سه شنبه, مې 14, 2024
Home+اِقدام - اَقدام | زهیر سپېڅلی‎ 

اِقدام – اَقدام | زهیر سپېڅلی‎ 

(اِقدام) مفرد نارينه او (اَقدام)  جمع نارينه نوم دی.

اِقدام: پیل، شروع، په کار لاس پورې کول، اجرا آت. د اِقدام جمع (اِقدامات) او (اِقدامونه) راځي.
اَقدام: د قدم جمع ده.
په پښتو کي د «قدم» جمع «قدمونه» کاروو.
مثالونه:
د ټولني د پرمختګ او سمون لپاره بايد هر مثبت اِقدام وکړو.
دوی د ټينګو او جدي اِقداماتو ژمنه کوي.
بايد رښتينی او کوټلی اِقدام وشي.
سپينه کاغذه! د قلم نه مې اِقدام غواړې
په ما کښې ساه نشته او ته رانه الهام غواړې
قيصر اپريدي
اَقدام «قدمونه» دي بختور شه.
تا چې وينم قدمونه په ارام ږدم
ګوندې غږ راباندې وکړې چې هميمه
هميم جلالزی
قدم زما پر سترګو کښېږده
پر ځمکه مه ږده نازولي قدمونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب