Home+افغانستان د آسیا زړه؛ د روسیې، چین، امریکا او ناټو د سیالیو...

افغانستان د آسیا زړه؛ د روسیې، چین، امریکا او ناټو د سیالیو په منځ کې د افغان ولس برخلیک او ملي ګټې

د ۲۰۲۶م کال د نومبر د ۱۷مې د Berliner Zeitung د مقالې په رڼا کې یوه تاریخي، سیاسي او اقتصادي شننه

ډاکتر محمدهمایون همت

۱۸ نومبر ۲۰۲۶م

د مقالې پیلامه: افغانستان د آسیا زړه دی

علامه محمد اقبال لاهوري په «جاویدنامه» کې لیکي:

آسیا یک پیکر آب و گل است

ملت افغان در آن پیکر دل است

از فساد او فساد آسیا

در گشاد او گشاد آسیا

د شعر سیاسي پیغام: افغانستان یوازې د قدرتونو د تګ راتګ جغرافیه نه ده؛ دلته یو ولس ژوند کوي چې د خپل هېواد د برخلیک، امنیت، اقتصاد او ملي ارزښتونو د ساتلو حق لري. د سیمې ثبات د افغانستان له ثبات سره تړلی دی، خو د افغان ملت اراده باید د هېڅ بهرني قدرت د پرېکړو تابع نه شي.

سریزه: ولې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو سیالیو په مرکز کې دی؟

افغانستان د منځنۍ، جنوبي او لوېدیځې آسیا ترمنځ پروت خپلواک هېواد دی. جغرافیوي موقعیت، د سوداګرۍ لارې او طبیعي زیرمې یې اقتصادي ارزښت لري؛ خو همدې موقعیت په تاریخ کې د بهرنیو مداخلو خطر هم زیات کړی دی.

د نولسمې پېړۍ د تزاري روسیې او برېتانوي امپراتورۍ له سیالۍ وروسته، شوروي اتحاد په ۱۹۷۹م کال کې پوځي یرغل وکړ. په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا په مشرۍ یرغل پیل شو او ناټو وروسته د نړیوال امنیتي ځواک مشري واخیسته.

دواړو اوږدو جګړو افغان ولس ته پراخ انساني، اقتصادي او سیاسي زیانونه واړول.

له ۲۰۲۱م کال وروسته روسیه له کابل سره سیاسي، امنیتي او سوداګریزې اړیکې پراخوي؛

چین د سرحدي امنیت، سوداګرۍ او پانګونې موضوعاتو ته ګوري؛

پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ آسیا هېوادونه هم خپل حسابونه لري.

د آلمان د Berliner Zeitung د ۲۰۲۶م کال د نومبر د ۱۷مې مقاله، د Eldaniz Gusseinov او Andrew C. Kuchins په قلم، پوښتنه کوي چې روسیه په افغانستان او پاکستان کې په حقیقت کې څه غواړي او د چین اقتصادي نفوذ د مسکو د فعالیتونو حدود څنګه اغېزمنوي.

د مقالې سرلیک دی: «Mit Pekings Erlaubnis: Was Russland wirklich in Afghanistan und Pakistan sucht». [۲]

د دې شننې مرکزي پوښتنه: د روسیې، چین، امریکا او نورو قدرتونو د ګټو ترمنځ به د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواک بهرنی سیاست، ملي شتمنۍ او د افغان ولس حقونه څنګه خوندي کېږي؟

د یو دولت پرمختګ باید د نورو د سیالۍ په اعلامیو نه، بلکې د خپل ولس په واقعي ژوند کې وکتل شي.

لومړۍ پوښتنه: شوروي اتحاد کله پر افغانستان یرغل وکړ او پایلې یې څه وې؟

د ۱۹۷۹م کال د ډسمبر په وروستیو کې شوروي پوځونه افغانستان ته ننوتل؛ د ډسمبر پر ۲۷مه یې پراخ عملیات وکړل او د هېواد په واک کې یې مستقیم بدلون راوست. شوروي چارواکو دغه پوځي مداخله د هغه وخت د افغان حکومت د غوښتنې په نوم توجیه کوله، خو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۱۹۸۰م کال د جنورۍ پر ۱۴مه، د ES-6/2 پرېکړه‌لیک له لارې، مداخله وغندله او د بهرنیو پوځونو د سمدستي، بشپړ او بې‌قید و شرطه وتلو غوښتنه یې وکړه. [۳]

دغه جګړه نږدې لس کاله روانه وه. ښارونو، کلیو، کروندو او عامه زیربناوو سخت زیان ولید؛ میلیونونه افغانان کډوال شول او ګڼې کورنۍ د مرګ ژوبلې، معلولیت او بې‌وزلۍ له کړاوونو سره مخ شوې.

د شوروي پوځونو وتل د ۱۹۸۸م کال د مې پر ۱۵مه پیل او د ۱۹۸۹م کال د فبرورۍ پر ۱۵مه بشپړ شول، خو کورنۍ جګړې او بهرني رقابتونه وروسته هم دوام وموند.

تاریخي درس: بهرنی پوځي ځواک ښايي د جګړې توازن د لنډ وخت لپاره بدل کړي، خو د ملت د ملي ارادې، تاریخي هویت او د خپلواکۍ د غوښتنې ځای نه شي نیولای. د افغانستان د خاورې، ملي سیاست او طبیعي شتمنیو په اړه د پرېکړې حق د افغان ولس دی. دا حق د ملي حاکمیت او د ملتونو د خپل برخلیک د ټاکلو له نړیوالو اصولو سره تړاو لري.

دویمه پوښتنه: د امریکا پوځي یرغل او عملیات کله پیل شول، ناټو کله ورګډ شوه او د شل کلن نظامي حضور پایلې څه وې؟

د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته، د امریکا او برېتانیا ځواکونو د اکتوبر پر ۷مه په افغانستان کې پوځي یرغل او عملیات پیل کړل. امریکا د القاعدې د ځپلو او د راتلونکو بریدونو د مخنیوي موخه اعلان کړه.

د وختونو مهم توپیر: د امریکا په مشرۍ عملیات په ۲۰۰۱م کال کې پیل شول، خو ناټو د ملګرو ملتونو په واک ورکړل شوي نړیوال امنیتي مرستندوی ځواک (ISAF) مشري د ۲۰۰۳م کال د اګست پر ۱۱مه واخیسته. له ۲۰۱۵م کال وروسته یې د روزنې، مشورې او ملاتړ ماموریت ترسره کړ. [۴، ۵]

په دې موده کې ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، سړکونه، رسنۍ او مخابرات پراخ شول؛ خو جګړه، ملکي مرګ ژوبله، کډوالي، فساد، کمزورې ادارې او په بهرنیو مرستو د امنیتي نظام اتکا هم دوام درلود.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه جمهوري حکومت سقوط وکړ؛ د امریکا پوځي وتل د اګست پر ۳۰مه بشپړ شول او د ناټو ماموریت هم په ۲۰۲۱م کال کې پای ته ورسېد.

د شوروي مداخله او د امریکا/ناټو مداخله په حقوقي چوکاټ، موخو او نړیوالو شرایطو کې توپیرونه لري؛

خو دواړه تاریخي تجربې یوه ګډه پوښتنه راولاړوي:

ولې اوږد بهرنی پوځي حضور د پایدارې سولې او مشروعو، خپلواکو ادارو تضمین ونه کړ؟

د ځواب لپاره باید کورني سیاسي اختلافونه، د ګاونډیو مداخلې، حکومتولي او د ولس اعتماد هم وڅېړل شي.

تلپاتې ثبات د ملي مشروعیت، عدالت، قانون، اقتصادي فرصتونو او د خلکو د مشارکت غوښتنه کوي.

درېیمه پوښتنه: روسیه له خپلې پخوانۍ تجربې وروسته ولې کابل ته راګرځي؟

روسیه د شوروي اتحاد پخوانی نظام نه دی، خو د منځنۍ آسیا امنیت، د ترهګرو ډلو فعالیتونه، د مخدره توکو قاچاق، د انرژۍ بازارونه او د سوداګرۍ لارې یې د سیمه‌ییز سیاست مهم موضوعات دي. مسکو غواړي د چین، امریکا او نورو لوبغاړو ترڅنګ خپل مستقل دیپلوماتیک او اقتصادي حضور هم وساتي.

روسیې د ۲۰۲۵م کال د جولای پر ۳مه د طالبانو اوسنی حکومت رسماً په رسمیت وپېژاند؛

دا لومړی داسې هېواد و. [۶] د ۲۰۲۶م کال د اکتوبر پر ۱۴مه د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر Sergey Naryshkin کابل ته ولاړ او له عبدالحق وثیق سره یې ولیدل. [۷]

د نومبر پر ۱۲مه د روسیې د لومړي مرستیال صدراعظم Alexei Overchuk د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو خصوصي سکټورونو د ۱۰۳ میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک کړل. موضوعات یې د غنمو، اوړو، درملو او خوراکي تېلو واردات، روسیې ته د افغان مېوو صادرات او سوداګري وه. د روسي لوري په وینا، د ۲۰۲۶م کال په لومړیو اتو میاشتو کې سوداګري له ۳۴۹ میلیونو ډالرو اوښتې وه. [۸]

خو یو تفاهم‌لیک د بشپړې پانګونې په معنا نه دی. د افغانستان لپاره باید وکتل شي چې څومره پانګه عملي لګول کېږي، څومره افغانان په کار ګومارل کېږي، څومره صادرات زیاتېږي او څومره عاید هېواد ته پاتې کېږي.

ملي ګټه په اعلان نه، په پایله کې ثابتېږي.

څلورمه پوښتنه: چین څه غواړي او آیا روسیه د پیکینګ له اجازې پرته عمل نه شي کولای؟

چین د افغانستان د ګاونډیتوب له امله د سرحدي امنیت، سینکیانګ، د چینايي پانګونو د خوندیتوب، ترانزیټ او طبیعي زیرمو په اړه ځانګړې ګټې لري. د افغانستان مس، اوسپنه او نورې زیرمې بالقوه اقتصادي ارزښت لري، خو د کانونو ګټور استخراج قانوني تړونونو، تخنیک، برېښنا، سړکونو، امنیت او چاپېریالي څارنې ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۶م کال د نومبر د ۱۴مې د الجزیرې راپور له مخې، د واخان د لارې له جوړېدو سره سره چین د عادي سوداګرۍ لپاره اړونده پوله نه وه پرانیستې؛ امنیتي تضمینونه یې مهم شرط ګڼل کېدل. [۹] دغه حالت دا ښيي چې اقتصادي ژمنه او عملي سرحدي پرانیستنه دوه بېل پړاوونه دي.

روسیه او چین په ځینو امنیتي او اقتصادي موخو کې شریک دي، خو هر یو د سوداګریزو لارو، بازارونو او سیاسي نفوذ خپل حسابونه لري.

د Berliner Zeitung د «پیکینګ په اجازه» تعبیر د الماني لیکوالانو تحلیلي دریځ دی؛ داسې مستقیم رسمي سند نه دی چې مسکو دې په هر اقدام کې د چین اجازه اخلي.

افغانستان باید د دواړو هېوادونو له همکارۍ ګټه واخلي، خو د خپلې خاورې، منابعو او بهرني سیاست پرېکړې د هېڅ یوه په انحصار کې پرېنږدي.

پنځمه پوښتنه: روسیه ولې له کابل سره یوځای له پاکستان سره هم اړیکې پراخوي؟

پاکستان د هند سمندر بندرونو ته لاسرسی لري او افغانستان د منځنۍ آسیا او پاکستان ترمنځ مهمه ځمکنۍ کړۍ ده. له همدې امله ترانزیټ، رېل پټلۍ، سوداګري او امنیت د مسکو، کابل او اسلام‌آباد په اړیکو کې ګډ موضوعات دي.

د روسیې د کورنیو چارو وزیر Vladimir Kolokoltsev د ۲۰۲۶م کال د اکتوبر له ۱۲مې تر ۱۵مې پاکستان ته سفر وکړ او د اکتوبر پر ۱۴مه یې له پاکستاني چارواکو سره امنیتي خبرې وکړې. [۱۰] خو د افغانستان او پاکستان اړیکې د فرضي کرښې د نښتو، د پاکستان د ظالمانه نظامي حملو ، د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه د متقابلو تورونو او د سوداګریزو لارو د بندېدو له کبله ترینګلې پاتې دي.

اسلام‌آباد په افغانستان کې د TTP د پټنځایونو تورونه لګولي او کابل دا تورونه رد کړي دي.

د تورخم او سپین بولدک په ګډون د لارو تړل کېدل بزګرانو، سوداګرو، ناروغانو او کورنیو ته زیان رسوي.

د دولتونو اختلاف باید د ملکي وګړو د امنیت، عزت او روزګار د زیانمنولو وسیله نه شي.

د افغانستان ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د عامو خلکو خوندیتوب او د اختلافونو سوله‌ییز حل باید د هرې منځګړتوب او امنیتي همکارۍ معیار وي.

شپږمه پوښتنه: رېل پټلۍ او ترانزیټي دهلېزونه افغانستان ته څه ګټه رسولای شي؟

د افغانستان له لارې د منځنۍ او جنوبي آسیا د نښلولو طرحې د سوداګرۍ د لګښتونو کمولو، د کار د فرصتونو د جوړولو او د ترانزیټ د عوایدو د زیاتولو توان لري. د ۲۰۲۵م کال د جولای پر ۱۷مه افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ټرانس افغان رېل پټلۍ د امکان‌سنجۍ چوکاټي تړون لاسلیک کړ. [۱۱] د ۲۰۲۶م کال د اکتوبر پر ۷مه روسي چارواکو د افغانستان د رېل پټلۍ او حیرتان د زیربناوو په پروژو کې د احتمالي ګډون په اړه خبرې وکړې. [۱۲]

خو افغانستان باید یوازې د نورو هېوادونو د مالونو د تېرېدو لاره پاتې نه شي. له رېل پټلۍ سره باید کرنیز بازارونه، د محصولاتو د پروسس فابریکې، د صادراتو مرکزونه او کورني تولیدوونکي ونښلول شي. د کانونو هر قرارداد دې شفاف مالي شرایط، د دولت عادلانه عواید، د سیمې د خلکو حقونه، د کار فرصتونه او د چاپېریال د خوندیتوب معیارونه ولري.

د جغرافیې اقتصادي ارزښت هغه وخت ملي شتمني ګرځي چې ګټه یې افغان ولس ته ورسېږي.

اوومه پوښتنه: روسیه او چین فعال دي؛ آیا امریکا او ناټو به چوپ پاتې شي؟

د امریکا او ناټو له شل کلن یرغل او پوځي حضور څخه وروسته دا پوښتنه طبیعي ده، خو باید امریکا د یوه دولت په توګه له ناټو د غړو هېوادونو د تړون په توګه جلا وڅېړل شي. د امریکا د کانګرس د څېړنیز خدمت د ۲۰۲۶م کال د مارچ د راپور له مخې، واشنګټن د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په افغانستان کې امریکايي دیپلوماتیک یا پوځي پرسونل نه لري. راپور څرګندوي چې افغانستان د امریکا په بهرني سیاست کې د پخوا په پرتله ټیټ لومړیتوب لري. [۱۳]

ټیټ لومړیتوب بشپړه بې‌تفاوتي نه ده. امریکا د ترهګرۍ، سیمه‌ییز امنیت، له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکو، بشري مرستو او اقتصادي مقرراتو له لارې د افغانستان وضعیت څارلای شي.

د چین او امریکا ستراتیژیکه سیالي او د روسیې او لوېدیځ اختلافونه د سیمې پر سیاست اغېز لري؛

خو له دې څخه په خپله دا پایله نه شي ایستل کېدای چې امریکا یا ناټو افغانستان ته د نوي پراخ پوځي ماموریت پرېکړه کړې ده.

د ناټو د داسې اقدام لپاره نوې سیاسي پرېکړه، د غړو توافق او حقوقي بنسټ اړین وي. [۵]

د افغانستان لپاره د بحث اصل د واشنګټن، مسکو یا پیکینګ د سیالۍ اټکل نه، بلکې ملي مصونیت دی:

د افغانستان خاوره باید د یوه بهرني ځواک د بل ځواک پر ضد د جګړې یا فشار ډګر نه شي.

له هر قدرت سره اړیکې دې د ملي حاکمیت، نه لاسوهنې، متقابل درناوي او د افغان ولس د ګټو له معیارونو تېرې شي.

اتمه پوښتنه: د نړیوالو قدرتونو سیالي کوم فرصتونه او کوم خطرونه لري؟

سیالي کله اقتصادي فرصتونه زیاتوي: د غنمو، انرژۍ، درملو، کانونو، رېل پټلۍ، صنعت او کرنې په برخو کې پانګونه او سوداګري پراخېدای شي. افغانستان کولای شي له روسیې، چین، منځنۍ آسیا، اروپا، امریکا او نورو شریکانو سره بېلابېلې ګټورې اړیکې وساتي.

خو خطر هغه وخت رامنځته کېږي چې اقتصادي پروژه د سیاسي تابعیت، د ملي زیرمو د نامتوازن قرارداد یا د بل قدرت پر ضد د فشار وسیله شي. له همدې امله د هر لوی تړون په ارزونه کې باید څو معیارونه څرګند وي:

د افغانانو د کار فرصتونه، د دولت عواید، د صادراتو وده، د طبیعي منابعو خوندیتوب، د چاپېریال اغېزې، د قرارداد شفافیت، او د افغانستان د قانوني څارنې او شخړو د حل صلاحیت.

افغانستان باید له رقابت څخه فرصت جوړ کړي، نه دا چې خپله ملي اراده د بهرنیو رقابتونو قرباني کړي. د بهرني شرکت ګټه او د افغانستان ملي ګټه باید په تړون کې له یو بل څخه روښانه او عادلانه تعریف شي.

نهمه پوښتنه: خپلواک او متوازن بهرنی سیاست څنګه عملي کېږي؟

خپلواکي د نړۍ له اړیکو پرېکون نه دی. افغانستان کولای شي له روسیې سره سوداګري وکړي، له چین څخه پانګونه جذب کړي، له پاکستان او ایران سره سرحدي او ترانزیټي ستونزې حل کړي، له هند او منځنۍ آسیا سره اقتصادي اړیکې پراخې کړي او له امریکا او اروپا سره په ګډو موضوعاتو خبرې وکړي.

متوازن سیاست په دې معنا نه دی چې له هر دولت سره دې یو شان دریځ ونیول شي؛

معنا یې دا ده چې هره پرېکړه دې د افغانستان د خپلواک قضاوت او معلومو ملي ګټو له مخې وشي. دا کار مسلکي دیپلوماسي، رڼه حکومتولي، د قراردادونو د ارزونې وړتیا، د عامه شتمنیو ساتنه او د ولس اعتماد غواړي.

د افغانستان قومي او ژبنی تنوع د ګډ وطن واقعیت دی. د ټولو وګړو د عزت، حقونو او مشارکت ساتنه د ملي یووالي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د ټولنیز مقاومت برخه ده. ملي استقلال یوازې د سرحدونو ساتنه نه ده؛

د سیاسي ارادې، اقتصادي پرېکړو، علمي وړتیا او ملي کرامت ساتنه هم ده.

لسمه پوښتنه: سوداګریز تړونونه د افغان کورنیو ژوند څومره ښه کولای شي؟

د نړیوال بانک د ۲۰۲۶م کال د نومبر د ۱۸مې د افغانستان د اقتصاد د ارزونې له مخې، د ۲۰۲۶م کال اقتصادي وده ۳ سلنه اټکل شوې؛ خو د نفوس د ۶٫۶ سلنه زیاتوالي له امله د هر وګړي پر سر تولید ۳٫۳ سلنه کمېږي. همدارنګه شاوخوا ۱۵٫۹ میلیونه افغانان د سپتمبر او اکتوبر په میاشتو کې له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ وو. [۱۴]

دا شمېرې ښيي چې د اقتصاد عمومي وده د هرې کورنۍ د هوساینې معنا نه لري. د قراردادونو اصلي ارزښت باید د کار، د کورني تولید، عاید، روغتیا، تعلیم، پاکو اوبو او د صادراتو د پراختیا له مخې وسنجول شي. د بزګر د حاصل بازار، د صنعتکار تولید، د ځوان روزګار او د ناروغ درملنه د ملي اقتصادي پرمختګ د ارزونې واقعي معیارونه دي.

ملي اقتصاد د پلاوو په شمېر نه، د خلکو د ژوند په ښه کېدو پیاوړی کېږي. د بهرنۍ سوداګرۍ هر پرمختګ باید د افغانستان د تولیدي ظرفیت او اقتصادي خپلواکۍ له پراختیا سره وتړل شي.

یوولسمه پوښتنه: د افغانستان نړیوال اعتبار او اقتصادي راتلونکی له کورنیو اصلاحاتو سره څومره تړلی دی؟

بهرنۍ پېژندنه او دیپلوماتیکې اړیکې د سوداګرۍ او تعامل لارې اسانه کولای شي؛ خو د یوې ټولنې د ستونزو د حل ځای نه نیسي. د قانون حاکمیت، د ملي ادارو مسلکي کېدل، د فساد مخنیوی، د عامه شتمنیو ساتنه، تعلیم او روغتیا د پایدار پرمختګ بنسټونه دي.

د UNICEF د ۲۰۲۶م کال د اګست د ۱۴مې د خبر له مخې، له ۲۰۲۱م کال راهیسې له ۲٫۶ میلیونو زیاتې نجونې له ثانوي زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. د UNICEF د څېړنې له مخې، د محدودیتونو دوام تر ۲۰۳۰م کال پورې د شاوخوا ۲۰ زرو ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت خطر زیاتوي. [۱۵]

دا موضوع د مور او ماشوم له روغتیا، د ښځینه ناروغانو له درملنې، مسلکي ځواک او د هېواد له اوږدمهالي تولیدي ظرفیت سره تړلې ده. افغانستان ډاکټرانو، قابلو، نرسانو، ښوونکو، انجنیرانو او کرنیزو متخصصانو ته اړتیا لري. د ملت په علم او روغتیا پانګونه د ملي خپلواکۍ اقتصادي بنسټ پیاوړی کوي.

دولسمه پوښتنه: د افغان ولس چوپ اکثریت په اصل کې څه غواړي؟

افغان ولس د شوروي جګړې، کورنیو جګړو، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ، د امریکا او ناټو د حضور او د وروستیو بدلونونو بېلابېلې تجربې لري. د «خاموش اکثریت» د دقیقو نظرونو د پېژندلو لپاره باوري ټولنیزې څېړنې اړینې دي؛ خو د خلکو بنسټیزې اړتیاوې روښانه دي: امنیت، عدالت، روزګار، ښوونه، روغتیا او د ماشومانو ښه راتلونکی.

بزګر بازار او اوبه غواړي؛ کارګر عادلانه مزد او کار؛ ځوان د زده‌کړې او پرمختګ فرصت؛ مور د خپل ماشوم خوندیتوب او روغتیايي خدمتونه؛ ناروغ درمل او مسلکي طبي پاملرنه. دا اړتیاوې له هرې سیاسي سیالۍ لوړې انساني مسئلې دي.

د افغانستان ملي ګټې یوازې د حکومت د دیپلوماتیکو اړیکو نوم نه دی؛

د افغان ولس امنیت، معیشت، ټولنیز عدالت، ملي هویت، فرهنګي میراث او انساني کرامت یې اصلي محتوا جوړوي. نړیوالې همکارۍ باید د همدې اړتیاوو له مخې وارزول شي.

دیارلسمه پوښتنه: افغانستان له کومو احتمالي راتلونکو حالاتو سره مخامخ کېدای شي؟

لومړی حالت ـ اقتصادي نښلون: د ګاونډیانو ترمنځ تاوتریخوالی کم شي، سوداګریزې لارې پرانیستل شي او رېل پټلۍ، برېښنا، کرنه او صنعت په عملي پروژو بدل شي. په دې حالت کې افغانستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ له پراختیا ګټه اخیستلای شي.

دویم حالت ـ سیاسي اړیکې، خو کمې عملي پایلې: بهرني پلاوي او تړونونه زیات شي، خو د پانګونې د کمښت، اداري کمزورتیا او امنیتي ستونزو له امله د خلکو عاید او کار ډېر بدلون ونه مومي.

درېیم حالت ـ د کړکېچ دوام: د فرضي کرښې نښتې او د قدرتونو رقابت د سوداګرۍ او پانګونې مخه ونیسي او د افغان ولس پر امنیت او اقتصاد نور فشار راولي.

دا سناریوګانې حتمي وړاندوینې نه دي. د راتلونکي بڼه د افغان حکومت د پرېکړو، د سیمې د دولتونو د چلند او د نړیوالو اړیکو د عملي مسیر له مخې بدلېدای شي. افغانستان باید د بدلونونو یوازې نندارچی نه وي؛ د خپلو لومړیتوبونو روښانه طرحه دې ولري.

څوارلسمه پوښتنه: د تېرو جګړو او نننیو سیالیو کوم بنسټیز درسونه باید وساتو؟

۱. ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا: هېڅ اقتصادي یا امنیتي تړون دې د افغانستان د خاورې، ملي واک او سیاسي استقلال له اصل څخه لوړ نه وي.

۲. د ولس د برخلیک ټاکنې حق: د افغانستان راتلونکی د افغان ولس په اراده، حقونو او ملي اړتیاوو پورې تړلی دی.

۳. اقتصادي خپلواکي: د کورني تولید، کرنې، صنعت، برېښنا، صادراتو او عادلانه مالیاتي عوایدو پیاوړتیا د بهرني فشار پر وړاندې مهم ملاتړ دی.

۴. ملي یووالی: د ټولو قومونو، ژبو او سیمو متقابل درناوی او عادلانه مشارکت د ګډ وطن د ثبات بنسټ دی.

۵. تعلیم او روغتیا: د ښځو او نارینه‌وو علمي او مسلکي روزنه د هېواد د انساني ځواک او اوږدمهالي پرمختګ اړتیا ده.

۶. متوازن بهرنۍ اړیکې: د هر هېواد سره همکاري دې د متقابل احترام، نه لاسوهنې او ثابتو ملي ګټو له مخې وي.

۷. د طبیعي شتمنیو ساتنه: کانونه، اوبه، ځمکې او ځنګلونه دې د اوسنیو او راتلونکو نسلونو د ګټې لپاره اداره شي.

۸. عدالت او باوري ادارې: له فساد سره مبارزه، د قانون حاکمیت او د عامه شتمنیو حساب ورکونه د دوامدار ثبات شرطونه دي.

پایله: د آسیا د زړه راتلونکی د افغان ولس حق دی

د Berliner Zeitung شننه د روسیې د نوې سیمه‌ییزې هڅې او د چین د اقتصادي وزن په اړه یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي. وروستۍ دیپلوماتیکې او سوداګریزې پېښې د روسیې فعال حضور ښيي؛ د واخان د لارې مثال بیا څرګندوي چې چین خپلې اقتصادي پرېکړې له امنیتي شرایطو سره تړي. امریکا او ناټو له افغانستانه پوځي وتلي، خو د سیمې د امنیت او سیاسي بدلونونو څارنه د پوځي راستنېدو له پرېکړې سره یو شان نه ده.

د افغانستان لپاره د دغو ټولو خبرو بنسټیز معیار باید یو وي: دا سیاستونه د افغان ولس امنیت، کار، تعلیم، روغتیا، ملي حاکمیت او اقتصادي خپلواکۍ ته څه ګټه رسوي؟

که روسیه سوداګري غواړي، تړون دې افغان تولید او عاید پیاوړی کړي. که چین په کانونو کې پانګونه کوي، د افغانستان حقوق او د طبیعي شتمنیو عادلانه ګټه دې تضمین شي. که امریکا او اروپا امنیتي اندېښنې لري، د افغان ولس کرامت او د هېواد استقلال دې په پام کې ونیول شي. که ګاونډیان ترانزیټ او امنیت غواړي، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د ملکي خلکو ژوند دې خوندي وي.

افغانستان د هېڅ قدرت شخصي نفوذي ساحه نه ده. دا د ټولو افغانانو ګډ وطن دی، له خپل تاریخ، کلتور، ژبو، طبیعي شتمنیو او د خپلواک ژوند له حق سره. ملي حاکمیت، اقتصادي ځان‌بسیاینه، د قانون حاکمیت، ملي یووالی او په تعلیم او روغتیا پانګونه د دې هېواد د راتلونکي اساسي ستنې دي.

د اقبال د «آسیا زړه» تشبیه یو مهم پیغام لري:

د افغانستان ثبات د سیمې په ګټه دی؛ خو د دغه زړه د راتلونکي د ټاکلو حق تنها د افغان ولس دی.

سرچینې

[۱] محمد اقبال، «جاویدنامه»، د ابدالي د وینا برخه: (د سند لینک)

[۲] Berliner Zeitung، Eldaniz Gusseinov او Andrew C. Kuchins، ۱۷ نومبر ۲۰۲۶: (د سند لینک)

[۳] United Nations، د عمومي اسامبلې پرېکړه ES-6/2، ۱۴ جنوري ۱۹۸۰: (د سند لینک)

[۴] U.S. Naval History and Heritage Command، Operation Enduring Freedom؛ ۷ اکتوبر ۲۰۰۱: (د سند لینک)

[۵] NATO، ISAF’s mission in Afghanistan / NATO and Afghanistan: (د سند لینک)

[۶] Reuters، روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند، ۳ جولای ۲۰۲۵: (د سند لینک)

[۷] Afghanistan International، د Sergey Naryshkin سفر، اکتوبر ۲۰۲۶: (د سند لینک)

[۸] د افغانستان د حکومت د رسنیو مرکز، ۱۵ تفاهم‌لیکونه، ۱۲ نومبر ۲۰۲۶؛ او AP: (د سند لینک)

[۹] Al Jazeera، د واخان دهلېز او تړلې پوله، ۱۴ نومبر ۲۰۲۶: (د سند لینک)

[۱۰] Government of Pakistan، د روسیې د کورنیو چارو وزیر سفر، ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶: (د سند لینک)

[۱۱] د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د ټرانس افغان رېل پټلۍ د امکان‌سنجۍ تړون، ۱۷ جولای ۲۰۲۵: (د سند لینک)

[۱۲] Interfax، په افغانستان کې د روسیې احتمالي ترانزیټي پروژې، ۷ اکتوبر ۲۰۲۶: (د سند لینک)

[۱۳] Congressional Research Service، Afghanistan: Background and U.S. Policy in Brief، ۱۰ مارچ ۲۰۲۶: (د سند لینک)

[۱۴] World Bank، Afghanistan Development Update، ۱۸ نومبر ۲۰۲۶: (د سند لینک)

[۱۵] UNICEF، د نجونو د زده‌کړو وضعیت، ۱۴ اګست ۲۰۲۶؛ او Innocenti راپور: (د سند لینک)

ډاکتر محمدهمایون همت (MD, PhD)

۱۸ نومبر ۲۰۲۶م

افغانستان د آسیا زړه | ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ | مخ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ونسان ون‌ګوګ یو انځور په ۱۹۰.۴ میلیون ډالرو وپلورل شو

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب ۲۸ مه)د هالنډي انځورګر ونسان ون‌ګوګ د «غوړېدونکو څېړیو ونو» په نوم انځور د نیویارک په ساتبیز لیلام‌ځای کې...