جمعه, اپریل 26, 2024
Home+سپي ته میاشت د اپریل یوه رویا ده 

سپي ته میاشت د اپریل یوه رویا ده 

محمد سميع صادق

تازه هوا چلیږي

پاسته واښه پکښي ټوکیږي

له زمزمو نه ډکي فضا هر څه څومره ښکلي کړي

بس دي نوري پلمې پرېږده

درځه چي ځو و بڼ ته

غاښونه به تېره کړو، منډه به کړو، لاندي (و به نیسو) به کړو یو او بل

راځه چي زه دي پوه کړم

پسرلی یعني څه

April Is a Dog’s Dream

BY MARILYN SINGER

april is a dog’s dream

the soft grass is growing

the sweet breeze is blowing

the air all full of singing feels just right

so no excuses now

we’re going to the park

to chase and charge and chew

and I will make you see

what spring is all about

په دې شعرکي زموږ په رقم يو انسان زموږ د سپیانو په شان د يو سپي و ارمان ته څومره ارزښت ورکوي، د یو حیوان د حیواني شعور و رغبت ته مایل او د هغه د هيلو په څارنه کي خورا ژمن ښکاري.

دا شاعره «حتی» د سپي د خوب او خیال سره هم علاقه لري، د هغه د داسي وړو وړو آرزوګانو د تکمیل تر مرتبې پورې ورسره ملګرې ده او په دې لاره کې دا کړنه د ځان وجیبه ګڼي.

دا د «حتی» توری خدای مه کړه چي غلط تعبیر نه سي. دی هم زما په څېر زما د خدای تخلیق دئ. و اهمیت ته ئې زموږ د دواړو خالق قایل دئ نو زه به د دې موجود و تذلیل ته څه عذر ولرم. د کایناتو په چارو کي ور سپارل سوي دندې په وجاهت او خوش اسلوبي اجرا کوي.

له «حتی» می موخه پرتله وه، یعني موږ افغانان او دی، غربي سپی!

خیردئ چي افغانان یو خو د اشرف المخلوقاتو په صنف کي لا هم حساب یو!

ما ته خو عجیبه نه ده چي د نړۍ په یو ګوټ کي یو انسان خپل د سپي د خوب و تعبیر ته هلي ځلي کوي، د هغه ژوي خیال په حقیقت ور آراسته کوي او دا خبره هم هیڅ راته نامانوسه ده چي د همدغي نړۍ په یو بل کونج کي حضرت انسان يوه سترګه خوب هم نه لري… چیرته خیال… چیرته رویا…

یو هغه شاعر دئ چي خپل سپي ته د پسرلي زېری ورکوي، بل لوري ته زموږ شاعر دئ چي پسرلی ته خواست کوي چي لار بدله کړي، ورک دي سي ، نه دي ورځي. نسیم ته زارۍ کوي چي په سویو باغونو کي د لو لپه غوټیو له ګرېوانونو لاس واخلي.

هلته پسرلی

 د سپي د هيلو فصل دئ

دلته د سرونو لو…

 پسرلی هورې پېلامه ده

 و سپي ته د ژوندون،

 د بيا را ټوکېدو

دلې بیا، قاصد دئ  پسرلی

د عملیاتو،

عملیات د رغېدو لپاره نه

عملیات د ختمېدو لپاره

یو کال وي، دوه اپريله

په یو عالم کي دوه ‌ډوله وګړي

یو جهان دئ دوه ئې پسرلي

يوې خوا ته افغان

بلي خوا ته سپي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب