په یوه لاس یې امسا له مځکې جګه ونیوله، په بل لاس یې څټ وګیراوه، په چرت کې شو؛ یوه لار تر چوک تللې، بله تر پارک غځیدلې.
له کوره چې راووت سوچ یې نه و کړی چې په کومه به ځي، خو بیګا یې ویلي و چې سهار به خامخا پلی ګرځي. د شپې یې هغه وخت همدا نیت وکړ چې ساه یې بنده شوه. بیا یې تکیه وکړه، تر یوه وخته ویښ و. سهار چې راپاڅید له ځان سره یې وویل چې یخ دی اوس به نه وځم، د لس بجو خواته کړکۍ ته ودرید، پرده یې کش کړه وریځې یې تر سترګو شوې بیرته د خوب ځای ته ولاړ. د دولس بجو خواته د لمر وړانګې کوټې ته ورولویدې بیا یې پټو په اوږه کړ، خو کله چې یې بوټونه په پښو کړل دا نیت یې نه و کړی چې چیرته او تر کوم ځایه به ځي.
اوس یې همدې ته چرت واهه چې په کوم لور ولاړ شي مخکې تر دې چې د چرت ځواب ترلاسه کړي د پارک په خوا یې ګامونه تللي وو. تیره شپه یې تر سترګو کیده چې څرنګه یې ساه ډوبیده او بیا چې یې کله بالښت شاته کیښود او سر یې هسک ونیو له څلورم منزله د دریم مکروریان د مامخ بلاک کړکۍ تکي تورې ورته ښکاره شوې، لکه په نویمو کلونو کې د مجاهدینو د خپل منځي جګړو پرمهال چې به د همدې کورونو ټول څراغونه مړه وو، خو اوس کراره کراري وه او هغه وخت به کله له همدې تیارې ورځې سره وسله والو ډزې کولې، یو نیم وخت به بیا دا ډزې خال خال وې خو هغه شپې به ډیر وام پسې اخیستی و چې ډزې به نه وې، شپه به غلې وه او دا اندیښنه به یې زیاتیده او ډیریده چې وسله وال کورو ته داخل نه شي.
بایسکل زنګ وواهه سر یې وڅانډه، لکه له بد خیاله او خوبه چې په هوښ راځي. یو ماشوم یې هم څنګ ته په ځغاسته تیر شو، په څټ یې ده وکتل، خندل یې. د موټر تیز هارن شو، پوه نه شو چې چاته و، د څه لپاره و؟
فکر یې بیا د تیرې شپې په ساه بندي کې بند شو:
«ساه دې ډيره نه بندیده…تیره جمعه دې هم ساه بندیده… تیره شپه بل رنګ وه..ډاکټر ته خو دې ویلي و، سمه دوا یې نه ده درکړې..ډاکټران تللي»
د غوږ شا یې وګریده، لاس یې وروړ، یوه زیړه پاڼه یې په سپینو څڼو کې نښتې وه. شاوخوا یې څار وکړ. له پارکه تیر شوی و، یوې نرۍ کوڅې ته وربرابر شوی و. هلته د توت ونې ډډ ته کښیناست، لنډه لنډه ساه یې اخیسته:
« اوس به.. تر کوره.. څرنګه ځې…لرې.. راغلی یې، کاشکي دومره نه راتلی.. »
ریږد واخیست:
« سکاروی.. دې ونه وهي.. هسې.. ساه.. ډوبیږي»
ستما یې شوه. خوله یې خلاصه ونیوله، لکه په پوزه چې هوا نه شي کشولی، په ټټر کې یې غرژا حس کړه. د راتګ په وخت یې د تیرې شپې کیسې ورپه زړه کیدې اوس د ځان ملامتي هاغه کیسې ترې هیرې کړې وې، چې ولې یې ډیرې تودې جامې نه دې اغوستې او له هغې دوې لارې بیرته کورته نه دی ستنیدلی. تر کور پورې چې یې لارې ته څومره چرت واهه دا لاره یې په ذهن کې همهغومره غځیده، غځیده، اوږدیده… اسمان ته یې سترګې پورته کړې، دانه دانه واوره یو خوا بل خوا کښیناسته، ویلي کیده.
۲۰۲۶-۰۲-۰۱