محرقه هغه ناروغي ده چى هر كال په نړۍ كى په سلونو زرو بينوا او فقير وگري وژني.
ددى ناروغى عامل يو ډول ميكروب دى(Salmonella Typhi) چى د ناولو اوبو او خوړو په وسيله انسان ته سرايت كوي.پدى معنى چى نوموړى ميكروب د انسان مدفوعاتو(مواد غايطه) له لارې چاپيريال ته انتشار كوى او نور انسانان ددې مدفوعاتوپه وسیله په چټل شويو خوړو او اوبو، پدى ناروغۍ اخته كيږي.
په افغانستان او ورته هيوادو كى چې دادى بيا د اوړي موسم راغى،پدى موسم كې دډول ډول نورو ناروغيو تر څنگ د محرقى ناروغي هغه خطرناكه ميكروبي ناروغي ده چى بى له شكه به يو گن شمير افغانان ،خاصتاً كوچني ماشومان دمرګي منگولو ته وسپاري.
پداسي حال كى چى ددا ډول ناروغيو مخنيوى دټولنى دپوهنى دسطحې د لوړتيا سره كلك تړاو لري خو پدې برخه كې تر ټولو ستر مسؤليت د حكومت په غاړه دى.
لمړى بايد مسولين په دى پوه وي چه د ټولنې اوليه ، او تر ټولو مهم ضروريات څه دي؟
پدى كى شك نشته چى دجنگ په حال كى د جنګ “موفقانه” ختمول تر هر ځه علويت لري.خو ددى تر ځنګ ښونه اوروزنه، روغتيا،كور-كالي-ډوډى او دهيوا د ودانولو لپاره بنسټيزو او سترو ساختماني پروژو ته هم ډيره اړتيا ليدل كيږي. يو ددى سترو اساسي او زيربناىي ساختمانو له جملى نه په ښارونو كى په عصري دول ددمناسبو بدرفتونو جوړول ” sewage treatment plant”یا “sewage treatment works” یا “کانیلازیسیون” او په كلو كى دنريوالو سازمانونو په مرسته لازم تدابير نيول دي٠
يو خورا ضروري او حتمي عادت چى هر وگړى ئي بايد زده كړي هغه دا چى تر رفع حاجت روسته او دخوړو سره له تماس دمخه خپل لاسونه حتما ومينځى(كه صابون موجود وي حتماً دصابون نه كار واخلى).
دانساني مدفوعاتو نه دسري يا پارو په توگه استفاده بايد قانوناً منع شي، دا عمل بايد جرم وگنل شي،ځكه چى پدى توگه ناروغى انتشار كوي.
كه بله چاره نه وي نو پشكى نه ئي زده كړئ، خداى ج دى حيوان يعنې پشي ته داسى عادت ور په برخه كړی چې خپل مدفوع تر خاورو لاندې خښوي. خو ځيني انسانان لا اوس هم خپل مدفوع د اوداسه په محال داسى يوې ويالې ته ور اچوي چى هلته كوز نور خلك ترې اوبه څښي٠
په محرقى اخته ناروغ څنگه پيژندل كيږي؟
پداسى حال كى چى په روسته پاته ټولنو كى دميکروبي ناروغيو شمير كم ندى د محرقي پيژندل او تشخيص هم اسان كار نه دى.
په محرقى اخته هغه ناروغان چه تداوي شوي نه وي د ٤ انيو لپاره دناروغى اعراض او علايم څرگندولی شي٠
په لمرنى اونى كى ناروغ د تبى،داشتها دكموالى، دخولى بد مزگى، سردردي،كسالت ،دګېډى د درد او دټوخي نه شكايت كوي.
دناروغ دزره حركات بطي شي(bradycardia)، كيدى شي چى دپوزى نه يي وينه راشي.
دويني معاينه:
دويني سپين گردي(WBC) لږ شي،دوينى كلچر كولى شي چى دناروغى عامل تثبيت اوشكاره كږي.د widal test چى يو لابراواري معاينه ده لا منفي وي.
په دويمه اونى كى ناروغ په بستر كى ناتوانه بيحركته او بيحاله غزيدلى وي خو كله ناكله له ځانه سره بى معنى خبرى كوي ،هزيان اوچټياټ وايي او چيغي وهي.
تبه تر ٤٠ سانتيگراد درجې پورې پورته شي چى معمولا تر غرمى روسته په ماسپښين كى لوړې درجې ته رسي.كيدى شي چى ناروغ قبضيت يا اسهال(ساراناسته) ولري.
كله چى ناروغ د داكتر لخوا وكتل شي لاندني علايم دليدلو وړ وي:
تبه،دپوتكي سره داغونه (rose spots)،دلړمون او توري غټوالى(Hepatosplenomegaly)
دگيدى خوږ او دكولمو د غږ جگوالى،دنبض اهستگي(معمولاً كله چى ناروغ تبه ولري د هغه د زړه يا قلب حركات زيات شي،خو په دى ناروغۍ اخته وگړو زړه دا توان نلري)
دوينى معاينه:
په دويمه اونى كى د Widal test شديداً مثبت شي او دويني كلچر كيدې شي چى لا هم دميكروب موجوديت ثابت كړي.
دريمه اونى:
تبه لاهم موجوده وي خو پدې اونې كې د اختلاطاتو خطر خورا زيات شي.
تر تولوخطرناك اختلاط يا complication دوړو كولمو سوري كيدل يا intestinal perforation
دى چى خاصتاً په روسته پاته ټولنو كى د مړينى سبب كيدى شي.
دكولمو خونريزي دمغز ابطلا او ورته اختلاطات هم رامنځته كيدى شي.
څلورمه اونى:
پدى اونى كى ناروغ مخ په ښه كيدو شي. اشتها پيدا كوي اوتبه ورو ورو له منځه ځي خو كه نا روغ په ناقصه توگه د انتيبيوتيك په وسيله تر معالجى لاندى راغلى وي، ددى خطر وجود لري چى
ناروغي تكرار شي (Relapse).
سرايت:
لكه چى مخكى هم يادونه وشوه دمحرقى دناروغۍ عامل ،ددى ناروغۍ داخته وگړو د مدفوعاتو په وسيله چاپيريال ته خپريږي او نور انسانان بيا د هغو خوړو او اوبو د مصرف له امله چى ددى ناروغ دمدفوع سره په مستقيم تماس كى راغلي او يا هم د مچانو، ناپاكه لاسونو اويا په ورته نورو وسايلو ككړ شوي وي، اخته كيږي.
٣-٥ فيصده هغه ناروغان چې ددى ناروغۍ نه شفا مومي په دوامدار ډول د ټول عمر لپاره دمحرقې د مرض عامل، پخپلو مدفوعاتو(مواد غايطه) كى و چاپيريال ته خپروي.
وقايه:
په مكتبونونو كى معلم صاحبان، په مساجدو كي ملاصاحبان او په ميديا كى د هغو چلونكي ايماني اووجداني مسوليت لري چى خلكو ته دپاكي او نظافت په هكله وعظ او نصيحت وكږي.
اي خلكو :دخپل صحت دستر دشمن د خپلو مدفوعاتو د ځاى پر ځای كولو صحي توگه زده،كشف يا اختراع كړي.
هغه افغانان چه له امريكا،يورپ او استراليا نه پس له ډيره وخته افغانستان،پاكستان، هند، ايران ،سعودي، مركزي اسيا او يا جنوب شرقي اسيا ته سفر كوي بايد خپل ډاكتر ته ورشي او واكسن واخلي. واكسن دوه يا دري كاله تاسو ته معافيت دركوي او د ضرورت په وخت کې بايد تكرار شي.
تداوي:
په مختلفو هيوادونو كى مختف انبيتيكونه استعماليږي. دخپل داكتر هدايت مه هيروي.
ځيني خلك پدى عقيده دي چى محرق په ملاريا يا ملاريا په محرقي بدليږي. دا يو غلط نظر دى.
دغه راز يو گن شمير نور ميكروبي امراض شتون لري چى محرقې ته ورته دي. ستاسو ډاكتر كولى شي پدى هكله در سره مرسته وكړي.
بعضى وگړي دهري تبى سره دډاكتر نه غواړي چى د محرقي لپاره معاينات وكړي.بايد په ياد ولرو چې دمحرقې د تشخيص خورا با اعتباره ياgold standard ټست په وينه كى د ميكروب ميندل يا دشتون اثبات دى چى دا معاينه د وينى د كلچر په مرسته سرته رسي خو يواځي په دوو لمړنيو اونيو كى په وينه كى د محرقى د ميكروب شتون توقع كيدي شي( يوه با اعتباره او مجهز لابراتوار ته اړتيا)
تر هغى روسته، سره ددى چى ناروغ په محرقى اخته هم وي مګر په وينه كه دميكروب پيداكول ناشوني ښكاري.
دناروغۍ په دويمه اونۍ او تر هغې روسته مياشتو او كلونو کې،په بدن كى دمحرقى دعامل يا salmonella typhi د موجوديت غير مسقيم علايم (a positive Widal Test) تر لاسه كيدى شي چى متاسفانه دا تست يا دا معاينه د يوه فعال او تازه مرض د شتون او يا د محرقى دهغىې ناروغۍ تر منځ چى، پخوا تيره شوى او ناروغ ترې شفا موندلې ده ، فرق كولى نشي.
نتيجه دا چه ديوه مجرب داكتر په مرسته دمحرقى مقدم تشخيص او تداوي خورا مهم دى او لابراتواري معاينات هله رارسيږي چې ناروغ مخ په شفا او يا هم تشخيص نادرسته وي.
عزیز ورور ډاکټر صاحب پاینده م. خان (صافی)!په ډیرې مڼنې سره ستاسو د مسلکي هر اړخیزو معلوماتو او لیکنو څخه.
یواځې دومره ویل غواړم چې که شونې وي خپلې ښوونیزې لیکنې لږ څه نورې هم پښتو کړئ؛ ځکه مونږ او تاسو مسلکي کسان خو پې پوهیږو خو چې کلیوالي هیوادوال او لژ لوست-لیک لرونکي هم لا زیاته ګټه ترینه واخستلی سي.
بیلګه: محرقه باندې خلک زیاتره نه پوهیژي>>> وچکۍ یا وچکۍ تبه ورته وايي. ا.د.ن. مڼنه./پخوانی ډاکتر ح.ز.ساپی /بلجیم
Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi محترم داکټر صاحب
زما دزړه له کومي سلامونه او احترمات هم ومنئ.
ستاسو د مشورئ نه ډیره مننه.
خو یو مشکل شتون لري هغه داچې نه په پښتو او نه پاړسي ژبه کې د هیواد په سطحه یوډول او ورته اسطلاحات نه لرو. د بیلګی په ک
توګه،زه چې د کابل طب نه فاغ او قریب لس کاله مي په افغانستان کې کار هم کړی دی، دا لمړی ځل دی چي د وچکي
کلمه اورم.البه تر یوې اندازې زما ګناه ده خو په پوهنتون کې زموږ استادانو عربي اسطلاحات کارول چې محرقه
(حریق چګه حرارت یا لوړه تبه) هم عربي کلمه ده.
په درناوي