یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د استاد پسرلي په شعر کې تصوفي څرکونه

د استاد پسرلي په شعر کې تصوفي څرکونه

ودود همت

که دې د ناز جلوه د لمر غوندې سینا ونیسي

د طور ډېوې ته به موسی ید بیضا ونیسي

مسلمانانو ته تلقین کړه بیا هغه خبرې

چې د ایمان په نور د لمر غوندې دنیا ونیسي

خدایه ”پسرلي“ ته هغه عشق هغه جذبه وبخښه

چې د سلمان غوندي لمن د مصطفی ونیسي

تصوف د معنی په دنیا کې له حقیقي محبوب سره د محبت د راز او نیاز روحاني بهیر دی او اخلاصانه عابدانه چارې دي. عشق دلته د حقیقت پر رڼه لاره تر حقیقي وصاله روحي ریاضت او دروني قدوسیت دی، له مادي لحاظه محوه او ځان ډوبول دي، د نفسي او جسمي خودسریو مهارول او کنترولول دي او د قلبي استغنا تر مقامه ستنېدل او رسېدل دي. دا محبت صوفي په ذهني او شعوري لحاظ دومره معنوي مدارجو ته ورسوي چې د دې فاني دنیا  مال او منال، جاه اوجلال ته په معنوي مړښت د تل لپاره لته اول غته ورکړي او د ژوند مادي اړخونه او مصنوعي بهیرونه ورته د لوبو تماشه او بې مورده نشه ښکاره شي. دی نور د مادې جال او د فایدي چال ته ځیر او په ویردی، د خپل دور له رواله باغي او له جلاله یاغي دی، نه طامع دی نه تطمیع دی، بس په خپل حالت قانع دی، د دوهې ملنګ دی، له زمانې په څنګ دی او د نفس سره په جنګ دی. صوفي بېل جهان او ځان ته ځان لري، د شهرت، قدرت او دولت سره يې ورانه ده، په خپلي خودي کې تر خپل خدایه ج د معنوي عشق د لارې خودجوشه ګړندی لاروی دی. لنډه دا چې د تصوف او عرفان د ملنګانه او مستانه مزل منزلونه د نفسیاتي او شهوتي طهارت مخلصانه او رندانه غسل او پاکي ده.

د رښتینو شاعرانو نړۍ لید د دې لارې پر بهیر او مسیر تل په یون او خوځون دی. دوی هسې هم هغه د چا خبره (د مولاطالبان خلاص له کاروباره)، د مادي نړۍ له ولو او ناولو معاملو او مراودو څخه په امان دي، دوی په خپلي جدا او ماورا دنیا کې ځان ته بوختیا او لېوالتیا لري، د وخت دور ته نه سرښوروي اونه زر ښوروي، د عامو وګړو له دستور سره همغاړیتوب نه لري، د مادې مشرب نه بلکه د معنا په تندي او تلوسې پسې روان او سرګردان دي. د صوفي او شاعر نړۍ تر ډېره بریده یوله بل سره ورته والی او یو رنګي لري. صوفي ممکن شاعر نه وي ولي دا ترډېره حده شوني ده چې  شاعر دې یا بشپړ صوفي وي او یا دي د صوفي خویونه په يو ډول نه يو ډول ولري. مونږ په دې بحث کې د پښتو ادب په معنوي جهان کې د شلمې پېړۍ د یو داسي سرغانه او یو دانه ملنګ شاعر د مغتنمې شاعرۍ پر هغو اړخونو لږ تم کېږو چې تصوفي رنګ او خوند، کیف او کان لري. ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی څېړو، هغه پسرلی چې د خپلي استغنا او خاکساري په جوهر يې د معنا نړۍ تل بهار بهار او سینګار سینګار ده.

خاونده عشق مي د زړه رهبر کړې

کین اوغوسې يې دود او شرر کړې

چې يې هر چا ته وي غېږ پرانستې

لیونی زړه مې د جومات ور کړې

په دې التجايي څلوريځه کې استاد پسرلی د کوم عشق تر رهبرۍ لاندې مینه ګر زړه غواړي؟ مونږ ډېر کله د خدای تعالی ج له مهربانه دربار څخه داسي التجاوې او غوښتني کوو چې زمونږ د نفس او مادي خواهشاتو خوند او بوی ترې محسوسېږي او بله يې لا دا چې د نفس د ضبط څخه بې مهاره تمې او د اېګو د اورنیو تلوسو تر سيطرې لاندې ناپایه هیلې پالو، خپل د نفسي لوږې سره مو صلاح نه وي کړې چې آیا زما لیسک او ممسک نفس د دغه پرهېز جوګه دی اوکنه؟ آیا زما دروني دنیا دا وړتیا او ژمنتیا لري چې د غريزې له خزې څخه د وجدان تیارسی سپاهیان روغ او سالم وژغورم.

استاد پسرلی چې کله دغسې سپېڅلې معناداره استدعا مطرح کوي نو طبعا” چې د نفس په پهلوانۍ کې غالب او بریالی دی، دی په خپل نفس مطمین دی چې د حقیقي عشق تر مشرۍ لاندۍ د معنا په دنیا کې معنوي ژوند تجربه کوي.

مونږ ډېر کله د الهي هدایت غوښتنه کوو ولې د عملي کړنو هڅه او پلټنه یا نه کوو یا يې د کولو په چاره دقیق نه پوهيږو. له ځان سره جګړه د انسان په اګاه او ناخوداګاه شعور کې یوه طبیعي پدیده ده اما دا جګړه هم خپل جلا، جلا غريزې او انګېزې، لاملونه او سببونه لري. انسان کله کله د خپلو مادي ګټود خوندیتوب او زیانونو د مخنيوي په پار هم د ځان دننه په سخته روحي جګړه او کشمکش اخته وي، د بېلګي په توګه کله چې مونږ د دخانیاتو له استعمال څخه شعوري ډډه کوو دا مو صحت او اقتصاد ته زیان دی، نوخود به یې نه کاروو، ولو که د فخر او غرور څپې هجوم هم راباندي راوړي ولي مقابله ورسره کوو او د جسمي لذت دې غوښتني ته نه وایو، خوکله چې له انساني ریا او مادي مشهورتیا څخه ځان ژغورو دا نو یو پټه، اسرارامیزه او دروني ژمنه ده چې د نفس د تور طامع مخ په بارخو يې ورګزاروو. کله چې انسان د قلبي استغنا داسي مرحلې ته رسېږي چې مادي ګټه پس وهي اوخپله دا وږي اسره راموي، دا نو لوی بری او پر نفس تېری دی. د استاد (پټه ژمنه)، مونږ ته د تصوف د شرطونو او رنګونو واضح څرک راڅرګندوي. استاد په ویلو نه بلکه په کولو د نفسي ضبط او مهار ثبوتونه وړاندي کوي، د اکبر جهاد له میدانه ډېر لږ خلک بریمن او هستمن راوزي، کنه ډېرو دواړې دنیاوې پکښې دو کړي او بایللي دي.

زړه چې په مینه کې کامل سي مشکل نه پېژني

څاڅکی چې دٌرسي بیا نو بحر او ساحل نه پېژني

زاهد دې وايي ښکاره کفر دی له حٌسنه انکار

(پسرلیه) ډېر دي چې لا حق او باطل نه پېژني

استاد پسرلي د یوې معتدلې، مستقیمې تصوفي لارې په خپلولو سره د الهي مینې په عشرت کې د کمال پوړۍ سر کړي دي، دی د هغي ابدي ښکلا د تندې جل وهلی مسافردی چې د کاینانو په ذرې ذرې او قطرې قطرې کې نغښتې ده او په هره پدیده کې يې جوهر ګوري، کله چې د شاعر د روحي ریاضت کار او زیار دې مرحلې او دې ولولې ته ورسي هلته نو پرته له ابدي او حقيقي ښکلا بل څه د زړه د دیدار سترګو ته نه څرګندېږي، شاعر یوازي د زړه په ښکلو منورو سترګو د الهي نور د انوارو ځلا او رڼا ننداره کوي.

هر زړه ته الهام د مینې نه ورځي

هر سړی چې جام ولري جم نه دی

دلته چې نه پور سته، نه دیت نه تور

چا ویل د میني بل عالم نه دی؟

پرېږده د پسرلي زړه درته وچوي

مه کوه ترې سترګه ګوره بم نه دی

هو! هر زړه د مقدسې مینې د کوربه توب بخت او طالع  نه لري،هر زړه د دې جوګه نه وي چې د نفسي او شهواني هوس څخه خالي د پاکې مینې مینه تون د زړه په حرم کې ورغوي او د میني داسې دنیا جوړه کړي چې هلته د مادې او فایدې پر ترازو انساني ارزښتونه نه تلل کېږي، هلته انساني چم او شیطاني خَم نه وي، مکارانه کږليچونه، چپ او چوړ پيچمونه او کاږه واږه نیتونه نه وي، له ریا پاک او له دنیا بې باک مستغني پرتم حاکم وي.

استاد پسرلی له شخصیتي لحاظه یو خاموش او سنګین خویه، دروند انسان و، ده د خپل شخصي (رمز) په اساس له نورو خلکو متفاوت ژوند کړی دی. سړی چې د ده د باصلابته شخصیت درانه اړخونه او پاخه ګوټونه سپړي نو دا انتباه ترې کېږي چې استاد فطرتا” شاعر او صوفي پيدا سوی و. که چېري مونږ په غور ځيرسو نو دا مسله درک کولای سو چې استاد پسرلی په دغه مروج انساني روال نه قلبا” خوښ و اونه ورسره موافق او همږغی و. زمانې ته چې د دې عیب ورپه ګوته کوې، نوغبرګون يې درته څه وي؟ طبعا” د (زړونو) او فکرونو خاوندانو ته به د احتجاج په رویه څټ کوي اودوی به د تجرید او انزوا وڅنډي ته ور ټېل وهي، دا د وخت انصاف؟ دی چې لکه د مسافرو له روان بهيره چې سړی جلا کېږي او پاتېږي، اما دا پاتېدنه او بېلتون قصدي او عمدي دی او خوشبختي يې په دې کې ده چې پاته سوی سړی خپله دا غواړي ولوکه د لارویو د هجوم په څپوکې له دې پرې لوېدلی هم وي.

دا خبره د یادوني وړده چې که څوک شعورا” د نفس ضبط او مهارول کوي نو اړینه ده چې د صوفیانو پر کوڅه به دا تجربه پخوي. د دې تجربې منازل او مدارج هم سلسلې اومرتبې لري، هرصوفي انسان د خپل وس، پرهيز اوریاضت په اساس د دې پوړیو تر درشله ځان رسوي.

یو باطني قوت باید د نفسي تطهیر له ازمون څخه په بریالیتوب سره ووزي او صوفي انسان د خپل خالق ج د عشق تر درشله ورسوي او دی په ځان کې ورک سي او یو ماورا قدرت ته ځان وسپاري.

ادبیات خصوصا” شعر د تصوفي پيغامونو د افادې او رسوني اغېزمنه وسیله ده. صوفي په ښه توګه کولای سي چې انسان ته د خپل اصلي استقامت او لوړ کرامت د تحفظ او خوندیتوب ګټورې لارې چارې د تصوفي شعرونو په مضمون او قالب کې وړاندې کړي. په اسلامي ټولنې کې تصوفي اوعارفانه شاعري ترنورو مضامینو ژور اغېز او ډېر مینوال لري، ځکه د دې دنیا پېغام د انسان د نجات پېغام دی.

خاونده راکړې د مسلمان زړه

له میني روغ اوروڼ په ايمان زړه

د نړۍ پېښوته مې خیبرکړې

د تا په ډاډ اوپه اطمینان زړه

ارواښاد پسرلي په خپلو شعرونو کې له خپل رب ج څخه د مینې التجا غوښتې ده، دی په دې پوه دی چې سپېڅلې مینه د زړه هنداره داسې صیقلوي چې هرڅه د ميني اومحبت له جلاداره زاویې ګوري، اوکله چې زړه داسي مین سي نو د کامل ایمان وږم پرې لګیږي او پرې رڼېږي.

د تصوف د لارې ډوب او مرغوب لاروي د باقي او ابدي میني د عشق په سیند کې داسي لاهو دي چې هره عابدانه کړنه يې د خپل محبوب خدای ج لپاره ځانګړې او ترسره کړې وي.

رهبرمې څوک دی؟ امام د میني

مرام مې څه دی؟ مرام د مینيې

د پتنګانو له سویو زړونو

راوړم جهان ته پیام د مینې

استاد د خپل موخي او مرام، رهبر او امام په اړه څومره روښانه خودي مناقشه او مباحثه کوي، دی مونږ ته د هغي میني د الهام پېغام راوړي چې جهان ورڅخه پيدا دی، د یو واضح دیالکتیک بحث په مطرح کولو سره مونږ د ژوند حقیقي معنا او واقعي مسيرته متوجه کوي.

پایله اولنډون:

زمونږ د دې شنني پایله دا ده چې ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی یو خاموش، عملي او بې ریا صوفي شاعر دی، د معاصرې نړۍ په مادي او لباسي ژوند کې د استاد بېل مزاج، جلا خوی او خصلت چې د زمانې له کلیشه ای او تقلیدي بهیره ماسیوا ا وماورا ماهیت لري دا مونږ ته په زغرده څرګندوي چې استاد د خپل ځان په جهان کې یو بله متواضع او معتدله تصوفي لار پرانیستي ده. تر ټولو اهمه خبره دا ده چې د استاد منفرِد شخصیت او بې جوړې کردار ملنګانه او تصوفي دی، د دنیا تصنعي مخ ته يې شا کړې او د حقیقت پلټني په ریاضتي او زینتي لار کې يې په خپل اختیار او خپل زیار خودداره او بااقتداره مزلونه وهلي دي، دروني ستړې يې ګاللي او ازمایلي دي او مونږ چې نن د ده د شخصیت او تخلیق کیفونه څېړو نو په دې معنوي بحر کې نوي نوي ګوهرونه او قیمتي جوهرونه مومو.

د استاد د غنیمت تخلیق د سپړلو او شنلو سره سړی ارومرو د هغه د غوره او منفرِد شخصیت د منورو ګوټونو د اِدراک شعوري نظاره هم کولای سي، که د اوسنۍ نړۍ روان بهیر ته سړی د زړه په سترګو ځير سي، او د دغه کاذبانه انساني لوبو څخه جرئتمندانه پریکون وکړي. زه فکر کوم چې تر هغه به بل لوی او رښتینی صوفي نه وي، چا چې دې ورانې او بې سامانې تېرایستونکې دنیا ته د دې د ارزښت په تناسب وکتل، هغه به خامخا ترکستان ته نه بلکه د حقیقت جهان ته درومي.

بشر مادي سو، معنا يې پرېښوه

مینه يې ترک کړه ښکلا يې پرېښوه

څوک به د حٌسن نخڅېرې پیايې؟

مجنون بسیا سو صحرا يې پرېښوه

د ګټې اخستني سرچېنې:

١_ ماته شپېلۍ، د استاد پسرلي د شعرونو جونګ.

٢

_ پسته اور، د استاد د څلوريځو ټولګه.

٣_ عبدالقادربیدل دهلوی، پروفیسور نبي هادي.

په پېرزوینه اودرناوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب