سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهد فاریاب د نوي والي له ټاکل کېدو سره د دوستم مخالفت

د فاریاب د نوي والي له ټاکل کېدو سره د دوستم مخالفت

تاند ( جمعه، د غویی، ۳) راپورونه وایي، د ولسمشر غني پخواني مرستیال او د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم د فاریاب د نوي والي له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی دی.

محمد داوود لغمانی نن سهار د ولسمشر غني د فرمان له مخې د فاریاب د نوي والي په توګه وټاکل شو.

د لغماني تر ټاکل کېدو وروسته د جنبش ګوند د مشر په ګډون د دغه ګوند ګڼو غړیو د هغه له ټاکل کېدو سره مخالفت څرګند کړی دی.

جنرال دوستم ویلي چې نوی والي باید د خلکو په سلا مشوره او د خلکو په خوښه وټاکل شي.

نوموړي دغه راز د خپلو پلویانو تر څنګ د فاریاب له خلکو غوښتي چې د نوي والي د معرفي کېدو مخه ونیسي.

له بلې خوا د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال او د جنبش ګوند غړي بابر فرهمند هم د نوي والي له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی او دا پرېکړه یې سیاسي بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې جنرال دوستم شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې له څه باندې دوو کلونو وروسته په لومړي ځل په ارګ کې له ولسمشر غني سره لیدلي وو.

ولسمشر غني او عبدالرشید دوستم د سولې پر پروسې او د بین الافغاني خبرو د بریالیتوب لپاره د ملي اجماع پر رامنځته کولو خبرې کړې وې.

تر دې ناستې را وروسته دا لومړی ځل دی چې دوستم د ولسمشر غني له پرېکړې سره مخالفت څرګندوي.

1 COMMENT

  1. د افغان تکړه شنونکي او سیاسي مبصر ښاغلي عزیز معارج په قول :

    « ناپوهي هم لوی تاوان ده
    ښاغلي دوستم قانونأ خپله مارشالي فسخه یا باطله کړه. د ولسمشر په فرمان فاریاب ولایت ته نوی والي ټاکل شوی. خو دوستم وایي چې دا فرمان یا ټاکنه نه منم. اصولآ که دوستم ته د ولسمشر فرمان اعتبار نلري بیا د مارشالۍ فرمان هم بې اعتباره کیږي»
    له دې وروسته دوستم بېرته جنرال دوستم شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب