جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+افغاني ټولنه کې متضاد نظریات او متخاصمې فرقې

افغاني ټولنه کې متضاد نظریات او متخاصمې فرقې

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

پنځمه برخه

……په تیر پسي

ملي فکر: 

کومه ټولنه کي چي ولسي ارزښتونه  يي د فکرې تضادونو او وارد شوو  متخاصم نظریاتو ټولګه وي د هغه ټولنی وګړي سمه مستقیمه لاره نشي موندلي، له فکري تضادونو ډکه ټولنه کي به تل اړودوړ روان وي سیاست وال او ټولنپوهان به  يي په ظاهر يو څه وايي مګر  په باطن به پل څه کوي. له دغه مزمن حالت څخه د وتلو یواځیني لاره په یو داسي علمي او عملي منشور راټولیدل دی چي د افغاني ټولنی د اوسنیو اړتیاو په پام کي نیولو سره چي وکولاي شي دنړي د نورو ملتونو سره په څنګ کي د یو سیال ملت په توګه سولیز ژوند وکړي وړاندي شي.

 اسلام:

الله ج قادر مطلق او قایم بالذات دی، اسلام د ځمکي په سر وروستی نازل شوی الهي دین دی، چي په حضرت محمد ص نازل شوی ،په مومن به ایمان، د اسلام په پنځه بناو عمل کول او د نهه کبیره ګناهونو څخه ځان ساتل د واقعي مسلمان بودن شرطونه دی.

په اسلام کي په مومن به (ایمان) دوه مهمي برخي لري یوه برخه ایمان لرل په ښکاره څیزونو یا په هغه څه چي انسان ته مرئی (قابل د دید دی)  لکه کتاب الله او انبیا علیه السلام او د ایمان بله برخه په غیبو ایمان دی لکه د الله تعالی ذات، ملایکي، بعد له مرګه ژوند، خیر او شر، د قیامت د قیام (محشر) ورځ ، د جنت او دوزخ شتون او موجودیت.

د ایمان هغه برخه چي ښکاره او مرئی دی، د اسلام ارکان، قراني اصول او احکام ټول د بحث وړځکه دی چي قرآن کریم د موضوعاتو کٌلي تیوري وړاندي کوي او د جزیاتو د تشریح په رابطه په انساني تفکر او تعقل یا مباحثه هیڅ نوع محدودید هم نه دی وضع شوی، د ایمان او اسلام په دي برخه کي د فلسفي علومو په اساس استدلال کول هم نشي نفي کیدلی، بلکه د قرآن صریح آیاتونه هم انسان ته د تعقل او تفکر امر کوي ،خو د ایمان غیبي برخه بیا د بحث وړ ځکه نه دی چي اوسنی انسان لا د شعوري تکامل اعظمی مرحلي ته نه دی رسیدلی، دې برخه کي بیا به مسلمان هر هغه څه مني چي پیامبر ع ته وحي وي او په قرآن کریم کي يي ذکر راغلی وي.

په نني عصر کي چي د صنعت، تکنالوژۍ، روباټ جوړوني او اتومي انرژی د تولید عصر دی د خداي د ذکر بهترین روش دا دی چي انسان د خداي په خلقت کي څیړنه وکړي معلومه خبره ده چي د څیړني نتیجه کشفیات او اختراعات دي، د الله تعالی د خلقت ډیره برخه په اسبابو دی د لمر شعاع چي د انرژۍ د تولید منبع ده هیلیم ګاز لری، د اوبو جوړښت د دوه مالیکوله هایدروجن او یو مالیکول اکسیجن د تعامل نه شوی، اوبه حیاتي ماده ده د اوبو او خاوري تعامل د خوځنده یا حیه موجوداتو د پیداښت سبب ګرځي. د ځمکي په سر اوبه  سایکل یا دوران لري چي دغه دوران د اقلیم په بدلیدو سره د بخار، باران، واوری او ږلي په شکل ترسره کیږي، د خلقت په دي راز پوهیدل هم علم دی هم د خداي ذکر او هم د الله ج د ستروالي په پوهیدو یوه منطقی لاره، د اطاق او جومات په کنج کي ناسته او یو څو تکراري الفاظو ویل هغه هم په داسي وخت کي چي د  الفاظو په سمه او صحیح معنا هم پوه نشو د ډیر ثواب یا ګټي کار نه دی او نه د انسان سره مرسته کوي چي د خداي د خلقت په راز پوه شي. دا کلیشه چي وايي، دنیا په احمقانو ده ودانه، ناسمه ده، د ننی نړی د سیاسي، اقتصادي او اتومي پرمختګ  راز د پوهو او عالم شخصتیونو د کار، زیار او څیړنو نتیجه ده.

انسان د عبادت دپاره پیدا شوی(1)، کله چي انسان مړ شي عمل يي قطع یا پري کیږي ددي معنا داده چي ژوندی انسان د خپل خالق عبادت کولی شي، نه مړ انسان، د عبادت انجام دپآره انسان وسایل، ابزار او تر ټولو مهم رواني او فزیکي امنیت ته اړتیا لري.

د حیات یا ژوند د دوام دپاره صحي او مکلفه غذا، د اوداسه او غسل دپاره ګرمي اوبه، مناسب تشناب، پاکي جامي ، سفر او حج د تګ د پاره  وسایطو (کښتۍ، موتر، الوتکه) ته ضرورت ده دا ټول انساني اړتیاوي دي چي باید پوره شي، دغه اړتیاوي د مروجه علوم او فنون په زده کړه، کار، او زیار پوره کیږي.

 د معلوماتي تکنالوجۍ په مټ نړی د یو کلي حیثیت غوره کړی په دي کلي کي اوسیدل او انساني ژوند اختیارول د کلیوالو سره د نیکو انساني اړیکو نه پرته امکان نلري، د قرآن د صریحو او واضحو آیاتونو د حکم په اساس(2)  د مسلمان نارینه نکاح د اهل کتاب ( یهودي او مسیحی) پاک لمن ښځي سره شرعي جواز لري، د نکاح اړیکه د خپلوۍ اړیکه ده او د دوستی تر اړیکي څو ځلي نږدي او خوږه رابطه ده، د نکاح نه وروسته کورنۍ نظام تشکیلیږي او ورپسي ټولنه رامنځته کیږي ددی معنا داده چي په ټولنیز نظام کي ګډ ژوند کولو فرهنګ باید زده کړو،  د اړیکو پریکول نه یواځي د غیر مسلمان محارب بلکه د مسلمان محارب چي  متجاوز وي او په یو ناتوان مسلمان قوم برید وکړي ورسره  کلتوري، اقتصادي او سیاسي اړیکي شلول مصلحت دی او شرعاٌ جواز لري.

دا که د دیني ( اسلامي) احکامو له زاويي، یا د ټولنپوهني د علم له مخي یا د ساینسي علومو په اساس  انسان تعریف شي ښځه انسان ده، ښځه د خپل نفس مطلقه مالکه ده مګر دا چي عاقله او بالغه ښځه به تمام هوش او حواس خپل د نفس موقت یا دایمي وکالت په رسمي ډول د قاضي په مخکي  بل کس ته ورکړي دا مسله نه یواځي په ښځینه وو کي بلکه که کوم نارینه هم د خپل نفس وکالت بل کس ته ورکړي جواز لري او ممانعت نشته، دا خبره ناسمه ده چي نارینه د ښځی ( مور، خور، لور، میرمن ) د اجازي او رضایت نه پرته ځان د هغي د نفس او وجود مالک وګڼي او ښځه  د ځان مال او متاع ، په اسلام کي د ښځينه و حقوق په عدالت ولاړ دی، ښځه د زده کړي، روغتیايی خدمتونو ته لاسرسی په ټولنیز، اقتصادي او سیاسي برخو کي د فعال ګډون حق لري او دا حق ورته د کایناتو مالک ورکړی(3).

د بي بي خدیجې ګډون او فعالیت په اقتصادي برخه کي او د بي بي عائیشی روایات همدا ډول په غزواتو کي د نورو سلګونو مسلمانو میرمنو ګډون د دي خبري ثبوت دی چي د اسلام پیامبر(ص) په نظامی، سیاسی، اقتصادي علمي، او ټولنیزو مسایلو کي د ښځو د ګډون مخالفت نه دی کړی.

د یوویشتمي پیړي پرمختللي معلوماتي تکنالوژی په دي عصر کي اعلی کلمة الله یا بشر ته د الله د دین رسول په جبر، زور او د ټوپک په استعمال امکان نلري بلکه د خداي د دین رسول اوحاکمیت په ښو اخلاقو  او انسانانو ته د عامه خدماتو په وړاندي کولو او د خلق الله خدمت کي ممکن کیږي، هغه کسان یا ډلي چي خپله په صنعت او تولید کي مستقیمه برخه نه اخلي، د خلق الله په خدمت باور نلري، عام مسلمانان د دنیا ترک ته دعوتوي، دین په نورو د تسلط او حاکمیت وسیله ګرځوي او هر وخت چي اړتیايي شي دین په خپله ګټه تعیبر او تعریفوي، ځآن ورته د ځمکي په سر د خداي رسمي نماینده ښکاري دا ډول ډلي او فرقي افراطیان (اکستریمیستان) دي چي فعالیتونه يي عامه نظم مختل کوي او افغاني ټولنه په دوامداره توګه بي ثباته او افغان انسان محتاجه ساتي.

په نړي کي د انسانانو نفوس شاوخوا اته میلیارده ته رسیدلی چي 249  بیلا بیلو خپلواکو دولتونو کي ژوند کوي خو انساني ټولنه کي د ګوتو په شمار دینونه رایج دي، لکه څنګه چي د نورو دینونو لکه مسیحیت، یهودیت، هندومت، بودایزم او  نوروو ادیانو ټول پیروان په یو هیواد کي چي واحد دولت ولري نه اوسیږي همدا ډول دا هم امکان نلري چي د اسلام د دین ټول پیروان (مسلمانان) دې په یوه واحد دولت کي سره ژوند وکړي د ټولنپوهني د علم له مخي د ګډ ملت کیدو دپاره ډیر معیارونه او ټولنیز عناصر شتون لري، په دغه معیارونو کي ګډ دین نه دی شامل، همدارنګه د واحد ملت بودن دپاره د ټولو معیارونو په نشتون کي د یو معیار شتون واحد دولت او ملت نشي رامنځته کولئ.

افغان ځکه یو ګډ ملت دی چي د ټولنپوهني د علم له رویه د ملت بودن نږدي ټول لکه مشترک تاریخ ، مشترک دودونه، ګډ کلتور، ګډه ژبه،  ګډ هوئیت او تر ټولو مهم واحده سیمه (جفرافیه) یا یو واحد هیواد معیارونه پوره کوي. هغوي چي په هر قوم او دین پوري اړه ولري او په هره نامه لکه دین، نړیوالتوب، د زیار ایستونکو د حقونو، تجارت او سوداګري یا بل شعار لاندي د افغان په خاوره یرغل کوي یا يی کړی متجاوز او استعمارګر دی د هر بهرنی یرغل ګر په وړاندي مبارزه د افغانانو دیني (اسلامي) او مدني حق دی، خو دغه مبارزه باید په یو علمي او عملي چوکات کي وي د مقدس جنګ (جهاد) د اعلان حق د وخت حاکم  (رئیس جمهور، سلطان ، شاه، خلیفه ) لري، کوچني متلاشي او بي اتفاقه ډلي او فرقي چي اکثره وخت د خپل فعالیت په جریان کي استعمار د لاس آله ګرځي حق نلري چي د یرغلګر په وړاندي جنګ پیل کړي ځکه دا په حقیقت کي ټولنه کي د داخلي نفاق سبب ګرځي او د بهرنی استعمار په وړاندي د واحدي مبارزي انګیزه له منځه وړي، که د وخت حاکم د یرغلګرو د خوا ووژل شي یا د اکثریت ولس د رايي خلاف د یرغلګرو ملګری شي بیا نو یوه مشروع، رسمي او باصلاحیته ملي مرجع حق لري چي حاکم عزل او نوی رسمي حاکم اعلان کړي، د نوی حاکم د مشروعیت او رسمیت دپآره باید ټول منل شوي ملی عرف دیني واضح اصول او احکام او بین المللی  نافذ قوانین په پام کي ونیول شي،  دغه برخه کي د ملګرو ملتونو منشور او نړیوال میثافونه وجود لري چي شاوخوا تر 200 هیوادونو پوري دغه منشور منلی(4).

ملي هوئیت او د ښاروندي حقوق:

.په یوویشتمه پیړی کي دا اړتیا احساسیږي  چي د افغان وګړو حقوق د نوي عصر د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ضروریاتو او اړتیاو په اساس تعریف  او وټاکل شي.مشهور الماني ټولنپوه له نظره دولت عبارت دی له هغو ټولنیزو ادارو څخه  چې د مشروع واک انحصار تضمینوي.

افغان  ملي هوئیت د مدني ملت پالني او د هیوادپالني د عناصرو په اساس تعریف کیږي، هر افغان د ګډ هیواد له مخې اوسېدونکي هیوادپالنې ته رابلي، هر افغان د هیواد  ټول وګړي پرته له نژادي، ژبنیز، قومي او مذهبي ورته والي د یو هیواد  اوسېدونکي ګڼي او د شهروندۍ د حقونو پر اساس ملي هویت تعریفوي. بناٌ ویلي شو چي ملي هوئیت د یو هیواد د شهروندی پر حقونو ولاړ دی.

د شهروندی حقوق  د انسان د ژوندانه ټول اړخونه لکه سیاسی، اقتصادی، ټولنیز، کلتوری او امنیتي برخی په برکی نیسي ،  د ښاروندي  حقونه  په بیلا بیلو برخو کی عبارت دی له:

  1. امنیت
  2. خپلواکي
  3. آزادي
  4. پرمختګ
  5. عدالت
  6. مصوؤنیت څخه.

  1. امنیت:

د ځمکي په سر د ژوند حق د کایناتو د ستر خالق ستره پیروزینه دی چي انسان ته يي ورکړی لکه د نړی د نورو انسانانو په شان افغانان هم په ځمکه کي د ژوند حق لري هیڅوک، کومه ډله یا کوم دولت دا صلاحیت او واک نلري چي د یو افغان څخه د هغه د ژوند حق واخلي ځکه چي  دا حق الهي امانت دی،  قرآن کریم انسان ته د اشرف المخلوقات خطاب کوي او دا  ځکه چي د انسان د ژوند شرایط ډير پراخ او وسیع دي، هر انسان  دا حق لري چي فزیکي او رواني امنیت يي تامین واوسي، فزیکي امنیت دا معنا چي څوک ورنه د ژوند حق وانخلي او په مختلفو بهانو يي ونه وژني او په فزیکي دول محوه نشي، رواني امنیت معنا دا چي هر انسان په ځمکه کي د ژوند او حیات د دوام دپآره  خپل هیواد کي د مالکیت، د نظر د اظهار، د زده کړي،  صحي خدماتو ته د لاسرسی، د کار او د شغل د انتخاب حق لري چي باید ورته تامین شي.

سوله او جګړه:

 کله چي د رواني او فریکی امنیت بحث کوو د سولي او جګړي بحث مو مخته راځي سوله او جګړه پراخ بحثونه دي که څوک یو انسان په فزیکي ډول نه وژني خو رواني امنیت يي ګډوډوي د شغل د انتخاب، د زده کړي، د صحت، د سیاست او نور مدني او قانوني حقوق تري اخلي  دا په حقیقت کي په خپل ذات کي نرمه جګړه ده چي پیل شوي ده او بالاخره د لږ وخت په تیریدو سره په توده جګړه بدلیږي، البته د یو ټولني یا یو شخص د رواني امنیت د تامین د پآره د بل شخص یا بلي ټولني فزیکي او رواني امنیت مختل کول ظلم او استبداد دي.

همدا ډول د سولي بحث هم ډیر وسیع دی، سوله معنا د جګړي بندیدل، د نورو انسانانو فزیکي او رواني امنیت ته درناوي کول، صحی خدماتو ته لاسرسۍ، پرته له تبعیضه نر او ښځي ته د تحصیل زمینه سازي، د سیاست او د بیان آزادي، د نظر د اظهار او د نورو انسانانو ټولو مدني  آزادیو  ته درناوی کول سوله ده.

ادامه لري…….

افغاني ټولنه کي متضاد نظریات او متخاصمي فرقي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب