جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / د جنید ادبي جایزې...

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر / د جنید ادبي جایزې لمانځغونډه /  شبانه پوپلزۍ

ځاى: انلاين

نېټه: 2024/9/8

ګډونوالې: 18

وړاندې کوونکې صوفیه ستانکزۍ

 راپور: شبانه پوپلزۍ

د افغان ښځو انلاين ادبي بهير ۵۴مه غونډه، د بهير درې شاعرانو ته چې د جنيد شریف بنسټ د شعر جايزې يې ګټلې وې، ځانګړې شوې وه. سږ کال کامله عزيزي او  تقوا برهان شکوري د دې جايزې لومړى او دويم مقام او زمزمې غزل د ازاد شعر جایزه اخیستې ده. 

په دې غونډه کې چې ټولو اتلس کسه ليکوالو او شاعرانو ګډون کړى و، ځينې ګډون والې د جنيد جايزې پر ارزښت او د ګټونکو شاعرانو پر هنر وغږېدې او له ډاکټر جنيد شريف څخه يې د دې ادبي جايزې د جوړېدو له پاره مننه وکړه او د نوموړي دا کار يې وستايه.

 په دې غونډه کې د جنيد شریف بنسټ د ګتونکې ډلې غړې ډاکټرې شريفې شريف هم ګډون درلوده. هغې د دې جايزو په اړه وويل:

دا جایزې د شعر او کره کتنې د معیارونو له مخې ټاکل شوي دي نو ځکه مهمې دي. دا جایزې هم اهمیت لري هم مسولیت. په اوسنیو شرایطو کې چې د ښځو له هویت نه انکار کېږي او روحیه یې وژل کېږي، په دغسې یو وخت کې تاسو ادبیات پنځوئ او ستاسو کار په سیالیو کې راځي او فعالیت مو لمانځل کېږي دا ډېره مهمه خبره ده. په سیالیوکې د ښځو ګډون د نارینه وو په نسبت کم و خو بیا هم ستاسو شعر  اکثره رایې وګټلې.

د جایزې د ګټونکو په ټیم کې ډېر مطرح او لوی شاعران/ې او کره کتونکي/ې شامل دي. لکه د مکتب د شقو غوندې نمرې جوړې وې او د رایو او نمرو له مخې ستاسو شعرونو جایزې ګټلې دي. ستاسو کار دا پیغام رسوي چې موږ نه یوازې هویت لرو بلکې درېدای هم شو او ګټلی یې هم شو.

دا جایزه یوازې افتخار نه دی بلکې مسولیت هم دی. مسولیت مو دا دی ادامه ورکړئ! زموږ په ټولنه کې چې شک ډېر دی، پر بنسټونو ټولنه شکمنه ده، پر جایزو  او اشخاصو ممکن منفي خبرې هم وشي خو له دې ټولو سره سره  زما هیله دا ده چې کار ته او لیکوالي ته دوام ورکړئ.

دا منم چې انتقادونه، شک او منفي خبرې به هم وي خو تاسې پر مثبت اړخ  تکيه وکړٸ. د جايزو د ګټلو په برخه کې مې پر ټولنيزو رسنيو ډېر عکس العملونه وليدل. د افغان ښځو انلاين ادبي بهير مثبت عکس العمل وښوده.  شفيقې خپلواک، هیلې پسرلی او نورو بهیروالو  شاعران ولمانځل، په دلايلو، شواهدو او منطق يې ولمانځل، همدا غوره خبره ده.

ځلا نور:

ځلا نور هم په خپلـو خبرو کې ګټونکو خويندو  ته د جايزې مبارکي وويله او له استاد جنيد شریف څخه يې د دې جايزې له پاره مننه وکړه. هغې زياته کړه چې دا جايزه زموږ ټولو لپاره  لوى ویاړ او مسٶليت دى چې لا ډېر کار وکړو.

هيله پسرلی:

دا د شکر ځاى دى، چې د نن سبا په نهیلي چاپېریال کې موږ خپله خوښي لمانځو. د کامله جانې، تقوا جانې او زمزمه جانې دې کور ودان وي چې دا خوښي یې را په برخه کړه. له استاد جنيد شریف او کاري ټيم نه یې مننه، چې دا ډول ابتکار يې کړى. د دې جايزې په اعلان سره د ډېرو ښځو او نجونو روحيه تازه شوه.

د جایزې لنډ هدف ښايي دا وي چې ځینې شاعران/ې وهڅوي خو لوی هدف یې دا دی چې د کار روحیه رامنځ ته کړي او پښتو شعر وده وکړي. د دې جایزې لوی هدف زموږ ټولو مشترک ارمان دی نو د دې جایزو لمانځل په حقیقت کې د یوې مشترکې ارزو لمانځل دي.

دا د ویاړ ځای دی چې له پنځو جایزو درې جایزې ښځې ګټي. د دوی لاسته راوړنه یوازې د دوی روحیه نه ښه کوي بلکې ټولو هغو ښځو ته چې لیکل کوي د کار او پر خپل کار د باور روحیه ورکوي. یوه نجلۍتصور کړئ  چې د هلمند په یو لرې کلي کې  شعر لیکي خو پر خپل کار باور نه لري،  پټوي یې، نه یې خپروي خو له راډیو اوري چې د شعر له پنځو جایزو درې ښځو وګټلې، نو پر روحیې به یې څومره مثبت اثر وکړي؟

په نوره دنیا کې بنسټونه یوازې په دې دلیل اهمیت نه پیدا کوي چې کاري ټیم یې فوق العاده وي یا یې پروسه هېڅ عیب نه لري، بلکې ټولنه هم د بنسټونو مرستندویه وي. ټولنه بنسټونه په ارزښتونو بدلوي. دا زموږ مسولیت دی چې کله په خپله ژبه یا وطن کې د خیر کار وینو اهمیت ورکړو او په ګډه یې په  ټولنیز ارزښت بدل کړو.

له دې جایزې وروسته مې پر استاد جنید شریف فکر کاوه. له ځان سره مې ویل که د دوی پر ځای بل څوک وای چې  متقاعد وای او یوه دوه روپۍ یې هم لرلې نو څه به یې کول؟

ښايي، وطن ته تللی وای، پر هغه لار بیا تیر شوی وای چې په ماشومتوب کې له پلار سره ګرځېدلی و. ممکن  خپل کلي ته تللی وای، چکرونه یې وهلي وای، خیراتونه یې کړي وای ، خپل کتاب یې لوکس او قیمتي چاپ کړی وای، بیا یې د مخکتنې لویه غونډه ورته جوړه وای، غونډې ته یې پریمانه کیک او کلچې اخیستې وای او نور فرهنګیان یې هم ورته راغوښتي وای چې په غونډه کې د ده پر کتاب خبرې وکړي. بیا به په فېسبوک کې خلکو لیکل چې ډاکټر جنید شریف د فرهنګ لوی خدمتګار دی. دا کارونه هم ښه دي خو  استاد جنید شریف دا کار نه کوي د دې کارونو پر ځای هغه شاعران ستايي چې ښايي ټول عمر یې د استاد شعر نه وي لوستی او حتا د ده پوره نوم یې سم نه وي زده. له موږ نه د وطن دوستي او وطن ته د کار معنا کله کله ډېره سطحي شي، اصلي وطن دوستي له استاد جنید شریف نه زده کولی شو چې نورو ته د کار روحیه ورکوي.

د کامله جانې په شعر کې مې تلمیحات خوښ دي. دا په خپل شعر کې زموږ اساطیري کریکټرونه یادوي. د دې شعر لاشعور پاروي او چې لولې یې د شعر له موضوع ورهاخوا ډېرې نورې کیسې دریادوي.

تقوا جانه پیچلی تخیل لري او کله کله ممکن لوستونکي پرې پوه نه شي. زما یادېږي د بهیر په یوې غونډه کې موږ د دې پر یو غزل چندانې  پوهې نه شو خو دې په ډېر ډاډ او ارامي خپل تخیل تشریح کړ. هغه ورځ مې له تقوا جانې زده کړل چې که یوه لیکواله پر خپل اثر مطمینه وي او واقعا ارزښت پکې وویني، هغې ته د نورو چکچکې ډېرې  مهمې نه دي.

دا څو ورځې کېږي چې زه پرله پسې د زمزمه جانې د شعرونو په هکله لیکنې لولم. ګومان کوم دا زموږ ټولو لپاره د ویاړ ځای دی چې ټولنه یو نجلۍ ستايي او د دې په شعر کې خپل ژوند ویني.

شفيقه خپلواک: 

زه له زړه خوشحاله يم، دا جايزه يو لوى ابتکار دى. غربي نړۍ د ادبي او فرهنګي کارونو د ستايلو او پراخولو له پاره بنسټونه لري، سپانسران لري، چې زموږ په ټولنه کې دا برخه په نشت حساب ده، ځکه زموږ په ټولنه کې شتمن او فرهنګي خلک ډېر کم دي. دې برخې ته موږ ډېره کمه توجو کړې ده. زموږ په ټولنه کې ډېر کم داسې کېږي چې یو فرد دې جایزه جوړه کړي یا دې یو بنسټ جوړ کړي.

 د استاد جنيد شریف کار ډېر لوى کار او ابتکار دى او کاشکې دا پراخ شي او موږ د خوشحال بابا، استاد پسرلي، الفت صيب، عايشه دراني او نورو نامتو شاعرانو په نوم جايزې ولرو.

زموږ په ټولنه کې ښځينه شاعرانې تر ډېره له محدوديتونو او منفي خبرو سره مخ دي، چې زه خپله ډېر وخت له ډېرو خبرو سره مخ سوې يم. يوه ورځ راته یو لوستي کس په کمنټ کې ليکلي و، چې ما فکر کاوه چې ستا شاعري له غربي شاعرانو تقليد دى، خو اوس چې غربي شاعري لولم، نو وينم چې داسې نه ده. زموږ په ټولنه کې ممکن د ښځو پر شعرونو او کار شک وشي یا په کمه سترګه ورته وکتل شي. زما هیله دا ده چې ځوانې شاعرانې خپله انرژي په دې خبرو مصرف نه کړي بلکې پر کار او شاعري یې مصرف کړي. يوه ورځ  يو کس راته وويل، چې دا ډول شعرونه مه ليکه، دا ستا شخصيت تر پوښتنې لاندې راولي. بله ورځ يوې ميرمنې راته وويل ستا شاعري سپين سترګي ده. زموږ غوندې په یوه شکمن محيط کې ښځې تر ډېره له منفي خبرو سره لاس او ګرېوان دي. زه وايم که يوه نجلۍ شعر ليکي، نو بايد چاته يې توضيح ور نه کړي او نه د منفي خبرو پروا وکړي.

شاعري او ليکوالي د يوې ټولنې له پاره ډېر ارزښت لري، که يو څوک د افغانستان د ۲۰۲۴ کال په اړه مالومات غواړي، کولاى شي د دې وخت حالات له دغو شعرونو په ښه ډول مالوم کړي. که زموږ ميندو دا جرات کړى واى او د ټولنې د محدوديتونو او منفي خبرو پروا يې نه واى کړې، نن به موږ له دې حالت سره نه وو مخ شوي. اوس چې موږ دغه کار کوو، نو باوري يم، چې زموږ د لوڼو ژوند به لږ بدل وي.

که زه د کاملې د شاعرۍ په اړه ووايم، د دې له شعرونو سره عجيبه عاطفي اړيکه لرم، کله کله داسې خبرې کوي، چې روح مې ترې اغېزمن شي. کامله يو نوښت کوي، دا له کلماتو سره لوبې کوي، له تصويرونو سره لوبې کوي. طبيعتا شاعره ده، داسې شاعره بايد شعر ته د ذوق په سترګه نه بلکې د مسٶليت په سترګه وګوري. زه په دې ورستیو کې ډېر کله ماښام د دې شاعري لولم یو ډول عجیبه عاطفي اړیکه مې ورسره پیدا کړې ده. کامله په شعر کې ډېرې داسې خبرې کوي چې بل څوک یې ممکن جرات ونکړي.

زمزمه جانه بيا د وخت شاعري کوي، سياست نه بلکې د زړه درد بيانوي. ځینې خلک ممکن دا ډول شاعري ته سیاسي شاعري ووايي زه د دې نظر طرفداره نه یم. زما په نظر  د هنر یو اصل دا دی  چې له خپل ځان او عواطفو سره صادق واوسو. زمزمه جانې ته زما مشوره دا ده چې د شهرت د اثر لاندې رانه شي. شاعري اوږد مزل دی او دا لا ډېره ځوانه ده باید لا ډېر کار وکړي.

که د تقوا جانې په اړه و وايم په پښتو کې داسې شاعري ډېره کمه ده، ښځو ډېره کمه تصوفي شاعري کړې ده او  د تقوا شاعري ډېر ځاى نيولى شي. دا په خپل شعر باور لري. تقوا جانه پوهېږي چې څه وايم او څه بايد ووايم. د ځان پېژندنه د هنر له پاره ډېره مهمه ده. ما په ۲۰۱۹م کال کې د صوفېزم په اړه یو صنف درلود. هلته مې بیا عایشه درانۍ او نورې شاعرانې هم ولوستې او پام مې شول چې په دې برخه کې ښځو څومره کم فعالیت کړی دی.

کامله عزيزي:

د دغې جايزې  ګټل په داسې سختو حالاتو کې چې په کلي کې ژوند کوې او تل د خلکو منفي خبرې اورې او بيا د نورو تشويق او هڅول، د جايزې ګټل دا هر څه د خوښۍ احساس راکوي.

شعر زما له پاره څه دی؟ ځينې خلک وايي شعر د ادب لويه برخه ده، شعر د احساس بيان دى او نور خو زما له پاره شعر هغه ملګرى دى، چې هره خبره ورته په ډاډه زړه کوم او تر نورو يې رسولاى شم.

زما له شاعرۍ سره له پخوا علاقه وه، ما به تل د راډيو له لارې چې شعرونه اورېدل، بيا به مې کتابچه کې ليکل. یوه ورځ مې خپله دا بيت او څو نور وليکل او ورسره ومې ليکل نا مالوم

زه چې دا ستا په لور قدم ږدم

 د څو شېبو له پاره غم ږدم

خور چې مې زما شعر ولید راته یې وویل  دا د چا شعر دى؟ ما وويل د يوې شاعرې به وي نو. دې و ويل دا څه بې خونده بيت دى. د خور په دې خبره مې له شعر ليکلو زړه تور شو او بېرته مې له شاعرۍ مخ واړاوه.

زما ادبيات ډېر خوښ و، خو ګومان مې کاوه چې د یو بل مسلک تر څنګ به یې پالم. کله چې مې لیدل چې نورې شاعرانې هم شته او شعر لیکل کېږي نو ځان ته مې وویل راځه ته يو بل مسلک ته مخه کړه، شاعرۍ ته مې شا کړه، خو کله چې په وطن کې زموږ هيلې نيمګړې پاتې شوې. موږ خپل درد هم چا ته نه شـو بيانولاى، په دې وخت کې مې بيا له شعر سره د زړه خواله پيل کړه. دا ډېر سخت حالت دی چې درد احساسوې خو په هکله یې خبرې نه شې کولې.

د افغان ښځو انلاين ادبي بهير ته راغلم، دلته مې نجونې وليدې، چې ښه شعر او ښې کيسې ليکي او تر څنګ ښه نقد هم کوي، بیرته مې روحیه لږ ښه شوه او  زما شعر بيا خوښ شو او ملګرتیا مې ورسره پیل کړه.

شعر یوازې د احساساتو بیان نه دی. ګومان کوم ډېرې خبرې داسې دي چې پرته له شعره یې په بل قالب کې نه شې کولی یوازې په شعر کې اظهار او تشریح کېدای شي.

مثلا  درمل صيب په يو بيت کې وايي:

ډوب ويده يې څه دې غم دى مولانا

شمس له ما نه ترى تم دى مولانا

شعر ځينې وخت داسې مفاهيم هم  خوندور کړي او مانا داره کړي، چې په مقاله او کيسه کې به ډېر ارزښت نه لري. د ډاکټر درمل دا بیت که په نثر کې بیان کړو ښکلا یې له منځه ځي.

 ځينې وخت داسې شوي چې له يوې کلمې مې شعر ليکلى دی. شعر داسې الهام دى، لکه مرغۍ او فکر لکه په دام کې دانه. د دې لپاره چې شعر شعر شي مرغۍ باید په دام کې بنده شي چې دانه ورته ورسېږي. شعر یوازې احساسات نه دي او د ښه شعر لپاره فکر اړین دی.

زموږ په ټولنه کې د یوې نجلۍ لپاره شاعري اسانه کار نه دی ممکن ډېرې منفي خبرې واوري خو د منفي خبرو تر څنګ دا مثبتې خبرې دي چې موږ ته ډاډ او د دوام روحیه راکوي. دا بهیر زما لپاره تکیه ځای دی. که دنیا هر څومره منفي شي خو دلته چې راشم روحیه مې مثبته شي او زړه مې کېږي ډېر کار وکړم.

زمزمه غزل:

لومړى له استاد جنيد او بيا له خپلو ټولو مينه والو مننه کوم. خوشحاله يم چې خويندو ډېره وهڅولم. زه چې څومره خپه يم، خو چې يو غزل وليکم داسې فکر کوم، چې ټوله دنيا زما ده. پر موږ لازمه ده چې د خپلو خويندو او ميندو اواز د شعر په ژبه بيان کړو. د شعر په ژبه د ښوونځيو او پوهنتونونو د خلاصون اواز پورته کړو او زموږ غږ بې ارزښته نه دی که نن نه وي سبا بالاخره به  حتما رنګ راوړي.

نن چې دا غونډه اورم ډېر زیات د خوشحالي احساس کوم. له استاد جنید شریف نه مننه کوم چې استعدادونه هڅوي او تر نورو یې رسوي. دا ډېره مهمه ده چې یو څوک په ژوند ولمانځو.

تقوا برهان شکوري:

خوشحاله يم چې د داسې ښځو په قطار کې درېدلې یم چې د بیدیا باد یې نه لرزوي. دا جایزه ما په هغه ورځ وګټله چې خبره شوم دا جایزه شته. په لومړي ځل چې مې واورېدل چې داسې یوه جایزه شته او ښځو ګټلې ده ډېره زیاته خوشحاله شوم.  ما چې لومړی شعر لیکه یوازې مې ځان ته لیکه احساس به مې کاوه چې خبرې مې په جام کې نه ځاېږي او ګومان مې کاوه چې ښايي‌ نور پرې پوه نه شي. خو نن پوه شوم چې شا او خوا مې ټول ويني او لولي مې. له ټولو مننه چې ویې هڅولم مخصوصا له استاد جنید شریف نه.

ملاله کليواله:

زه د دغو جايزو ګټلو ته ډېره لېواله وم او ډېره خوشحاله يم چې په دې جايزه کې سږ کال بيا زموږ د بهير غړي او زموږ خويندې ګټونکې شوې. له جنيد شریف صيب څخه مننه کوم، چې، د ادب ملاتړ کوي. ما تېر کال دا جایزه وګټله او سږ چې څومره د جایزې وخت رانژدې کېده زما تلوسه ډېریده چې څرنګه به کېږي او څوک به یې ګټي. دې جایزې  هغه باور چې ما غوښته په ټولنه او کور کې يې تر لاسه کړم، ماته راکړ. له جنید شریف بنسټ نه هم ډېره مننه چې ادب پالي او ملاټر یې کوي.

دا جایزې ډېرې ګټې لري شخصا پر ما یې ډېر مثبت اثر درلود.

نرګس سهاک:

زه ډېره خوشحاله يم، چې موږ دا جايزه لرو. د ځوانانو د هڅولو لپاره ډېره اړینه ده چې داسې جایزې ولرو. د کاملې خبرې زما د زړه خبرې دي، او سږ کال خو زموږ ډېرو تمه او هیله دا وه چې کامله جانه به جایزه ګټي. په ورستیو کې د دې شاعري بیخي ډېره عالي ده.

 د کاملې جانې ورور پر فېسبوک لیکلې ول، چې دی اوس خبرېږي، چې کامله شعر ليکي او دومره ښه شعر ليکي، چې د جايزې ګټونکې کېږي. دا څومره د خوښي ځای دی او د دې جایزې یو بل کمال دی چې له برکته یې د ښځو استعدادونه د دوی په کورونو او ټولنو کې اهمیت پیدا کوي او د خلکو ورته پام کېږي.

د تقوا د شعر په هکله باید ووایم چې  ما د پښتو ښځينه شاعرانو کې داسې پوخ تصوفي شعر نه دى ليدلى، لکه د تقوا جانې شعر چې دى. د محرم په هکله د دې یو غزل ما څو ځلې ولوست او هر بیت یې د معنا یوه دنیا وه او چې هر ځلې مې لوست نوي څه ته مې پکې پام کېدل.

زمزمه خو نن سبا د ټولنې رسا غږ ده. د دې شعر زموږ ټولو اواز دی. دا د ټولنې مسایل په داسې یوه خوږه ژبه شعر کوي چې د هر چا خوښېږي. ډېر ډېر دې مبارک وي او څومره محترم او لوی انسان دی استاد جنید شریف چې له برکته یې موږ نن یو ښه خبر لمانځو او له برکته یې د ډېرو نجونو مړاوې روحیه تازه شوه.

میمونه کامران هم ټولو بهیروالو ته د دې جایزې مبارکي ورکړه او ویې ویل چې ډېر مثبت اثر یې پرې درلود.

د غونډې په وروستۍ برخه کې مشاعره وشوه، چې ملالې کليوالې، زمزمې غزل، تقوا برهان شکوري او کاملې عزيزي خپل غزلونه دیکلومه کړل.

د افغان ښځو د انلاین ادبي بهیر دې خوشحالې غونډې چې له مثبتې انرژي مالاماله وه دوه نیم ساعته دوام وکړ.

پای،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب