جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني طالبانو ته؛ راشئ دا وطن په افغاني همت په ګډه...

ولسمشر غني طالبانو ته؛ راشئ دا وطن په افغاني همت په ګډه جوړ کړو

تاند (پنجشنبه د ثور ۲) ولسمشر محمد اشرف غني وايي د جګړې لپاره دلايل ختم دي، او په خبره یې چې طالبان دې راشي تر څو دا وطن په افغاني همت، يووالي، اراده او درک جوړ کړو.

ښاغلی غني نن پنجشنبه د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره دلایل نه لري.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې راشي په لوړ افغاني همت، یووالي، اراده او درک دا وطن په ګډه جوړ کړي.

هغه زیاته کړه چې بهرني ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان څخه ووځي او طالبانو ته به هم له دې وروسته د جګړې د دوام پلمې ور ختمې شي.

ولسمشر ټینګار وکړ چې دا هېواد یووالي ته اړتیا لري څو تلپاتې او با عزته سولې ته ورسېږي.

د یادونې ده چې نوموړي نن په کندهار کې د مهمند ۲۰۰ بستریز خصوصي روغتون هم افتتاح کړ او د دې روغتون جوړېدل یې د کمال خان په څېر د ټولو افغانانو لپاره د وياړ خبره وبلله.

ولسمشر غني وویل، نن زموږ د روغتيا په تاريخ کې يو نوی فصل دی او د کابينې غړو ته یې لارښوونه وکړه چې تر دې وروسته به ټول لوړپوړي دولتي مسؤلين لومړی په مهمند روغتون کې درملنه کوي او که اړتيا وه بهر ته به د درملنې لپاره ځي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر به په دې سفر کې د ارغنداب ولسوالۍ له جګړه ځپلو، د کندهار له قومي مشرانو، مخورو او د دې ولایت له ملکي او پوځي چارواکو سره هم جلا جلا کتنې ترسره کړي.

4 COMMENTS

  1. ښاغلې اشرف غني! درې کاله دمخه دي په تلویزیون کې دومره په زوره ناره و کړه چې ماشومان و ‌‌‌‌‌‌ډاریدل، تا ورته ویل چې یا تسلیم شئ یا مو وژنم!
    نن دا خبره کوې!

    طالبان ستا پر کمه یوه باور و کوي؟

  2. دروېش دراني څه ښه ویلي دی :

    که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو
    دا کاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب