جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران سبا په ترکیه...

د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران سبا په ترکیه درې اړخیزه ناسته کوي

تاند ( پنجشنبه، د غويی ۲ ) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن سهار د افغانستان، ترکیې او پاکستان تر منځ په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون لپاره استانبول ته تللی دی.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته به سبا د جمعې په ورځ ( د غویی ۳ ) په ترکیه کې جوړه شي.

خبرپاڼه وایي، دې ناسته کې به د درې واړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د افغانستان د سولې بهیر د بریا، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو د بیا پیل، د سیمه‌ایزې اجماع پیاوړتیا، په دې برخه کې د ترکيې او پاکستان رول او د درې اړخيزو اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي چې د ناستې په څنډه کې به د هېواد بهرنیو چارو وزیر د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په هدف به دوه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي.

ورته مهال ترکیې هم ویلي چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران سبا په استانبول کې درې اړخیزې خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد یې سبا جومه د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د درې اړخېزې غونډې کوربه دی.

خبرپاڼه وایي: «په دې درې اړخیزه غونډه کې به د افغانستان د سولې د پروسې د وروستیو پرمختیاوو په شمول د امنیت، انرژۍ، اتصالاتو او د غیرقانوني مهاجرت په اړه خبرې وشی.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو به د افغانستان له باندنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او د پاکستان له باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره جلا – جلا هم وویني.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه کې د افغانستان په تړاو جوړیدونکي عمومي ناسته د طالبانو د نه چمتووالي له کبله د کوچني اختر وروسته وځنډېډه.

طالبانو ته ځېنو نږدې سرچینو دا هم ویلي چې دې ډلې د ترکیې ناستې لپاره ځینې نوي شرطونه وړاندې کړي دي.

د دې سرچینو په خبره وسلوالو طالبانو د ترکیې د ناستې د ګډون لپاره په نویو شرطونو کې د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو او دغه راز د ملګرو ملتونو له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو لرې کول یاد کړي دي.

تر اوسه د طالبانو رسمي سرچینو یا هم افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. د طالبانو جالب شرطونه:
    د تاند په حواله ، وسلوالو طالبانو د ترکیې د ناستې د ګډون لپاره په نویو شرطونو کې د خپلو پاتې بندیانو د خوشې کېدو او دغه راز د ملګرو ملتونو له تور لېسته د خپلو مشرانو د نومونو لرې کول یاد کړي دي.
    ملا جانه که سوله راشي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او ستاسو ترمنځ روغه جوړه وشي ، نو ستاسو شرطونه په خپله عملی کیږي . تاسې لا اوبه ندي لیدلي او خپلې موزې او پرتوګونه باسئ . په حقیقت کې تاسې نه غواړئ چې په ګران وطن کې سوله او امنیت ټینګ شي . په مختلفو پلمو جنګ اوږدوئ .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب