د کابل پوهنتون د علمي ـ څېړنیز سیمینار په مناسبت؛ د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د بندیزونو د پای ته رسولو غوښتنه
د پوهې او عدل د څښتن په نامه!
د کابل پوهنتون په علمي او اکاډمیک چاپېریال کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د اغېزو په اړه د علمي ـ څېړنیز سیمینار جوړېدل، د افغانستان د اوسني وضعیت او راتلونکي په اړه د جدي بحث او ارزونې یو مهم فرصت و. په دې غونډه کې د زرګونو دیني عالمانو، ملا امامانو او چارواکو ګډون د دې فرصت ارزښت لا زیات کړی و.
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاين په دې باور دی چې د داسې یوه سیمینار په علمي او څېړنیزو بحثونو کې باید د نجونو پر زدهکړو د دوامدار بندیز او د ښځو پر کار د محدودیتونو پر اغېزو ځانګړی تمرکز شوی وای. دا یوه مناسبه موقع وه چې د دغو پرېکړو دیني، انساني، ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي پایلې څېړل شوې وای او د طالبانو مشر په خپله وینا کې د دې بندیزونو د پای ته رسولو پرېکړه اعلان کړې وای.
د اطاعت غوښتنه او د عدالت مسئله
د یوه ولس د اطاعت او ملاتړ غوښتنه هغه مهال معنا پیدا کوي چې د خلکو حقونه خوندي وي، د عزت یې درناوی وشي، لومړنۍ اړتياوو ته يې ځواب وويل شي او د ژوند اساسي فرصتونه یې پر مخ پرانیستي وي. څنګه له یوه ولس څخه د اطاعت غوښتنه کېدای شي، په داسې حال کې چې د هغه د لوڼو او خویندو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل شوې وي، د کار حق ترې اخیستل شوی وي او د ټولنې له عادي ژوند او بنسټيزو حقونو څخه محرومې شوې وي؟
د خلکو باور په فرمانونو او غوښتنو نه، بلکې په عدالت، خدمت، مسؤلیتپېژندنې او د حقونو په رعایت ترلاسه کېږي. هېڅ ټولنه د خپلو لوڼو له محرومولو سره د تلپاتې سولې، ډاډمن ثبات، يووالي او پرمختګ پر لور نه شي تللای.
پنځه کاله بېځوابه پوښتنې
د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو شاوخوا پنځه کاله اوړي؛ خو لا هم د دې پرېکړې لپاره کوم څرګند او قانع کوونکی شرعي دلیل، مشخص مهالوېش او د حل عملي طرحه نه ده وړاندې شوې.
که د مناسب تعلیمي چاپېریال نشتوالی د دې بندیزونو دلیل وي، نو ولې په دومره اوږده موده کې د هغه د برابرولو لپاره عملي ګامونه نه دي اخیستل شوي؟ که په تعلیمي نصاب کې اصلاحاتو ته اړتیا وي، ولې د اصلاحاتو پر ځای د میلیونونو نجونو د زدهکړو مخه نیول شوې ده؟
د یوه نسل د راتلونکي ځنډول د یوې عادي اداري ستونزې په توګه نه شي توجیه کېدای. د حل لاره د ښوونځیو تړل نه، بلکې د متخصصینو، ښوونکو او دیني عالمانو په مرسته د ستونزو هوارول دي.
د نجونو د زدهکړو بندیز؛ د ټول ملت بحران
د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار محدودیتونه یوازې د ښځو ستونزه نه ده، بلکې د ټول افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او علمي پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی. کله چې نجونې له زدهکړو محرومېږي، هېواد د راتلونکو ډاکټرانو، ښوونکو، متخصصینو او مسلکي کادرونو له روزنې بېبرخې کېږي. کله چې ښځې له کار څخه منع کېږي، کورنۍ خپل عاید او ټولنه د ښځینه متخصصینو له ارزښتناکې ونډې محرومېږي.
دغه محدودیتونه د افغانستان نړیوالې انزوا، د اقتصادي ستونزو او د بشري بحران د ژورېدو له مهمو عواملو څخه دي. د هېواد پر اقتصاد، روغتیا، تعليم او د نړیوالو اړیکو پر وضعیت یې ناوړه اغېزې کړې دي او په ځینو مواردو کې یې بېثباتۍ او تاوتريخوالي ته هم زمینه برابره کړې ده.
د مهاجرت او بېباورۍ یو مهم لامل
د طالبانو مشر له بهر مېشتو افغانانو څخه د بېرته راستنېدو غوښتنه کړې ده. د خپل وطن په ابادۍ کې موږ د هر افغان د ګډون هرکلی کوو؛ خو د خلکو بېرته راستنېدل یوازې په بلنه نه ترسره کېږي. د دې لپاره امنیت، د کار فرصتونه، د زدهکړو زمینه، ټولنیز عدالت او د راتلونکي په اړه باور اړین دي.
د نجونو د زدهکړو بندیز او د ښځو د کار محدودیتونه د ډېرو افغان کورنیو د اندېښنې او د بېرته نه راستنېدو له مهمو عواملو څخه دي. همدارنګه، د زدهکړو او کار د فرصتونو نشتوالی د ډېرو کورنیو د نوې کډوالۍ په پرېکړه کې مهم رول لري.
د افغانانو د بېرته راستنېدو تر ټولو اغېزمنه بلنه د هغوی د حقونو تضمین، د زدهکړو د دروازو پرانیستل او د یوه باوري راتلونکي رامنځته کول دي.
دین، علم او عدالت
افغانستان یو مسلمان هېواد دی او خلک یې له اسلام سره ژوره مینه لري. اسلام د علم، عدالت، مشورې او د انسان د کرامت دین دی. د همدې لپاره د نجونو د زدهکړو موضوع باید د دیني عالمانو له خوا د علم، عدالت او د ټولنې د مصلحت په رڼا کې په جدي او بېطرفه توګه وڅېړل شي.
د دیني عالمانو مسؤلیت یوازې د فرمانونو توجیه کول نه دي، بلکې د علم، حق، عدالت او د خلکو د خیر غوښتنې ملاتړ هم دی. موږ تمه لرو چې د هېواد دیني عالمان د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار د حقونو په اړه خپل علمي او فقهي نظرونه په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي. رښتيني ديني عالمان بايد دا جرئت ولري، چې د ناروا او بېعدالتۍ پر وړاندې غږ پورته کړي.
زموږ غوښتنې
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاين د یاد سیمینار له ګډونوالو، دیني عالمانو او د طالبانو له مشر او چارواکو څخه لاندې غوښتنې لري:
۱. د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې سمدستي پرانیستل شي او د زدهکړو حق دې سمدستي بېرته ورکړل شي.
۲. د ښځو پر کار، مسلکي فعالیت او ټولنیز ګډون لګول شوي محدودیتونه دې لرې شي.
۳. د سیمینار علمي بحثونه، پایلې او سپارښتنې دې په شفافه توګه له خلکو سره شریکې شي او د ښځو او نجونو د حقونو موضوع دې پکې په جدي ډول وارزول شي.
۴. د هېواد له دیني عالمانو، پوهانو، ښوونکو، ښځو او متخصصینو سره دې په دې اړه پراخې او له فشار پرته مشورې وشي.
۵. که په تعلیمي نصاب او چاپېریال کې اصلاحاتو ته اړتیا وي، د متخصصینو په مرسته دې عملي طرحه جوړه شي؛ خو د اصلاحاتو په نوم دې د نجونو د زدهکړو مخه نه نیول کېږي.
۶. د خلکو د باور د ترلاسه کولو لپاره دې د عدالت، د حقونو د تضمین او د ولس د مشروع غوښتنو د منلو عملي ګامونه واخیستل شي.
د افغانستان راتلونکی د ټولو افغانانو ګډ حق دی
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د دې هېواد پرمختګ د ښځو او نارینهوو، نجونو او هلکانو له ګډون پرته ناشونی دی. هغه هېواد چې نیم نفوس یې له زدهکړو او کار څخه محروم وي، نه شي کولای د علم، اقتصاد، روغتیا او تمدن په ډګر کې بشپړ پرمختګ وکړي.
موږ د طالبانو له مشر او ټولو اړوندو چارواکو غواړو چې د اطاعت او ملاتړ د غوښتنې تر څنګ، د خلکو حقونو او مشروع غوښتنو ته هم پاملرنه وکړي. د یوه ملت ملاتړ په عدالت، خدمت او د خلکو د حقونو په رعایت ترلاسه کېږي، نه د هغوی د ځپلو او محرومولو له لارې.
د نجونو د زدهکړو پرمخ د دروازو پرانیستل یوازې د نجونو په ګټه نه دي؛ دا د افغانستان د ملي یووالي، اقتصادي ودې، ټولنیز ثبات او روښانه راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا ده.
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاين له ټولو دیني عالمانو، پوهانو، ملي شخصیتونو او د افغانستان له خیرغوښتونکو خلکو غواړي چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپل غږ پورته کړي.
د افغانستان د نجونو د زدهکړو حق د معاملې موضوع نه ده؛ دا د هغوی انساني حق، د کورنیو هیله او د هېواد د روښانه راتلونکي بنسټ دی.
په درنښت،
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاين