جمعه, فبروري 6, 2026
Home+پاکستان له زمبابوې لومړۍ ۲۰ اوره لوبه وګټله

پاکستان له زمبابوې لومړۍ ۲۰ اوره لوبه وګټله

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۲) د پاکستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو په لمړۍ لوبه کې پاکستان د کوربه لوبډلې خلاف بریا خپله کړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لمړۍ توپ وهنه وکړه او  زمبابوې ته یې په ۲۰ اورونو کې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.

په ځواب کې زمبابوې لوبډله له دغه هدف څخه ۱۱ منډې وروسته پاتې شوه او لوبه یې وبایلله.

د پاکستان لپاره په توپ وهنه کې محمد رضوان ۸۲ او زمبابوې لپاره کریګ ایروین ۳۴ زیاتې منډې جوړې کړې.

دغه راز په توپ اچونه کې زمبابوې لپاره لوک جانګوي او ویسلي مادویر دوه – دوه پاکستاني لوبغاړي وسوځول، خو پاکستاني عثمان قادر بیا د زمبابوې ۳ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې یادې دواړه لوبډلې به سبا په دویمه ۲۰ اوریزه سیالۍ کې یو له بل سره مخامخ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...