پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني: د ارغنداب له بې ځایه شوو سره دې بېړنۍ مرستې...

ولسمشر غني: د ارغنداب له بې ځایه شوو سره دې بېړنۍ مرستې وشي

تاند(پنجشنبه، د ثور ۲) ولسمشر غني په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ له بېځایه شوو او زیانمنو شوو کورنیو سره د بېړنۍ مرستې سپارښتنه کړې ده.

ولسمشر غني په کندهار کې د ارغنداب ولسوالۍ له بېځایه شوو سره د لیدنې پر مهال وویل چې له دوی سره به بېړنۍ مرستې کېږي.

نوموړي په دې تړاو د ماليې، کلیو پراختیا او کرنې او مالدارۍ وزارتونو ته سپارښتنه کړې چې له اړمنو خلکو سره په ارغنداب کې ژر تر ژره اړینه مرسته وکړي.

په دې لیدنه کې د ارغنداب خلکو په خپله ولسوالۍ کې له روانو جګړو شکایت وکړ او په خبره یې دغه جګړې دوی سخت زیانمن کړي دي او سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.

دوی همدا راز وویل چې د طالبانو او حکومت تر منځ جګړو نه یوازې دا چې خلکو ژوند تریخ کړی دی، بلکې عامه تاسیساتو او کروندو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار ولسمشر غني د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته تللی دی.

د یادونې ده چې ولسمشر غني کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې، مهمند نړیوال خصوصي روغتون هم پرانیستو.

نوموړي د روغتون له پرانیستې وروسته د کندهار په ولایت مقام کې په یوه پراخه ولسي غونډه کې وینا هم وکړه.

ولسمشر غني طالبانو ته؛ راشئ دا وطن په افغاني همت په ګډه جوړ کړو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب