه ولیکل. ده د ډېرو مبارزینو ژوند لیکونه هم د داستان په ژبه وکښل. خدای بخښلي احمدي د پښتو ژبې یو له ډېرو لوستل شویو لیکوالانو ګڼل کېږي. ځینې یې دلیل دا ګڼي چې د ولس ستونزې او کړاونه انځورول. د ده ناولونه د جفا، چل، فریب، ریاکارۍ، مینې، جګړې، انسانیت، او د بې وزلو ژوند او ګڼو نورو مسایلو راڅرخي. زه په خپله لیکنه په دې غږېږم چې ارواښاد طبقاتي سیستم او یا هم بې وزلي په خپلو اثارو کې څه ډول انځور کړې.
د نصير احمد احمدي په ناولونو کې د بېوزلو د ژوند انځور
نصير احمد احمدي هغه ليکوال چې تر ډېره یي په خپلو کيسو او ناولونو کې کلیوالي سوچه ژبه کارولې ده او د کلیوالو خلکو د ژوند انځور یی ډېر راوړی دی.
ارواښاد د غریبانو خلکو پر ژوند هم ډېر څه ليکلي دي او ما چې تر ډېره ولوسته نو ده په خپلو ليکنو کې له غریبانو سره خواخوږي ښودلې ده او د نورو له خوا یی پر دوی ظلم بد ګڼلی دی.
تل یی دا ښودلي چې باید د غریبې طبقې لاسنیوی وکړو، د هغوي له ځورولو څخه لاس واخلو، دی د غڼې ځاله په ناول کې وایي:
« وار له واره یی فاحشه وګڼلم،زړه مې اور واخیست خو ځان مې کابو کړ ځوان يوه شیبه ولاړ وه خو بیرته په خپل ځای کیناسته،له همغه ځایه یی راناره کړه:
ته فاحشه یی!
بوډا راغږ کړ:
ښځه چې له کوره راووځي داس ده لکه له شاتو ډک بې سرپوښه بوتل.
له شاتو ډک خلاص بوتل ته خامخا مچ ورځي
زما خبه ومنه په کور کې درنه کينه،پټه به یی، دلته ګذاره نه شې کولای
ومې ویل: نه ګذاره کولای شم
یو وار ودریدم، پر ناست ځوان مې مڼډه ورواخیسته وار له واره تر څڼو کش کړ
ړنګ شو سندان ته مې لاس وروغځاوه،نه کیده، دروند وه د بوټونو د رنګ ډبی تر ګوتو راغی،ځوان اخ کړ پر تندي یی د وينو نرۍ لیکه راوبهیده،زړو موچیانږ مڼډه راواخیسته، دواړو تر مټو کلکه ونیولم،خلک راټول شول، ماشومانو خندل، لویان غلي ولاړ ول.
بیرته خپل ځای ته راغلم د چادري سپيرې پيڅکې مې څڼډلې،ځوان ته مې وکتل، غلی ناست وه په اندي یی د خپلې پيڅکې وینه پاکوله، راټول شوی خلک لاړل،بیرته خپل ځای ته راغلم، زړو موچیانو خپل سرونه ټيټ نیولي وو،خولې یی پټې وې خو ګیډې یی ښکته پورته کيدې،په ګیډو کې یی خندل.
ماته هم د مکتب یوې وړې نجلۍ خپلې څپلۍ راوایستې
شبه وروسته مې د بډا موچي خندا واوریده:
یاره بلا یی بلا
سړی دې له دې ځایه ورک کړ
ور ومې کتل
ځوان په دوړو کې پټ وه،لیرې ځای یی جارو کاوه،شيبه وروسته یی د موچيتوب وسایل همالته یوړل.
بوډا ته مې وویل:
ګناه په شاتو کې نه ده په مچانو کې ده.»
نو دلته مو ولیدل چې د یوې مجبورې میرمنې ژوند یی انځور کړی وو چې هغه د مجبورۍ له امله خپل کار ته ځي کار کوي مګر خلک یې پر ارامه نه پریږدي.
زموږ په ټولنه کې په رښتیا سره چې همداسې ده حتا ښځې دا حق هم نه لری چې که له لوږې مړه هم شي خو کار باید ونه کړي
کار او د خپل ځان لپاره د ژوند توښه برابرول لوی شرم ګڼل کيږي. وروسته چې دا ښځه شتمنه کېږي خلک یې مخامخ دومره په بدو الفاظو نه یادوي. احترام یې کوي. لیکوال انځوروي چې که لاس دې تش وي د هر چا سپکې سپورې او ښکنځل به زغمې.
احمدي صاحب د رڼا په ناول کې ليکلي:
«شیبه وروسته یی په لوړ غږ وویل:
اې چينجۍ،مالونه راوګرځوه
نجلۍ سر هسک کړ، په بیړه ولاړه شوه مڼډه یی کړه،یو دم ځای پر ځای کیناسته خپلې لوڅې پښې ته یی لاس ونیو.
د هلک سوږمې وپړسیدې او په غوسه یی چیغه کړه!
ژر کوه اې د سپي لورې!
… په دخپلو تیرو نوکانو یی له پوندو ازغی راوایستهاو د یوه سیرلی خواته ګړندۍ روانه شوه،څو ځلې د سیرلي مخې ته ودريده دخو سیرلي ټ،بونه وهل،نه یی نیوی ورکاوه او نه هم نورو میږو او اوزو ته ورګرځیده، نجلۍ بې حوصیلې شوه ځمکې ته یی لاس کړ،یوه کوچنۍ ډبره په لاس ورغله ورسره د سیرلي پښو ته نږدې مړه دوړه پورته شوه.
نجلۍ ستړې وه بې سیکه وجود یی لړزیده،بیرته توت ته ورنږدې شوه،او سیوری ته کیناسته، دې لا دمه نه وه جوړه کړې،چې څڼ، ته یی ګوټې ورولويدې
نجلۍ کوکه کړه، په تشو کې یې څو درانه دردونه تیر شول، بیا یی پر ژامه یو سوک وخوړ،او پر خاورو پړمخې پريوته
هلک چیغه کړه
تا زما پر سیرلي وار وکړ…پمنې ته ودرې مور به مې څڼې دروشکوي.
…. ښځې دوه درې غړوپه اوبه څښلې، بیرته یی پر بوتل سرپوښ تاو کړ او په بکس کې یې کیښوده،بیا یی په رمې پسې وکتل خو وروسته یی په نجلۍ باندې بام شو، او له هلک نه یی وپوښتل
هاغه دې خور ده؟
هلک تندی تریو کړ:
نه،زموږ مزدوره ده.»
دلته مو ولیدل چې حتا د ماشومانو تر منځ هم د شتمنۍ او غریبۍ غرور شته او یوه شتمن ته د خپل مزدور وجود يو بې حسه څیز ښکاري چې ممکن دی پر وهلو، وهلو هیڅ نه خوږیږي.
احمدي د درې رنګه غوږونو(جوجو) په ناول کې لیکي:
«باتوره د خدای روی ومنه، د هلکانو مور مې په اولاد ناروغه ده،تر ښاره یی ورسوه،د تواب پلار خپل کیڼ لاس د څراغ رڼا ته ورنږدې کړ،په خوبولي غږ یی وویل:په دې نیمه شپه کې به تر ښاره څنګه ځو.
سړي زارۍ کولې،باتور د موټر کلي پسې لاړه،شيبه وروسته د موټر د چالانیدو غږ واوریدل شو،پر مخامخ دیوال تیزه رڼا ولګیده،موټر له کلا ووت، لال مامد د موټر د څراغو تر ژیړې رڼا مخکې مڼډې وهلې،تواب دروازه پورې کړه،کوټې ته راغی اوږد وغځید،د جوجو درک نه وه.
د هلک سترکې سره ورغلې وې،یړ وخت یی د موټر هارنونه واوریدل،دباندې ووت، ژیړه رڼا د کلا د رنګینې دروازې تر چولو راوتلې وه،دروازه یی خلاصه کړه موټر د کلا منځ ته راغی،تواب له پلاره د ناروغې ښځې پوښتنه وکړه،لڼډ ځواب یی واورید:
په لاره کې مړه شوه.»
نو دلته مو بیا هم ولید چې د کلیوالو، غریبو بیچاره خلکو ژوند ته یی توجه کړې ده چې يوه ښځه څنګه د بل چا د موټر پر تمه مري.
احمدي د زرو په ناول کې لیکلي:
«زړه مې طاقت نه کاوه، موبایل مې غوږ ته ونیوه،د یو ماشوم آشنا غو راغی.
هلو څوک یی؟
زړه مې غږ کړ.
حاجي نواب غواړم
ماشوم وویل:
نیکه مې په کور کې نشته، دا موبایل نومره د له کومه کړه؟
ښځینه ناره مې واوریده
چينجیه دا زما موبایل د ولې اخیستی؟
تلیفون مې قطع کړ د طړه ټکان مې ډېر شو، له شک پرته زرو وه.
شیبه وروسته زنګ راغی، په ښځینه ټیټ غږ یی وویل:
اوس خو پوه شوې چې دروغ نه وایم ته راباندې ګران یی
زړه مې بې واره دربیده، خو د ا ځل دا دربا بده نه راباندې لګیده،یو نری خوند مې ترې اخیست، ځان مهم راته ښکاریده، وړه خبره نه وه یو خوار نجار په یوې ښکلې نجلۍ ګران وه.
څو ځله یی یوه خبر تکرار کړه
یو خوار نجار په یوې ښکلې نجلۍ ګران وه.»
نو ومو لیدل چې دلته یی د یوه بې وزلي، ناهیلي نجار ژوند انځور کړی دی، دا چې په کومې نجلۍ ګران وي نو څومره خوښي څرګندوي، سره له دې چې تل مو په ټولنه کې دا دود دی د چا بې وزله او غریب خلک نه خوښیږي.
او تر ډېره باورونه دا دي چې ټولې نجونې غواړې، له شتمنو سړیو سره واده وکړي او له هغوی سره اوسي. لنډۍ ده چې:
عالمه راشئ مخ مې تور کړئ
د پاچا لور وم په کولال میینه شومه
احمدي د اغزن سیم په ناول کې لیکي:
«یوه شیبه غلې وه، وروسته یی په ډک ستونی وویل:
دوه کاله مخکې مې پلار ته یو لیک راغی،د جومات ملا ورته ولوست، تره مې تهران ته غوښتی وو، پلار ته مې لیکلي وو چې دلته مې د خښتو په بټۍ کې سرکاریګري درته موندلې ده د یو کال د دهقانۍ پیس په یوه میاشت کې موندلی شې، له کور نه راووتو، دلته راورسیدو،پلار مې څو ځلې خپل ورور ته تلیفون وکړ،خو کار یی نه کاوه،علي رضا پيسې غوښتې…د هغه آخره خبره دا وه چې دوه کاله به د غواوو په فارم کې له تنخوا پرته کار کوئ.»
نو دلته مو ولیدل چې یوه غریبه او بیچاره کورنۍ څنګه د خپل د اقتصاد د ښه والي لپاره په قاچاقي لارو تر ایرانه ځي.
او بیا له سختو ستونزو سره مخامخ کيږي، د نجلۍ مور او پلار دواړه مړه کیږي او نجلۍ په همدې ځای کې د ډېرو ستونزو سره د یوې نوکرې په شان کار کوي.
ارواښاد نصیر احمد په خپله یوه لڼډه کیسه کې لیکي:
«یو سوړ اسویلی یی وایست، شوڼډې یی وخوځیدې:
څه درته ووایم، اووه سره عیال لرم،ټول واړه دي، څوک ناروغه وي،څوک د مکتب کتابچې غواړي،یو جامې نه لري او بل هم لوڅې پښ ګرځي.
باور وکه د غنمو ریبلو ته یوه میاشت پاتې ده،خو موږ دوه اونۍ مخکې لا کندو جارو کړ، کله پسې رسیدی شم.
یوه شیبه غلی وو بیا پرته له دې چې راته وګوري په خواشینۍ یی وویل:
نه پوهیږم، څه پرې وخورم؟»
دلته یی هم د یوه بیوزله سړي ژوند ته کتنه کړې ده او د افغانانو د ژوند سختې یی بیان کړې دي.
پایله:
نصیر احمد احمدي د پښتو ژبې په داستاني ادب کې یو بې ساری ځلانده ستوری وه چې په خپلو ناولونو او کیسو کې د پښتنو رسم و رواج، د ښځو محرومیت، کلیوالي ژوند او په تیره بیا د د غریبو او بیوزله خلکو ژوند ته یی ډېره پاملرنه کړې ده.
نو وړانديز مې دا دی چې د احمدي صاحب ناولونه ولولئ باوري یم که مو یو ځل لوستل پيل کړل نو په نیم کې یې نه شئ پریښودلی، ډېر څه به ترې زده کړئ.
یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده.