Homeخبرونهاردوغان ښایي د افغان کډوالو په اړه پالېسي بدله کړي

اردوغان ښایي د افغان کډوالو په اړه پالېسي بدله کړي

تاند: ( یکشنبه، د سرطان ۲۵ مه)  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هیواد به یې د نا قانونه پناه غوښتونکو په وړاندې خپله تګلاره بدله کړي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، اردوغان وویل: “په نږدې راتلونکي کې به د غیرقانوني پناه غوښتونکو په وضعیت کې بدلون راولي.”

د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ: د دغه هیواد سرحدی ځواکونه به ډیر ژر نور جدی اقدامات وکړی.

په دغه هېواد کې د ناقانونه پناه غوښتونکو ډېری برخه افغانان او د سوریې اتباع دي.

د تګلارې بدلون په داسې حال کې مطرح شوی چې په ترکیه کې د کډوالو موضوع له ګرمو ټاکنیزو لانجو څخه و.

د اردوغان د ۶ مخالفو مخالفو ډلو په ګډون د ملي ایتلاف مشر کمال کلیچدار اوغلو په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې وویل، که ټاکنې وګټي نو پر بهرنیانو به د شتمنیو په پلورلو به بندیز ولګوي.

په ترکیه کې د پخوانیو افغان سیاستوالو په ګډون لسګونه زره قانوني او ناقانونه افغان کډوال هم مېشت دي، چې د اردوغان څرګندونو اندیښمن کړي.

1 COMMENT

  1. دا مرتد ایخوان الشیاطین د هیروینو تجار تر دغه خبیث نتانیاهو یهود سل ځله شرف لري.دا سوډر نه مسلمان ده نه لکه خبیث طالبان سي ورته نڅیږي د اسلام او مسلمانانو خیرخوا. دغه خبیث د کابل په هوائي ډګر د خپلو ماسلانو د په ځائ کولو او امنیت ساتلو لپاره ولي دومره هلې ځلې کولې ؟ ددې لپاره سي د کابل له هوائي ډګره اروپا ته د هیروینو تجارت وکړي. موږ افغانان خو دومره جاهل یو سي تل مو ددغسي مرتدانو مریدي کړې. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...