چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبلنډه کیسهفلیسوف | نور محمد سعید

فلیسوف | نور محمد سعید

د نسیم مړی یې په کمبله کې نغښتی د موټر شاتنۍ څوکۍ کې نیم ناست، نیم څملولی و. ته وا د اوږده سفر وروستیو شېبو کې څوک ستړیا باسي. چې لاس مې وروړ، د خیریه موسسې ډرېور ته وایم:

سر یې؟

وبونګېد، ‘’بشپړ ریل ګاډی پرې تېر شوی، مات هډوکي، بوټۍ دي، بس ګور  ته یې ورسوئ!’’

همداسې مو وکړل.

ما خوستن مې باڼه پر باڼه لا نه وو ایښي، چې تصور کې مې د اسټېشن پر چوتره ولاړ ولید.

هماغسې د تل غوندې سنجیده، موسکۍ سکاڼه څېره یې د ګاډي مخې ته ورمنډه کړه. شاته یې نه راکتل.

ژر مې سترګې پرانیستې. ډېر توپیر یې  و نه کړ، ځکه د دې کمبخت مې همدا یو تصویر په ذهن کې ثبت و او دی،ایکې یوازې یو تصویر.

تل مې په موښلیو خو پاکو کالیو کې همداسې لید، موسکی، خو غلی ولاړ یا په ځغاسته.

په ناسته مې د لږ وخت لپاره ولید.

اول ځل لیدل مو هم همداسې شوی و. د ملګري له دکانه یې تشې پیالې پورته کولې. هغه ورته وايي:

یره نسو، غرق شې، کراچۍ ښار کې له پښتونولۍ هم ووتې، کلیوالو مېلمنو سره ستړي مه شي هم نه کوې!

غبرګ لاسونه یې راکړل. موسکی شو او همداسې پټه خوله له پیالو سره ووت.

ملګري ته وایم څوک دی؟

‘’د بر کلي د ترکاڼ انځرګل زوی ده، د ولور په ګټلو پسې یې رالېږلی، دی د نکلونو په کتابونو کې ورک ده.’’

بله ورځ چای خانې ته پسې ورغلم. خېټور کوټه وال هوټلي مهربان سړی معلومېده. د ده له خولې مې لومړی ځل د نسو اصلي نوم نسیم واورید. د ده هم یوازینی شکایت دا و چې هلک په کتابونو ځان لیونی کړی:

‘’ورته وایم چې له کاره فارغ شې، له خپلو خلکو سره کېنه پاڅه، دی به هلته چت ته د کتابونو بغرۍ ته منډه کړي. خدازده له کومه یې راپیدا کوي؟’’

له دې وروسته چې کله هم چای خانې ته ورتلم. له نسیم سره مې یوه دوو سوالونو- ځوابونو ته پلمه موندله او دوه درې ځله مې شاعران ملګري د جمعې ماخوستن بانډار ته هلته راوبلل.

یوه ورځ یې په وتلو کې زړه نا زړه د پلازې بام ته ګوته ونیوه:

‘’هلته د کېناستو ځای شته!’’

(هلته) د صدر بازار د کباړ له کتابونو ډک کونج و او د نیسم کټ د نورو مزدورانو له کټونو ښه جلا پکې پروت و.

د بالښت رنګ اوښتی، یو څادر چې ښايي کومه زمانه کې خامک دوزي شوی هم و، د توشکې غوندې یوه شړۍاو نور نو کتابونه او کتابونه، چې هر یو مې راپوته کاوه، فلسفه یا ادب!

شاعرانو ملګرو ته د مشاعرې لپاره د ښار له ګڼې ګوڼې تقریباً سل فوټه پورته یو ګوښه په لاس ورغله او نسیم ته ښايي په ژوند کې لومړی ځل داسې چا په درنښت غوږ نیو چې په ژبه یې هم پوهېدل.

لږ غږېده، یو نیم غزل به یې داسې په شرمندوکې لهجه وایه ته وا اوس به وژاړي. خو د نورو مجلس ته به ښه وغوړېد. یو پلاستیکي پزی یې هم راپیدا کړ، د جمعې په مازدیګر به یې لا هوار کړ. شعر یې خبرې درلودې. ژبه یې هم له نورو جلا وه. خو د مشاعرې ګډونوالو شمېر  له ډېرېدو سره د نسیم خبرې په کمېدو شوې.

کله نا کله نا کله به د شعر په نامه مازې وبونګېد. کله به یې پلمه وکړه، تر پایه به غلی ناست و او بله ورځ ورک شو.

هوټلي غوړمبېده ‘’دکانونو ته د چای رسولو کار مشکل نه دی، خو چای خانې هم لږ نه دي او مزدوران هم ډېر دي، دکانداران خو بې چایو نه کېني، سړی خو یوه سوال ځواب وکړي.’’

 له خبرو یې ایله دومره پوه شوم چې نسیم د بل چا په خوله ورته ویلي، د څلوېښتو ورځو لپاره تبلیغ ته ځي.

نه یم خبر چې تبلیغ کې به یې څلوېښت ورځې پوره کړې وي که نه، خو څو میاشتې وروسته مې پر ډېران د ناستو پوډریانو په ډله کې ولید.

مخامخ ورته ودرېدم. ښه ځنډ یې ځیر راته کتل، وروسته یې مخامخ یوې کوڅې ته منډه کړه.

شاته یې نه دي راکتلي او نن له هغې ورځې دوه نیم کاله وروسته د خیریه موسسې رضاکار ډرېور وايي، ‘’موږ کفن او غسل ورکړي دي، ګرمي هم ډېره ده، نور یې مه ځوروئ، همداسې یې خاورو ته ورسوئ!’’

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب