شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد د منلو...

امرالله صالح: یوازې د ټاکنو له لارې د واک لېږد د منلو دی

تاند(پنجشنبه، د ثور ۲) د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هیڅکله به واک یوې وړې ډلې ته ونه سپاري.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه چې دوی ته د افغانستان خلکو رایه ورکړې او بېرته به د ټاکنو له لارې واک بلې ادارې ته سپاري.

صالح همدا راز ویلي چې جمهوریت د دوی پلرنی میراث نه دی او لکه څنګه چې خلکو په کلونو د جمهوریت ساتنه کړې ده له دې وروسته به یې هم ساتي.

بلخوا ولسمشر غني هم د جمهوریت پر ساتنه ټینګار کړی او پر طالبانو یې غږ کړی چې راشي او د ټاکنو له لارې خپل باور وازمایي.

ولسمشر غني زیاته کړې چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان د جګړې د دوام لپاره دلایل نه لري.

نوموړي پر یاده ډله غږ کړی دی چې راشي په لوړ افغاني همت، یووالي، اراده او درک دا وطن په ګډه جوړ کړي.

هغه زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان څخه ووځي او طالبانو ته به هم له دې وروسته د جګړې د دوام پلمې ور ختمې شي.

هغه ټینګار کړی دی چې دا هېواد یووالي ته اړتیا لري څو تلپاتې او با عزته سولې ته ورسېږي.

ښاغلي غني ویلي، که چېرته طالبان له ما څخه د وېرې له امله په ټاکنو کې برخه نه اخلي نو ژمنه کوم چې په ټاکنو کې به برخه نه اخلم.

1 COMMENT

  1. صالح ګیه اشنا نو دالته یوه نامي کندهاري درته ونه ویل ستا خو ټولې رایې 1700 نه نه وې زیاتي. ته دا دومره غوریږي پر څه؟؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب