پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهملګري ملتونه: د سولې د ټینګښت برخه کې روانې هڅې باید هېڅکله...

ملګري ملتونه: د سولې د ټینګښت برخه کې روانې هڅې باید هېڅکله ټکنۍ نه شي

تاند (پنجشنبه د ثور ۲) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو  ځانګړې استازې دیبرا لاینز په دوحه کې له افغان لوریو او نړیوالو همکارانو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیاوړتیا لپاره د یوې مناسبې لارې پر موندلو سلا مشورې کړي.

یوناما نن پنجشنبه/د ثور ۲/ په یوه بیان کې ویلي، په دې خبرو کې ټینګار وشو چې د افغان سولې خبرو اترو د ملاتړ په تړاو به هیڅ ډول ځنډ  نه رامنځ ته کیږي.

په بیان کې راغلي چې ملګري ملتونه به د افغان دولت او طالبانو له استازو سره خپلې ښکیلتیا ته دوام ورکړي، تر څو د سولې پر هڅو او یو تلپاتې او عادلانه ټیکاو خپل تمرکز وساتلی شي.

سرچینه کاږي چې د استانبول کنفرانس ځنډیدو افغان غاړو ته یو بل فرصت برابر کړ چې د دوحې په روانو خبرو اترو کې پرمختګ وښيي او د سولې د ټینګښت برخه کې روانې هڅې باید هېڅکله ټکنۍ نه شي.

یوناما زیاتوي، « د ملګرو ملتونو بې پرې توب او امکانات د افغانانو او د سولې په برخه کې د بوختو نړیوالو فعالینو په ځانګړي توګه د سیمې د هیوادونو په اختیار کې دي.»

د یوناما له لوري په خپاره شوي بیان کې دغه راز یاته شوې چې دغه بنسټ به له افغان مېرمنو، ځوانانو، رسنیو، د جګړې له قربانیانو او مدني ټولنو سره خپلو ناستو ته دوام ورکړي، تر څو د یوې ټول شموله سولې د رامنځ ته کېدو په برخه کې د دوی ملاتړ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...