جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهغزني: امنیتي ځواکونو ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

غزني: امنیتي ځواکونو ۴۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند(پنجشنبه، د ثور ۲) د غزني ځایي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز اړوند د ارزوکلان، قلعه قاضي، اندړو ولسوالۍ د «سیني کمپ» او د قره باغ ولسوالۍ د «ابراهیم خېلو» په سیمو کې د تصفيوي عملياتو په ترڅ کې ۲۴ وسله‌وال طالبان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده رسنیو ته وویل، یادو نښتو کې د غزني مرکز اړوند د ارزو کلان په سیمه کې د ملامنصور او فیروز ترهګرو ډلو ۱۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور یې ټپیان شوي دي.

جمعه زاده زیاته کړې چې په دغه بریدونو کې د دې ډلې درې عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وینا، د قره باغ ولسوالۍ د ابراهیم خېلو په سیمه کې ۵ طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی او د اندړو ولسوالۍ د سیني کمپ په سیمه کې یو تن وژل شوى او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وسله‌والو طالبانو د تېرو څو ورځو راهیسې د غزني په یو شمېر ولسوالیو خپل بریدونه زیات کړي دي.

د غزني والي سید عمر نورستانی بیا وایي، چې وضعیت تر کنټرول لاندې دی او امنیتي ځواکونه د خپلې خاورې د ساتلو او دښمن پر وړاندې د بریدونو بشپړ چمتووالی لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب