Home+زمبابوې له پاکستان نه د لومړۍ لوبې غچ واخیست

زمبابوې له پاکستان نه د لومړۍ لوبې غچ واخیست

تاند ( جمعه ، د ثور ۳) د پاکستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوره لوبه زمبابوې لوبدلې د ۱۹ منډو په توپير وګټله.

په دې لوبه کې کوربه زمبابوې لومړی توپ وهنه وکړه او پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ۱۱۸ منډو کوچنی هدف ورکړ.

زمبابوې لپاره کامون هکوموي تر ټولو ډېرې ۳۴ منډې وکړې.

پاکستان لپاره محمد حسنین او دانش عزیزي بیا ۲ ـ ۲ لوبغاړي وسوځول.

پاکستانۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نه شو کړای او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې یوآځې ۹۹ منډې وکړې.

پاکستان لپاره بابراعظم ۴۴ تر نورو ډېرې منډې وکړې.

زمبابوې له لوري لک جانوي ۴ او راین برل بیا ۲ پاکستاني لوبغاړي وسوځول.

له دې وړاندې په لومړۍ شل اوره لوبه کې پاکستان زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

پاکستان له زمبابوې لومړۍ ۲۰ اوره لوبه وګټله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...