جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهولسمشرغني، په کندهار کې د مهنمد نړیوال روغتون پرانیست

ولسمشرغني، په کندهار کې د مهنمد نړیوال روغتون پرانیست

تاند ( پنج شنبه، د ثور ۲) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن کندهار ته له رسېدو وروسته په یاد ولایت کې د مهمند نړيوال ۲۰۰ بستريز روغتون پرانيست.

په دې سفر کې له ولسمشر سره نور لوړپوړي چارواکي هم ګډون لري.

ولسمشرغني د یاد روغتون د پرانیستې پرمهال وویل، د مهمند روغتون جوړېدل د کمال خان بند په څېر د ټولو افغانانو لپاره ملي ویاړ دی.

هغه وويل: « نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د مهمند روغتون معياري خدمتونه او تجهيزات لري.»

ولسمشرغني د کابينې غړو ته لارښوونه وکړه، چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسوولين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه

کندهار کې د مهمند روغتون ودانۍ

کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

نوموړي مهمند روغتون د نوي کندهار انځور وباله او زیاته یې کړه چې د دغه روغتون د مسوولينو ټولو غوښتنو او وړانديزونو ته به رسيده ګي وکړي.

افغان ولسمشر دغه راز په خپلو خبرو کې طالبانو ته په اشارې وویل، د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره دلایل نه لري.

هغه  پر طالبانو غږ وکړ چې راشي په لوړ افغاني همت، یووالي، او درک دا وطن په ګډه جوړ کړي.

ولسمشر غني کندهار ته ورسېد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب